• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

«د خپلو دوو پولیو ځپلو وروڼو درد و هڅولم چې له پولیو سره په لومړۍ کرښه کې مبارزه وکړم»

Homepage د ساحې کیسې «د خپلو دوو پولیو ځپلو وروڼو درد و هڅولم چې له پولیو سره په لومړۍ کرښه کې مبارزه وکړم»

«د خپلو دوو پولیو ځپلو وروڼو درد و هڅولم چې له پولیو سره په لومړۍ کرښه کې مبارزه وکړم»

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 4, 2024
د ساحې کیسې

رحمت الله مرجانخېل

غزني، افغانستان (۱۴ وږی ۱۴۰۳) – د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د جوی چهار سیمې اوسېدونکی ۲۸ کلن عطاء محمد هغه زیارکښ ځوان دی چې د خپلو دوو پولیو ځپلو وروڼو درد هڅولی څو د دې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لومړۍ کرښې ته ور ودانګي او د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار وکړي.

د پولیو ناروغۍ دا قربانیان چې یو یې ۱۴ او بل یې ۱۲ کاله عمر لري، په ماشومتوب کې د نه واکسنېدو له امله د پولیو په ناروغي اخته شوي چې له هغو څخه یې پر خپلو پښو د ګرځېدو توان اخیستی دی.

عطاء محمد وايي، د پولیو په ناروغۍ د اخته وروڼو سخت ژوند نه یوازې دی بلکې د کورنۍ ټول غړي ځوروي او همدې دردناکې تجربې دې ته هڅولی چې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار وکړي او د خپل هېواد نور ماشومان له دغه ناورین څخه وساتي.

هغه زیاتوي: «که خلک زما د پولیو ځپلو وروڼو او زموږ حالت وویني نو ډاډه یم چې هیڅکله به د خپلو ماشومانو له واکسینولو انکار و نه کړي.»

 

د پولیو ناروغۍ دا قربانیان چې یو یې ۱۴ او بل یې ۱۲ کاله عمر لري، په ماشومتوب کې د نه واکسنېدو له امله د پولیو په ناروغي اخته شوي چې له هغو څخه یې پر خپلو پښو د ګرځېدو توان اخیستی دی © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

د ده په خبره، په کلیوالي سیمو کې ډېر خلک خپل ماشومان نه واکسینوي او به دغه تړاو د ناسمو معلوماتو ښکار شوي چې له بده مرغه د ده کورنۍ هم همداسې وه.

ده وویل: «زما پلار او مور واکسین ته اهمیت نه ورکاوه او ماشومان یې نه واکسینول، خو موږ د دغه کار ډېر لوی قیمت ادا کړ، زما دوه وروڼه د نه واکسین کېدو له امله د پولیو په ناروغي اخته شول چې دواړه په پښو معلول شول او اوس د ژوند په ټولو چارو کې د نورو مرستې ته اړ دي.»

دی وايي، له همدې امله اوس نه یوازې د ده وروڼه سخت ژوند لري، بلکې د کورنۍ د نورو غړو ژوند یې هم سخت کړی دی.

خو دی زیاتوي، د پولیو واکسین کمپاینونو د یوه رضاکار په توګه هڅه کوي دا ډول ذهنیت بدل کړي چې په خپله دوه کلنه کاري موده کې لسګونه داسې کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته راضي کړې دي چې پخوا یې هغوی نه واکسینول.

عطاء محمد په دغه لړ کې خپله یوه خاطره بیانوي او وايي: «زما د مسوولیت په ساحه کې یوه پلار تل د خپلو ماشومانو له واکسینولو انکار کاوه، خو ما به د قناعت ورکولو په موخه هغه ته د خپلو پولیو ځپلو وروڼو سخت ژوند بیاناوه خو نه یې منله، بالاخره مې اړ کړ چې یوه ورځ یې له ځان سره کور ته راولم او خپل وروڼه له نږدې ور وښیم، کله چې یې زما د وروڼو وضعیت په خپلو سترګو ولید نو راضي شو چې خپل ماشومان واکسین کړي.»

