د هغه پلار کیسه چې دوه اولادونه یې د پولیو په ناروغي اخته شوي دي
رحمت الله مرجانخېل
غزني، افغانستان (۶ وری ۱۴۰۳) – شاوخوا ۳۴ کلن محمد عبدالله د غزني هغه اوسېدونکی دی چې دوه اولادونه (زوی او لور) یې د پولیو/ ګوزڼ په ناروغي اخته شوي دي.
نوموړی چې د غزني ولایت له مرکز څخه ۲۵ کیلومتره لرې د دهیک ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د لیسانس تر کچې یې زده کړې کړې او دا مهال د غزني ښار په یوه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي.
د پنځو اولادونو (دوو هلکانو او دریو نجونو) دغه پلار وايي، د اولادونو له ډلې یې مشر زوی او مشره لور د پولیو په ناروغۍ اخته شوي چې د زوی یې ښی لاس او ښۍ پښه او د لور یې دواړې پښې فلج شوې دي.
محمد عبدالله په پولیو ناروغۍ د خپل زوی او لور کیسه داسې وکړه: «شاوخوا ۱۳ کاله مخکې مې هم د اوس په څېر د غزني ښار په یوه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده درلوده چې ډېر وخت به له کوره لرې وم خو کورنۍ مې د دهیک ولسوالۍ په یوه جګړه ځپلې سیمه کې پاتې وه، له بده مرغه هلته نژدې کوم روغتیايي کلینک نه و چې مېرمنې مې اولادونه د واکسین لپاره وروستلي وای، همدا د دې لامل شو چې زوی او لور مې شفیع الله او حسینه د پولیو په خطرناکه ناروغي اخته شي.»
د محمد عبدالله پولیو ځپلي زوی او لور (شفیع الله او حسینه) په خپل کور کې په لوبو بوخت دي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل
دی وايي، شفیع الله دوه کلن او حسینه یوه کلنه وه چې لومړی ورباندې شدیده تبه راغله، وروسته په اسهال اخته شول او ورسره جوخت د بدن دردونه هم ورته پیدا شول، د اولادونو دغه حالت دوی اړ کړل چې د درملنې لپاره یې ډاکټر ته بوځي.
د ده په خبره، ډاکټر که څه هم د ده اولادونو ته د تبې او اسهال درمل ورکړل خو ورته ویې ویل چې هغوی د پولیو په خطرناکه ناروغي اخته شوي او دا ناروغي درملنه نه لري.
هغه زیاته کړه، دا خبر د یوه پلار په توګه د ده لپاره خورا دردوونکی و خو بله چاره نه وه، اړ و دغه هر څه وزغمي.
دی وايي، کله چې خپل اولادونه ویني چې په سالمه توګه حرکت او فعالیت نه شي کولای نو سخت کړېږي.
ده وویل: «د اولادونو وضعیت د پولیو واکسین په ارزښت لا ډېر و پوهولم، له دې پېښې وروسته مې پاتې درې اولادونه – دوه زامن او یوه لور – د ماشومتوب په دوره کې نږدې هره میاشت په منظم ډول واکسینول چې هغوی شکر روغ او جوړ دي.»
محمد وايي، په دې وروستیو کې داسې احساس ورته پیدا شو څو د پولیو واکسین د هر کمپاین پر مهال خپل پولیو ځپلي اولادونه د پولیو واکسین رضاکارانو په ملتیا کور په کور وګرځوي څو په دې توګه خلکو ته پیغام ورکړي چې که خپل اولادونه واکسین نه کړي نو د ده د اولادونو په برخلیک به اخته شي.
محمد عبدالله د هر کمپاین پر مهال خپل پولیو ځپلي اولادونه د پولیو واکسین رضاکارانو په ملتیا کور په کور ګرځوي څو په دې توګه خلکو ته پیغام ورکړي چې که خپل اولادونه واکسین نه کړي نو د ده د اولادونو په برخلیک به اخته شي© له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل
ده وویل: «د ټولنې هر وګړي ته لازمه ده چې د ماشومانو د سالمې راتلونکې په خاطر د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې خپله برخه کار او مبارزه وکړي؛ دیني عالم دې له منبره، ښوونکی دې له ښوونځي، ځوانان او مشران دې له کور او کلي پیل وکړي څو هېواد او په ټوله کې نړۍ له پولیو ناروغۍ خلاص کړو.»
د پولیو واکسین رضاکار محب الله چې د واکسین شین بکس یې په غاړه کې و او د غزني ښار په یوه څنډه کې له محمد عبدالله او د هغه له پولیو ځپلي زوی شفیع الله سره یو ځای کورنیو ته د پوهاوي او ماشومانو ته د واکسین ورکولو په موخه کور په کور ګرځېدل، د نوموړي دا کار ستايي.
هغه زیاته کړه، که څه هم هوا سړه او باراني ده خو محمد عبدالله د خپل احساس له مخې حاضر شوی چې خپل پولیو ځپلی زوی له واکسیناتورانو سره یو ځای دروازه په دروازه وګرځوي څو هغه کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته وهڅوي چې د ناسمو معلوماتو له امله خپل ماشومانو ته واکسین نه ورکوي.
د ده په خبره: «په ټولنه کې د پولیو ناروغۍ له امله ډېری اغېزمن شوي کسان شته چې کولای شي په رضاکار ډول د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره یو ځای شي، څو خلک د دې بدمرغې ناروغۍ له زیانونو خبر کړي.»
د پولیو واکسین رضاکار محب الله د غزني ښار په یوه څنډه کې له محمد عبدالله او د هغه له پولیو ځپلي زوی شفیع الله سره یو ځای کورنیو ته پوهاوی او ماشومانو ته واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل
شاوخوا پنځوس کلن حاجي ګلان خان د غزني د پښتون اباد سیمې اوسېدونکی دی چې محمد عبدالله له نږدې پېژني.
دی وايي: «زه په داسې پلار صد افرین وایم چې په دې سړه هوا کې د وطن د ماشومانو د سالمې راتلونکې غم ورسره دی او له پولیو ناروغۍ څخه د هغوی د خوندیتوب په موخه یې خپل پولیو ځپلی زوی را ایستلی څو خلکو ته د واکسین ارزښت او د پولیو ناروغۍ ګواښ او خطر په ګوته کړي.»
ده وویل، د ټولنې هر وګړی باید د خپل توان په اندازه د ماشومانو د خوندیتوب په موخه د پولیو واکسین د ارزښت په اړه د خلکو د عامه پوهاوي په برخه کې برخه واخلي او خپلي ملي رسالت ادا کړي.