د پولیو نړیوالې ورځې په مناسبت د عامې روغتیا د وزیر ډاکټر قلندر عباد پېغام
په پیل کې د پولیو نړیوالې ورځې مبارکي درته وایم، دغه ورځ په نړیواله کچه د پولیو د له منځه وړلو د روانو هڅو په اړه د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه لمانځل کېږي، دا مهال په نړۍ کې د پولیو ویروس یواځې په افغانستان او پاکستان کې پاتې دی.
د پولیو نړیواله ورځ موږ ته را په زړه کوي چې د دغې بدمرغې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه کې مو څومره پرمختګ کړی او کومو کارونو ته لا اړتیا ده څو دا ناروغي په ګډه له نړۍ څخه ختمه کړو.
که څه هم سږ کال د هېواد په کچه د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوي دي، خو د تېرو څو کلونو په پرتله د پولیو په پېښو کې ډېر کمښت څرګندېږي، زه د پولیو پروګرام د لومړۍ کرښې له کارکوونکو د هغوۍ د زحمتونو له کبله د زړه له تله مننه کوم او ګرانو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې موږ د پولیو ناوړه ناروغۍ له منځه وړلو ته بشپړ ژمن یو.
په همدې توګه په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو هڅو کې د نړیوالو ادارو له ملاتړ او همکاریو منندوی یم.