د پولیو واکسین ارزښت او د یوې معلولې نجلۍ د مور ترخه تجربه
رقیبه حمیدی
بدخشان، افغانستان (۱۵ وږی ۱۴۰۳) – د بدخشان مرکز فیض آباد په دویمه ناحیه کې، یوه بېوزله کورنۍ چې په خټینو دیوالونو او د لرګیو په چت پوښل شوي کور کې ژوند کوي، له زرګونو ستونزو او مشکلاتو سره مخ ده.
که څه هم دغه کورنۍ له بېوزلۍ او محرومیتونو سره ژوند تېروي، خو د دوی تر ټولو لویه ننګونه دا ده چې لس کلنه زینب یې د پولیو په ناروغۍ اخته شوې ده، دې ناروغۍ د هغې ژوند د تل لپاره بدل کړ، او اوس هغه له معلولیت سره مخ ده.
زینب د ۴۰ کلنې کاملې او ۵۴ کلن بشیر نهم اولاد دی، چې د ډېرو هیلو او خوښیو سره زیږېدلې وه، خو کله چې واکسیناتوران کلي ته راغلل، د زینب کورنۍ په کور کې نه وه، همدغه نشتون د دې سبب شو چې زینب د پولیو واکسین ترلاسه نه کړي.
د زینب مور په افسوس سره وایي، هیچا دا فکر نه کاوه چې زموږ دا نشتون به زموږ د لور په ژوند کې دومره لوی بدلون راولي.
هغې زیاته کړه: «زینب یو کلنه وه، چې سختې تبې ونیوله، ما ګومان کاوه چې ښایي کوم معمولي زکام به وي، خو تبه یې کمه نه شوه او روغتیايي حالت یې ورځ تر بلې خرابېده، څو ورځې وروسته یې زړه بدوالی او اسهال هم پیدا کړ، ما په وارخطایۍ سره د سره صلیب روغتون ته یووړه، له لومړنیو معایناتو وروسته ډاکټرانو راته وویل چې زینب په ګوزڼ اخته شوې، او دا ناروغي درملنه نه لري، له هغې وروسته زه ناهیلې شوم او د زینب درملنه مې نوره و نه کړه.»
اوس زینب لس کلنه ده او د بدن هیڅ غړی یې حرکت نه شي کولی، د هغې مور چې د هغې پالنه کوي، له اوښکو په ډکو سترګو وایي: «که زما لور فلج نه وای، اوس به د ښوونځي په پنځم ټولګي کې وه، د هغې دغه معلولیت مې تل ځوروي او زړه مې پرې درد کوي»
اوس زینب لس کلنه ده او د بدن هیڅ غړی یې حرکت نه شي کولی د هغې مور، چې د هغې پالنه کوي، له اوښکو په ډکو سترګو وایي: « که زما لور فلج نه وای، اوس به د ښوونځي په پنځم ټولګي کې وه، د هغې دغه معلولیت مې تل ځوروي او زړه مې پرې درد کوي» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رقیبه حمیدی
کامله چې هره ورځ د زینب خدمت کوي، په خواشینۍ سره وایي: «هر ځل چې زینب ته ګورم، زړه مې ماتیږي، خو د یوې مور په توګه، پرته له دې چې په هغې پاملرنه وکړم، بل څه نه شم کولی.»
له ټولو کړاوونو او ستونزو سره سره چې دا یې تجربه کوي، نورو مېندو ته یو روښانه پیغام لري، چې واکسین په ځانګړې توګه د پولیو واکسین، په جدي توګه په پام کې ونیسئ او خپل ماشومان واکسین کړئ، تر څو هغوی د زینب په برخلیک اخته نه شي.
هغه زیاتوي: «که مو په هغه ورځ زینب ته واکسین کړی وای، شاید نن به زموږ لور روغه وای، دا ترخه تجربه باید هره کورنۍ یې د یو جدي جسمي تاوان په توګه په پام کې ونیسي، واکسین کول یوازې فردي مسؤلیت نه دی، بلکې دا یو ټولنیز مسؤلیت دی چې د ټولنې د ډیرو خلکو ژوند ژغورلی شي».
