د پولیو په ناروغۍ د اخته هراتي ځوان ورکې شوې هیلې
مرضیه فروتن
هرات، افغانستان (۷ کب ۱۴۰۲) – ۲۶ کلن امید حقجو په دوه کلنۍ کې د پولیو/ ګوزڼ په ناروغي اخته شوی چې د هغه یوه پښه یې فلج کړې او اوس د دوو لکړو په مرسته تګ کوي.
نوموړی په اصل کې د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو له تېرو څو کلونو راهیسې د هرات ښار په لویدیځ کې په یوه وروسته پاتې سیمه کې له خپلو والدینو، مېرمنې او دوو وړو اولادونو سره ژوند کوي.
حقجو چې په یوه خصوصي پوهنتون کې یې د لیسانس تر کچې زده کړې کړې، د پولیو ناروغۍ په پایله کې د ور پېښ معلولیت له امله له فزیکي فعالیتونو بې برخې دی، هغه غوښتل فوټبالیست شي خو دا چې یوه پښه یې فلج ده نو له خپلې دې هیلې بې برخې شوی دی.
امید حقجو چې د خپلو دوو ماشومانو تر منځ ناست و، په ډېر ارمان وویل، د ګوزڼ له امله په ټولنه کې له ډېرو محدودیتونو سره مخ یم، هیله مې لرله چې درملنه مې وشي او د نورو سالمو انسانانو په څېر کار او ورزش وکړم، خو دا چې د پولیو ناروغي درملنه نه لري، ټولې هیلې مې خاورې شوې دي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ مرضیه فروتن
دی وايي، کله چې هره ورځ په وجود روغ انسانان ویني نو سخت ناهیلی شي او دا ارمان ورته ودرېږي چې کاشکې دی هم د هغوی په څېر روغ وای.
هغه چې د خپلو دوو ماشومانو تر منځ ناست و، په ډېر ارمان وویل: «د ګوزڼ له امله په ټولنه کې له ډېرو محدودیتونو سره مخ یم، هیله مې لرله چې درملنه مې وشي او د نورو سالمو انسانانو په څېر کار او ورزش وکړم، خو دا چې د پولیو ناروغي درملنه نه لري، ټولې هیلې مې خاورې شوې دي.»
هغه زياته کړه: “خپل حالت ته په کتو چې کله وینم ځينې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین نه ورکوي نو سخت خواشینی شم، هغوی دې زما حالت ته وګوري چې په څومره کړاونو ژوند کوم، که د یوه روغ انسان پښې وتړل شي نو یو ګام هم نه شي اخیستلای خو زه له ۲۴ کلونو راهیسې له دغه حالت سره مخ یم.”
امید حقجو په دوه کلنۍ کې د پولیو/ ګوزڼ په ناروغي اخته شوی چې د هغه یوه پښه یې فلج کړې او اوس د دوو لکړو په مرسته تګ کوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ مرضیه فروتن
حقجو وويل، د واکسین د دوو څاڅکو په مرسته ماشومان له دایمي ګوزڼ څخه ژغورل کېږي، په همدغه بنسټ هیڅ یوه کورنۍ باید د خپلو ماشومانو په واکسینولو کې غفلت و نه کړي.
د هغه په وينا، پوليو یوه ساري ناروغي ده، که يو ماشوم ورباندې اخته شي نو د نورو ماشومانو ژوند ته هم ګواښ پېښولای شي، دا خورا ښه اسانتیا ده چې واکسیناتوران د هر چا د کور تر دروازې ورځي، ماشومان واکسینوي او د هغوی ژوند ژغوري.
د امید حقجو پلار ۶۲ کلن عبدالمجید وايي، زوی یې د واکسین نه کولو له امله د پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی.
نوموړي وویل: “زوی مې د دوو کلونو و چې سخت ناروغ شو او زوروره تبه ورته پیدا شوه، ډاکټر ته مې بوت، دوا یې ورکړه، خو له دریو ورځو وروسته متوجه شوم چې یوه پښه یې بې حسه شوې او حرکت نه لري، ورځ تر بلې یې پښه له حرکته لوېدله، کله چې مې بیا ډاکټر ته بوت نو راته ویې ویل چې له بده مرغه زوی دې فلج شوی دی.”
هغه زياته کړه، په پیل کې یې تصمیم ونیو چې خپل زوى د درملنې لپاره ايران يا پاکستان ته بوځي، خو ډاکټرانو ورته وويل چې دا ناروغي درملنه نه لري؛ دې خبرې نوموړی سخت ناهیلی کړ، موده وروسته یې خپل زوی د سره صليب روغتون ته بوت چې هلته ډاکټرانو پلاستیکي پښه ورته جوړه کړه او د تګ کولو لپاره یې لکړې ورکړې.
عبدالمجيد وويل: “که له یوې خوا مې زوی د پولیو په ناروغي د اخته کېدو له امله ډېرې سختۍ لیدلې دي، نو بل خوا زه هم د یوه پلار په توګه د هغه دغه حالت سخت ځورولی یم؛ هغه مهال کور په کور د پولیو واکسین اسانتیا نه وه، نو له همدې امله و نه توانېدو خپل زوی واکسین کړو چې په پایله کې هغه د پولیو په ناروغي اخته شو.”
هغه زياته کړه، پخوا ډېرو ماشومانو د شري، پوليو او ځينو نورو ناروغيو له امله خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو اوس د واکسينونو په راتلو د ماشومانو ژوند ژغورل شوى دى.
حقجو چې په یوه خصوصي پوهنتون کې یې د لیسانس تر کچې زده کړې کړې، د پولیو ناروغۍ په پایله کې د ور پېښ معلولیت له امله له فزیکي فعالیتونو بې برخې دی، هغه غوښتل فوټبالیست شي خو دا چې یوه پښه یې فلج ده نو له خپلې دې هیلې بې برخې شوی دی © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ مرضیه فروتن
په هرات کې د ماشومانو د ناروغيو متخصص ډاکتر غلام فاروق عظيمي وایي، د پوليو ويروس په وړاندې د ماشومانو واکسینولو په برخه کې هر ډول بې پروايي د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
هغه زياته کړه: “پوليو درملنه نه لري، که کوم ماشوم په دې ناروغۍ اخته شي نو د تل لپاره فلج کېږي، د پوليو ناروغۍ د مخنيوي يوازینۍ لار واکسين کول دي او هيڅ ماشوم بايد له واکسين څخه پاتې نه شي.”
ده وويل، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې د پوليو د مخنيوي لپاره واکسين او اړوندې نورې اسانتياوې شته، خو بیا هم د پولیو د مثبتو پېښو ثبتېدل په هیڅ توګه د زغم وړ نه دي.