له پولیو سره مبارزه؛ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د رضاکارانو هڅې
هلمند، افغانستان (۲۳ لړم ۱۴۰۳) – د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د عبدالکریم هڅې د ټولنې خدمت ته د ژمنتیا یوه بېلګه ده.
نوموړی چې ۴۰ کاله عمر لري له تېرو شاوخوا اوو کلونو راهیسې د خپل احساس له مخې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار کوي.
هغه وايي، د ټولنې د یوه غړي په توګه یې لیدل چې د سیمې ماشومان د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي او له دغه ناورین څخه د خلاصون لپاره باید هغوی ته واکسین ورسول شي؛ همدا هغه احساس و چې دی اړ کړ د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د یوه واکسنیناتور په توګه دنده پیل کړي.
د ده په خبره، د هغه دنده یوازې د ماشومانو واکسینول نه، بلکې خلک د پولیو ناروغۍ له زیانونو او د واکسین له ارزښت څخه خبرول هم دي.
عبدالکریم وايي: «له تېرو اوو کلونو راهیسې چې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار ته په توګه کار کوم، نه یوازې مې په زرګونو ماشومان د پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي، بلکې لسګونه هغه کورنۍ مې د خپلو ماشومانو واکسینولو ته هڅولې چې د ناسمو معلوماتو او شکونو ښکار شوي وو او د خپلو ماشومانو له واکسینولو یې ډډه کوله.»
ستونزې او بریاوې
په یوې داسې سیمه کې چې د خلکو د پوهې کچه ټیټه ده او ژر د ناسمو معلوماتو او اوازو تر اغېز لاندې راځي، له پولیو ناروغۍ سره مبارزه اسانه چاره نه ده.
عبدالکریم وايي، ډېر خلک د پوهې د کمښت او کره معلوماتو ته د نه لاسرسي له امله د پولیو واکسین په اړه د شکونو او اندېښنو ښکار کېږي او نه غواړي ماشومان یې واکسین شي.
د ده په خبره، دا چاره نه یوازې د دوی د کار پر وړاندې لوی خنډ دی، بلکې د پولیو ویروس خپرېدو ته یې لار هواره کړې ده چې پایله یې په دې وروستیو کې د پولیو د مثبتو پېښو ډېرېدل دي.
خو دی زیاتوي: «زه او زما په څېر نور رضاکاران زیار باسو د خلکو شکونه او اندېښنې لرې کړو، هغوی د پولیو ناروغۍ په زیانونو او د واکسین په ارزښت وپوهوو، څو د ټولو ماشومانو واکسینولو ته لار هواره شي او دغه ناروغي د تل لپاره له منځه لاړه شي.»
له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د رضاکارانو نه ستړې کېدونکې هڅې د قدر وړ دي، هغوی په اصل کې د ټولنې راتلونکی (ماشومان) له معلولیت څخه خوندي کوي. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی
په دې لار کې عبدالکریم یوازې نه دی، بلکې ګڼ شمېر نور رضاکاران هم په ورته ډول له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره زیار باسي.
یو له دغو رضاکارانو د عبدالکریم همکار سردار محمد دی چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د واکسیناتور په توګه دنده ترسره کوی.
دی وايي: «کله چې مې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د واکسیناتور په توګه دنده پیل کړه نو ډېرې کورنۍ نه حاضرېدلې چې خپل ماشومان واکسین کړي، ځکه هغوی د دې ناروغۍ په اړه ډېر معلومات نه درلودل، خو ما او زما همکارانو هڅه وکړه هغوی ته په دې اړه پوهاوی ورکړو.»
سردار محمد زیاتوي، د پخوا په پرتله اوس ډېر بدلون راغلی دی، ډېر خلک د پولیو واکسین په ارزښت پوه شوي او خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوي.
خو دی دا هم وايي چې لا ډېر کار ته اړتیا ده څو ټول خلک د پولیو ناروغۍ په زیانونو او د واکسین په ارزښت وپوهول شي او په دې توګه تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسېږي او بالاخره دا ناروغي له هېواده ورکه شي.
له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د رضاکارانو نه ستړې کېدونکې هڅې د قدر وړ دي، هغوی په اصل کې د ټولنې راتلونکی (ماشومان) له معلولیت څخه خوندي کوي.
خو یوازې د هغوی هڅې بسنه نه کوي، د پولیو خطرناکې ناروغۍ له منځه وړل زموږ د ټولو ګډ مسوولیت دی. راځئ خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړو او نورو ته هم د دغه حیاتي ګام اخیستو سپارښتنه وکړو.
موږ ټول په ګډه کولای شو خپل هېواد له دغه خطرناک آفت څخه وژغورو او خپلو راتلونکو نسلونو ته روغ، سالم او روښانه راتلونکی ډالۍ کړو.
سعید زابلی، له پولیو خلاص افغانستان