قومي مشران؛ د پولیو واکسین کمپاینونو تر شا پیاوړی ملاتړ
زابل، افغانستان (۱۲ تله ۱۴۰۳) – د زابل قومی مشران په دغه ولایت کې د پولیو واکسین کمپاینونو د پوښښ په پراختی او بریالیتوب کې مهم رول لوبوي.
هغوی له خپلو هغو اړیکو څخه په کار اخیستو چې په ټولنه کې یې لري، نه یوازې د پولیو واکسین په تړاو د ناسمو باورونو پر ضد مبارزه کوي بلکې کورنۍ هڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي او د پولیو ناروغۍ له خطره یې وژغوري.
د دوی د هڅو په پایله کې په لېرې سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین پوښښ پراخ شوی او د ټولنې په عامه ذهنیت په بدلولو کې مثبت بدلون راغلی دی.
د قومي مشرانو رول
حاجي عبدالمتین، خان محمد، او حاجي سمیع الله د دغه ولایت له هغو قومي مشرانو څخه دي چې خلک ورباندې باور لري او مشورو ته یې غوږ نیسي.
حاجي عبدالمتین، چې د شاجوی ولسوالۍ یو قومي مشر دی، وایي: “ډېر مهال زموږ خلک د واکسین په تړاو د اوازو تر اغېز لاندې راځي، کله چې د واکسین په اړه منفي خبرې کېږي، دوی شکمن کېږي او خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي؛ خو زموږ دنده دا ده چې هغوی ته کره او باوري معلومات وړاندې کړو او هغوی قانع کړو څو خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي.”
نوموړی باور لري چې د ټولنې مشران کولای شي له خپلو اړیکو او باور څخه په ګټې اخیستنې د اوازو او ناسمو باورونو پر وړاندې مبارزه وکړي او عامه ذهنیت بدل کړي.
هغه د خپلې ولسوالۍ تر ۵۰ ډېرو کورنیو ته قناعت ورکړی څو خپلو ماشومانو ته په وخت د ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسین ورکړي او د کمپاین پر مهال خپل ماشومان چې تر پنځو کلونو کم عمر لري، د کلي جومات ته د واکسین کولو لپاره وروړي.
خان محمد بل قومي مشر دی چې وايي، له کلونو راهیسې د پولیو ناروغۍ پر ضد مبازره کوي.
هغه وايي: “موږ دغه مهم کار ته له دې امله مخه کړه چې په سیمه کې عامه پوهاوي کم دی، ډېر وخت په هغو سیمو کې چې روغتیايي خدمتونه لږ دي، خلک د واکسین په اړه د ناسمو معلوماتو ښکار کېږي، هغوی فکر کوي چې واکسین د ماشومانو لپاره خطرناک دی، خو دا زموږ دنده ده چې هغوی ته کره معلومات ورسوو او هغوی ډاډه کړو چې د پولیو واکسین حلال او خوندی دی او له پولیو ناروغۍ څخه د خلاصون یوازینۍ وسیله ده.”
په ورته توګه د حاجي سمیع الله په نوم بل قومی مشر وایي: “موږ په جوماتونو، ټولنیزو غونډو او حتی د ودونو په مراسمو کې د پولیو په ګډون د ماشومتوب دورې د ټولو ناروغۍ د واکسینونو پر اهمیت خبرې کوو، موږ خلکو ته وایو چې د ګوزڼ ناروغي درملنه نه لري او د مخنیوي یوازینۍ وسیله یې واکسین دی. ”
د ده په خبره د ټولنې بامسوولیته وګړو په توګه دا د دوی دنده ده چې خلک وهڅوو څو د خپلو ماشومانو روغتیا ته پام وکړي.
حاجي سمیع الله زیاتوي: “په لومړیو کې په ځینو لېرې سیمو کې خلک د واکسین په اړه شکمن وو، خو کله چې موږ خپل ماشومان واکسین کړل او خلکو ولیدل چې هیڅ منفي اغېز نه لري، نو دوی هم حاضر شول چې خپل ماشومان واکسین کړي.”
د قومي مشرانو د هڅو په پایله کې په لېرې سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین پوښښ پراخ شوی او د ټولنې په عامه ذهنیت په بدلولو کې مثبت بدلون راغلی دی © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی
د قومي مخورو د هڅو پایلې
په زابل کې د قومي مشرانو هڅې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاینونو په بریالیتوب کې ګټورې ثابتې شوې دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د قومی مشرانو ملاتړ نه یوازې د پولیو واکسین کمپاین پوښښ پراخ کړی، بلکې د ټولنې د عامه ذهنیت په بدلون کې یې هم مثبت رول لوبولی دی.
د شینکۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالحلیم د بېلګې په توګه خپل ځان یادوي چې د قومی مشرانو د هڅو په پایله کې قانع شو څو خپل ماشومان واکسین کړي.
هغه وايي: “په پیل کې زه د پولیو واکسین په اړه شکمن وم، ما اورېدلي و چې واکسین ماشومانو ته زیان رسوي، خو کله چې حاجي خان محمد موږ ته د واکسین په اړه دقیق معلومات راکړل نو زما نظر بدل شو.”
هغه زیاتوي، د قومي مخورو سپارښتنو د ده په څېر ډېرو خلک ډاډمن کړي چې واکسن خوندي دی او له پولیو فلجوونکې ناروغۍ څخه زموږ د ماشومانو د ساتنې یوازینۍ وسیله ده.
پولیو یا ګوزڼ یوه ویروسي ناروغي ده چې د پولیو ویروس له لارې د انسان بدن ته داخلېږي او په پایله کې د عصبي سیسټم په زیانمنولو د انسان عضلات فلج کوي.
دا ناروغي په هر عمر کې پېښېدلی شي خو تر ټول ډېر قربانیان یې ماشومان دي چې په سختو مواردو کې د هغوی د فلج او یا هم مړینې لامل کېږي.
د پولیو مخنیوی یوازې د واکسین له لارې ممکن دی چې د نړۍ ډېرو هېوادونو په دې برخه کې لوی پرمختګونه کړي دي خو په ځینو سیمو کې لا هم د ناسمو باورونو او غلطو معلوماتو له کبله ماشومان له دې ژغورونکي واکسین څخه بې برخې کېږي.
په افغانستان کې هم د پولیو د له منځه وړلو لپاره پراخ کمپاینونه کېږي، خو د قومي مشرانو رول په دې برخه کې ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې د هغوی په مرسته کورنۍ هڅول کېږي څو خپل ماشومان واکسین کړي او له دې خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي شي.
سعید زابلی، له پولیو خلاص افغانستان