• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو پر ضد د یوه خوستي ځوان نه‌ماتېدونکې مبارزه

Homepage د ساحې کیسې د پولیو پر ضد د یوه خوستي ځوان نه‌ماتېدونکې مبارزه

د پولیو پر ضد د یوه خوستي ځوان نه‌ماتېدونکې مبارزه

PolioFreeAfghanistan
فبروري 10, 2025
د ساحې کیسې

خوست، افغانستان (۱۰ کب ۱۴۰۳) – د خوست ولایت په اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې، چې یو وخت په‌کې ډېرو کورنیو خپل ماشومان نه واکسینول، د عظیم الله اشنا په نوم یو ځوان د پولیو واکسین د څو ټیمونو د همغږي کوونکي/ کوراډېنېټر په توګه ننګوونکې خو خورا مهمه دنده ترسره کوي.

نوموړی چې ۲۸ کاله عمر لري او د شېخ زاید پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغ شوی، له تېرو لسو کلونو راهیسې دغه درانه مسوولیت ته اوږه ورکړې ده.

هغه په خپلو هڅو د دې سیمې زرګونه ماشومان د پولیو ویروس له ګواښ څخه خوندي کړی او د هغوی راتلونکی یې روښانه کړی دی.

 

د مبارزې پیل

عظیم الله اشنا کلونه مخکې داسې مهال په دې ولسوالۍ کې د پولیو پر ضد د مبارزې لار ونیوله چې ګڼو کورنیو د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین د ارزښت په اړه پوهاوی نه درلود او د خپلو ماشومانو له واکسنیولو یې ډډه کوله.

نوموړی وايي: «هغه مهال ځینو خلکو نه یوازې دا چې خپلو ماشومانو ته یې واکسین نه ورکاوه، بلکې نورو ته یې هم د پولیو واکسین په اړه ناسم معلومات ورکول. خو ما پرېکړه وکړه چې دغه ډول ذهنیتونه بدل کړم.»

 

د خلکو د ذهنیتونو بدلون

د دې مبارزې لپاره، اشنا یوازې د واکسین پر تطبیق بسنه و نه کړه، بلکې د هر کمپاین پر مهال یې د جوماتونو له امامانو، قومي مشرانو او د سیمې له نورو نفوذ لرونکو وګړو سره د عامه پوهاوي ناستې جوړې کړې، هغوی ته یې علمي دلایل وړاندې کړل او له هغوی سره یې د هغو کورنیو کیسې شریکې کړې چې ماشومان یې د واکسین نه کولو له امله فلج شوي وو.

اشنا او د هغه ټیم ته دا کار آسانه نه و. کله ناکله به له مخالفتونو سره مخ کېدل او حتی د دوی پر وړاندې یې خنډونه جوړول؛ خو د دوی نه‌ ستړې کېدونکو هڅو کرار کرار نتیجه ورکړه.

اشنا او همکارانو یې هڅه کوله د هر انکار تر شا دلیل پیدا کړي؛ که کومه کورنۍ به اندېښمنه وه، نو هغوی به روغتیاپالان ورسره بوتلل. که کوم چا به له دیني اړخه شکونه درلودل نو د سیمې له علماوو به یې مرسته غوښته.

د دغو هڅو نتیجه دا شوه، چې د جنت ګل منګل د کورنۍ په څېر، چې کلونه یې د خپلو ماشومانو له واکسینولو انکار کاوه، بالاخره قانع شوه.

اوس جنت ګل د هر کمپاین پر مهال نه یوازې خپل ماشومان واکسینوي، بلکې خپل ګاونډیان هم هڅوي چې ماشومان واکسین کړي.

اشنا وايي: «کله چې موږ جنت ګل ته د پولیو خطرونه تشریح کړل نو باور یې راغی. اوس جنت ګل زموږ یو فعال ملاتړ کوونکی دی چې له موږ سره د عامه پوهاوي په ناستو کې ګډون کوي او خلکو ته د واکسین اهمیت بیانوي.»

همدارنګه، د حاجي حمید الله په نوم د سیمې یو بل مشر، چې یو وخت یې د واکسین په اړه شک درلود، د اشنا د دوامداره هڅو په پایله کې یې ذهنیت بدل شو. هغه د کمپاین په لومړۍ ورځ خپل لمسیان واکسین ته راوستل او له خلکو یې هم وغوښتل چې خپل ماشومان واکسین کړي.

په دې اړه په‌خپله حاجي حمیدالله وايي: «مخکې مې فکر کاوه چې ښايي واکسین زموږ ماشومانو ته زیان ورسوي، خو کله چې ما د پولیو له امله د فلج شوو ماشومانو کیسې واورېدې نو د واکسین په ارزښت پوه شوم. اوس زه په هر کمپاین کې له اشنا سره ملګری یم او خلکو ته توصیه کوم، چې د خپلو ماشومانو روغتیا جدي ونیسي او هغوی د پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.»

 

اشنا د پولیو پر ضد د مبارزې یوه ژوندۍ نمونه ده — یو ځوان چې د ټولنې د خیر لپاره یې خپلې شخصي آرامۍ ته شا کړې، او د ټولنې د ماشومانو د روغتیا لپاره یې خپل ژوند وقف کړی دی. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۳ لمریز

 

د یوه روښانه راتلونکي لپاره هیله

د عظیم الله اشنا او د هغه د ټیم نه‌ستړې کېدونکې هڅې د خوست ولایت په اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د پام وړ بدلون راوستی دی. د هغوی پر‌له‌پسې مبارزه د دې لامل شوه، چې د واکسین پر وړاندې مخالفت ورځ تر بلې کم شي او د پولیو ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

اوس د سیمې ماشومان، چې یو وخت د فلج له خطر سره مخ وو، له خپلو ملګرو سره په خوشحالۍ لوبې کوي، ښوونځیو ته ځي او د خپلو کورنیو د راتلونکي امیدونه بلل کېږي.

اشنا دغه بدلون ته په کتو وايي: «کله چې زه د کمپاین په ورځو کې ګورم چې والدین خپل ماشومان د واکسین لپاره راولي نو د ډېرې خوښۍ احساس کوم، زه فکر کوم چې زموږ د کلونو زحمت بې‌نتیجې نه‌دی. د هر ماشوم واکسینول لویه بریا راته ښکاري.»

د اشنا او د هغه د همکارانو سفر لا پای ته نه‌دی رسېدلی. هغه اوس هم د هر کمپاین پر مهال له خپل ټیم سره اوږه په اوږه د خلکو پوهاوی لوړوي، او ډاډ ترلاسه کوي چې هېڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نه‌شي.

د هغه هیله دا ده، چې یوه ورځ به افغانستان د پولیو له ویروسه پاک اعلان شي، او هر ماشوم د فلج له خطر پرته لوی شي.

اشنا د پولیو پر ضد د مبارزې یوه ژوندۍ نمونه ده — یو ځوان چې د ټولنې د خیر لپاره یې خپلې شخصي آرامۍ ته شا کړې، او د ټولنې د ماشومانو د روغتیا لپاره یې خپل ژوند وقف کړی دی.

«زه باور لرم چې که موږ ټول سره یو لاس شو، یوه ورځ به د پولیو ناروغۍ تاریخ ته وسپارو. هغه ورځ به زموږ د ټولو لپاره تر ټولو لویه بریا وي.»

مخکینۍ موضوع
زاهدالله همدرد؛ هغه ځوان چې ماشومان له پولیو ژغوري
بله موضوع
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,