زینب نهه وروڼه او خویندې لري، چې هر یو یې په یو نه یو ډول د هغې په پالنه او خدمت کې برخه اخلي.
د زینب مشره خور، ۲۵ کلنه فوزیه، وایي: «کله چې مي مور نه وي، زه د زینب پالنه کوم، هر ځل چې هغې ته ګورم، داسې احساسوم چې هغه غواړي راپاڅي او ولاړه شي، خو نه شي کولی، د خپلې خور دا حالت زما لپاره ډېر زړه بوږنوونکی دی».
فوزیه زیاتوي: «موږ ټول له زینب سره مینه لرو او د هغې لپاره هر څه چې زموږ له وسه پوره وي، کوو، خو موږ د هغې تېر نشو بدلولی، یوازې یو ساده واکسین کولای شوای چې د هغې ژوند له دایمي فلج څخه وژغوري».
د زینب او د هغې د کورنۍ کیسه یوازې د یو ناروغۍ کیسه نه ده؛ بلکې دا د واکسین د اهمیت او د واکسین نه کولو د بدمرغه پایلو یوه ژوندۍ بیلګه ده.
له ټولو کړاوونو او ستونزو سره سره چې دا یې تجربه کوي، نورو مېندو ته یو روښانه پیغام لري، چې واکسین په ځانګړې توګه د پولیو واکسین، په جدي توګه په پام کې ونیسئ او خپل ماشومان واکسین کړئ، تر څو هغوی د زینب په برخلیک اخته نه شي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رقیبه حمیدی
د زینب د ناروغۍ تر ستونزو ور هاخوا، دا کورنۍ د ژوند له نورو ننګونو سره هم مخ ده، بېوزلي او کمزوری اقتصاد، د زینب د درملنې لوړ لګښتونه، او ناوړه اقتصادي شرایط د دې لامل شوي چې د زینب پلار بشیر ډېر کار کولو ته اړ شي او د آرام او استراحت لپاره ډېر کم وخت ومومي.
زینب او د هغې کورنۍ خبر نه وو چې هغې به له داسې ناروغۍ او معلولیت سره مخ شي.
په بدخشان کې یو ټولنیز فعال، اورانوس محمدي، وایي: «پولیو لا هم د افغان ماشومانو لپاره یو لوی ګواښ دی، خو له نېکه مرغه دا ناروغي د مخنیوي وړ ده».
نوموړی زیاتوي: «د واکسین د اهمیت په اړه باید عامه پوهاوی زیات شي، ترڅو مور او پلار پوه شي چې د یو ساده واکسین له ورکولو سره کولای شي د خپلو ماشومانو راتلونکی خوندي کړي.»
د زینب په پولیو د اخته کېدو لس کاله تېر شوي، خو کورنۍ یې لا هم هڅه کوي چې یو ښه ژوند ولري، که څه هم زینب نه شي کولای د نورو ماشومانو په څېر ښوونځي ته لاړه شي یا لوبې وکړي، خو هغه اوس د نورو لپاره د ځواک، زغم، او تجربې یو سمبول ګڼل کېدای شي، د زینب کورنۍ د ټولو ستونزو او مشکلاتو سره سره هڅه کوي چې هغې ته یو ښه ژوند برابر کړي.
د زینب د ژوند دا رښتینې کیسه موږ ته راښيي چې یوه معمولي بېپروايي د ماشومانو او یوې کورنۍ ژوند د تل لپاره بدلولی او له ګڼو ستونزو سره مخ کولی شي.
له همدې کبله، د پولیو واکسین یو اړین ضرورت دی، چې نه یوازې د دایمي معلولیت مخه نیسي، بلکې د ټولنې وګړو ته د یوه ښه ژوند د برابرولو زمینه رامنځته کوي.
دا دردناک وضعیت د ټولنې، په ځانګړې توګه د مور، پلار او مسوول چارواکو پام دې ته را ګرځوي چې هیڅ ماشوم باید له دغه مهم فرصت څخه محروم نه شي، په دې برخه کې د ټولنې هر وګړی باید خپل انساني او دیني مسؤلیت ادا کړي.