پولیو ویروس څنګه په خپلو پښو د خیرمحمد د ګرځېدو خوبونه وتروړل؟
غور، افغانستان (۲۹ لړم ۱۴۰۳) – د غور ولایت د فېروزکوه ښار په شمال کې، په یوه وروسته پاته سیمه کې یو سپینږیری چې دوه لکړې/امساوې یې په بغلونو کې نیولې دي، د خاورو په یوه کوڅه کې په سختۍ ګامونه اخلي.
دا ۵۵ کلن خیرمحمد دی چې په دوه کلنۍ کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی او له هماغه وخته یې د تل لپاره پر خپلو پښو د تګ توان له لاسه ورکړی دی.
د یوه سخت ژوند پیل
خیرمحمد، هغه ماشوم چې تازه یې د ګام اخیستلو خوند څکلی و، د پولیو د ویروس ښکار شو. هغه مهال په غور کې د پولیو واکسین موجود نه و او د دې ناروغۍ په اړه د خلکو د پوهاوي کچه ډېره ټیټه وه.
نوموړی په ډېر ارمان وایي: «کاش چې په هغه وخت کې د پولیو واکسین موجود وای. معلولیت ډېر سخت دی؛ ما خپل ټول ماشومتوب، زلمیتوب، ځواني او اوس زوړتیا د دغو دوو لکړو په مرسته تېره کړه.»
دی له هماغه ماشومتوبه د لکړو/امساوو په مرسته تګ کوي. د ده کیڼه پښه چې د پولیو له امله فلج شوې، په یوه مصنوعي قالب کې ده چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري ورکړل شوی دی. د عمر په ډېروالي سره هغه ته آن د لکړو په مرسته تګ هم سخت شوي دي.
خیرمحمد ډېر لږ له کوره دباندې وځي او کله کله پر کور د ناستې سکوت ماتولو لپاره تر نږدې سړک پورې ځي.
هغه درد چې هېڅکله نه ختمېږي
خیرمحمد په داسې حال کې چې پر خپلو لکړو یې ځان تکیه کړی و، وویل: «معلولیت یوازې فلج کېدل نه دي، بلکې د انسان ټول ژوند له منځه وړي. یوازې هغه څوک چې دا سوځوونکی درد یې تجربه کړی وي، پوهېږي چې دغه حالت څومره سخت دی. دا چې احساسوم د نورو د اوږو بار ګرځېدلی یم، سخت عذاب ګالم.»
د نوموړي مېرمن ۴۷ کلنه فاطمه چې د هغه د ټولو دردونو او کړاوونو شاهده پاتې شوې، وایي: «پولیو یوازې د خیرمحمد فزیکي ځواک نه دی اخیستی، بلکې د هغه هیلې او ارزوګانې یې هم مړې کړې دي. هغه پرته له امساوو حتی یو ګام هم نهشي اخیستلای، کله چې وینم هغه د تشناب په څېر د یوې ساده اړتیا لپاره څومره کړاو زغمي، زړه مې سخت درد کوي.»
دا ۵۵ کلن خیرمحمد دی چې په دوه کلنۍ کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی او له هماغه وخته یې د تل لپاره پر خپلو پښو د تګ توان له لاسه ورکړی دی. © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن
د تېر وخت درسونه
له ګڼو ستونزو سربېره، خیرمحمد د خپل سخت ژوند له تجربې څخه یو ارزښتناک درس اخیستی دی. دی د اوو اولادونو پلار او د شپږو لمسیانو نیکه دی. د پولیو پر وړاندې د خپلو اولادونو او لمسیانو واکسینول یې د ژوند له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.
دی په ټینګار وایي: «ما د پولیو درد په خپل ټول وجود حس کړی دی، هیڅکله اجازه نه ورکوم چې زما زامن او لمسیان په دې ناروغۍ اخته شي. موږ هره میاشت هغوی واکسینوو، څو زما په څېر یې ژوند تباه نه شي.»
فاطمه هم چې تل د ده ترڅنګ پاتې شوې، د واکسیناسیون پر اهمیت ټینګار کوي: «کله چې د خپل مېړه کړاوونه وینم، دې پایلې ته رسېږم چې د پولیو واکسین یوازې یو انتخاب نه، بلکې یو مسوولیت دی. موږ خپل ټول ماشومان واکسین کړي دي او اوس مو ټول پام لمسیانو ته دی، چې د واکسین له برکته ټول روغ دي.»
د ټولنې لپاره یو پیغام
خیرمحمد په افغانستان کې د هغو زرګونو قربانیانو له ډلې څخه دی چې د پولیو ویروس ځپلي دي.
هغه چې پر خپلو پښو د ګرځېدو هیله یې د تل لپاره مړاوې شوې، خلکو ته روښانه پېغام لري: «هېڅ ماشوم باید زما په څېر د پولیو قرباني نه شي. والدین باید د واکسین اهمیت په جدي ډول درک کړي او خپل ماشومان دې د دې فلجوونکې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي. واکسیناسیون یوازې د فرد ژوند نه ژغوري، بلکې د راتلونکي نسل خوندیتوب تضمینوي.»
د هیلو ډک راتلونکی
که څه هم پولیو د خیرمحمد ژوند د تل لپاره بدل کړی، خو هغه راتلونکې ته په هیله مندۍ هڅه کوي خپله ترخه تجربه نورو ته د درس په توګه وړاندې کړي.
دی د یوې داسې ورځې په ارمان دی چې افغانستان په بشپړه توګه د پولیو ویروس له ګواښ څخه خلاص شي او هیڅ ماشوم د ده په برخلیک اخته نه شي.
مرضیه فروتن، له پولیو څخه خلاص افغانستان