 

د عطاء محمد او د هغه د دوو پولیو ځپلو وروڼو په ګډون د اتو اولادونو پلار ۵۸ کلن محمد رمضان وايي، د یوه پلار په توګه د خپلو پولیو ځپلو اولادونو راتلونکي ته اندېښمن دی © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

نوموړی ټینګار کوي چې خلک دې د دوی له حالته پند واخلي، د خپلو ماشومانو د واکسینولو په برخه کې دې ناغېړي نه کوي او هغوی دې په لوی لاس د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره نه مخ کوي.

د عطاء محمد او د هغه د دوو پولیو ځپلو وروڼو په ګډون د اتو اولادونو پلار ۵۸ کلن محمد رمضان وايي، د یوه پلار په توګه د خپلو پولیو ځپلو اولادونو راتلونکي ته اندېښمن دی.

هغه زیاته کړه: «له هغه مهاله چې زامن مې د پولیو په ناروغۍ اخته شوي، د درملنې په موخه مې پر ډېرو ډاکټرانو ګرځولي دي، ټولو همدا یوه خبره راته کړې ده چې درملنه یې ناشونې ده، زه چې د هغوی سخت ژوند ته ګورم نو ځان ملامتوم چې ولې مې هغوی په ماشومتوب کې نه واکسینول!؟»

نوموړی خپل وضعیت ته به کتو پر خلکو غږ کوي چې بې پروايي دې نه کوي او خپل ماشومان دې په منظم ډول واکسین کړي څو له پولیو خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.

پولیو، چې د ماشومانو د ګوزڼ په نوم هم پېژندل کېږي، یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې د پولیو ویروس له لارې خپرېږي.

دا ویروس د اعصابو په سیسټم برید کوي او په ډېرو سختو حالاتو کې د فلج یا معلولیت لامل کېږي، پولیو په ځانګړې توګه د هغو ماشومانو لپاره خطرناکه ده چې عمرونه یې تر ۵ کلونو کم وي، خو لویان هم ورباندې اخته کېدای شي.

 

عطاء محمد وايي، د پولیو په ناروغۍ د اخته وروڼو سخت ژوند نه یوازې دی بلکې د کورنۍ ټول غړي ځوروي او همدې دردناکې تجربې دې ته هڅولی چې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار وکړي او د خپل هېواد نور ماشومان له دغه ناورین څخه وساتي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

په غزني کې د عمومي داخله ناروغیو یو متخصص ډاکټر عبدالمجیب ملکزی وايي، پولیو ناروغي په نورو هېوادونو کې له منځه وړل شوې خو افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم دغه ناروغۍ د ماشومانو ژوند ګواښي.

دی زیاتوي، د پولیو ویروس په ډېرو پېښو کې له انتاني اوبو یا د ککړو خوراکي توکو له لارې انسان ته انتقالېږي او هغه کسان چې د پولیو واکسین یې نه وي ترلاسه کړی، ډېر په خطر کې دي.

نوموړي وویل، د دغې خطرناکې ناروغۍ د مخنیوي یوازینۍ مؤثره لاره د پولیو د واکسین تطبیق دی، د واکسین څو څاڅکي ماشومان د دغې ناروغۍ له خطره ژغورلای شي.

د عطاء محمد د دوو پولیو ځپلو وروڼو کیسه د ټولنې لپاره څرګنده بېلګه ده چې څنګه د واکسین نه کولو له امله د تل لپاره د پولیو ناروغۍ په سبب د معلولیت ښکار شول. د ماشومانو روغتیا ته پاملرنه یوه ډېره اهمه اړتیا ده، د پولیو واکسین یوازې څو ثانیې وخت نیسي خو د ماشومان له دغې ویجاړوونکې ناروغۍ څخه ساتي.

مخکینۍ موضوع
د هرات روغتیایي مرکزونه او له پولیو سره مبارزه
بله موضوع
د پولیو واکسین ارزښت او د یوې معلولې نجلۍ د مور ترخه تجربه

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,