• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د «رحمانې حسیني» هڅې

Homepage د ساحې کیسې له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د «رحمانې حسیني» هڅې

له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د «رحمانې حسیني» هڅې

PolioFreeAfghanistan
مارچ 12, 2024
د ساحې کیسې

رحمت الله مرجانخېل

غزني، افغانستان (۲۲ کب ۱۴۰۲) – «که زما په سیمه کې یو ماشوم هم د پولیو په ناروغي اخته شي نو د یوه انسان په توګه یې په مسوولیت کې ځان شریک ګڼم.»

دا د غزني ښار د یوې اوسېدونکې ۲۸ کلنې رحمانې حسیني خبرې دي چې د خپل ژوند ډېره برخه یې د انسانیت خدمت ته ځانګړې کړې ده.

هغه چې خړ رنګ حجاب یې اغوستی او تور ماسک یې اچولی، د خپل کشر ورور او یوې بلې همکارې په ملتیا د غزني ښار اړوند په پښتون اباد او قلعه نو سیمو کې په هغو کورنیو پسې کوڅه په کوڅه ګرځي چې د پولیو واکسین په اړه د ناسمو معلوماتو ښکار شوې او خپل ماشومان نه واکسینوي.

دا دغو کورنیو ته د پولیو واکسین د ارزښت په اړه پوهاوی ورکوي او هغوی هڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي څو له پولیو وژونکې او فلجوونکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.

رحمانه حسیني وايي، د خپلو دوو خویندو او دوو وروڼو مشره خور ده چې خپلې زده کړې یې تر نیمه عالي کچې رسولې او له قابله ګۍ فارغه شوې ده.

د دې په خبره، په روغتون کې د قابلې په توګه دنده ورته پیدا شوه خو د خپل احساس له مخې یې د ماشومانو د خوندیتوب په موخه د پولیو له منځه وړلو په برخه کې د سوشل موبلایزرې/ مبلغې په توګه کار کولو ته ارزښت ورکړ او شاوخوا درې میاشتې کېږي چې دا دنده مخ ته وړي.

 

رحمانه حسیني د غزني ښار اړوند په پښتون اباد او قلعه نو سیمو کې کور په کور ګرځي او کورنۍ هڅوي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي څو له دغې وژونکې او فلجوونکې ناروغۍ څخه وژغورل شي ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ رحمت الله مرجانخېل

 

دا وايي: «ویاړم چې د پولیو پروګرام د یوې مبلغې په توګه کار کوم او دا جوهر په ځان کې وینم څو کورنیو ته قناعت ورکړم چې د پولیو واکسین یې د ماشومانو د روغ راتلونکي لپاره ګټور دی.»

د دې په خبره، په دې موده کې توانېدلې ۱۵ هغه کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته راضي کړي چې د ناسمو معلوماتو او نه پوهاوي له امله یې مخکې خپل ماشومان نه واکسینول.

حسیني په دې برخه کې د هغې کورنۍ یادونه وکړه چې په دې وروستیو کې له کندهار څخه غزني ته راکډه شوې او له کلونو راهیسې یې د پولیو واکسین بد ګاڼه او خپل ماشومان یې نه واکسینول.

نوموړې وویل: «دغې کورنۍ څو ځلې د پولیو واکسین رضاکاران له خپلې دروازې شړلي وو او ویل یې موږ خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوو، بیا زه د خپلې همکارې په ملتیا دوه ورځې پر له پسې دغه کور ته ورغلم، د کورنۍ له مشرانو سره مو ډېرې خبرې وکړې، هغوی ته مو د پولیو واکسین ګټې بیان کړې او بالاخره مو راضي کړل چې خپل ماشومان واکسین کړي.»

دا وايي، له پولیو واکسین څخه انکاري کورنیو ته د قناعت ورکولو په موخه له څو ډوله کړنلارو کار اخلي، لومړی د پولیو واکسین ګټې ورته بیانوي او بیا د پولیو ناروغۍ د زیانونو په اړه معلومات ورکوي، ځکه ډېرې دغه راز کورنۍ د واکسین په اړه معلومات نه لري او یا هم په دې تړاو د ناسمو معلوماتو او اوازو ښکار شوي وي.

حسیني زیاتوي، که څه هم د دندې پر مهال د ځینو کورنیو له لوري له ناسمې رویې سره مخ کېږي خو دې ته بیا خوشحالېږي چې انکاري کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته راضي کوي.

نوموړې وايي، د خپل هېواد د ماشومانو د خوندیتوب او غوره راتلونکې لپاره هڅې خپله دنده ګڼي، که په سیمه کې یو ماشوم هم د پولیو په ناروغي اخته کېږي نو د یوه انسان په توګه یې په مسوولیت کې ځان شریک ګڼي.

د دې په خبره، د ټولنې د هغو وګړو په لیدو سخته ځورېږي چې په ماشومتوب کې د والدینو د بې غورۍ له امله د پولیو ناروغۍ اخته شوي او معلول شوي وي، دغسې کسان هم د خپلو کورنیو او هم د ټولنې د اوږو بار وي.

دا پر والدینو غږ کوي چې که غواړي ماشومان یې د پولیو په وژونکې او فلجوونکې ناروغۍ اخته نه شي نو هغوی ته دې په منظم ډول د پولیو واکسین ورکړي، ځکه دا ناروغي علاج نه لري او مخینوی یې یوازې د واکسین په وسیله ممکن دی.

 

رحمانه حسیني د یوې انکارۍ کورنۍ له مشر سره خبرې کوي او هغه راضي کوي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ رحمت الله مرجانخېل

 

شاوخوا پنځوس کلن نظر محمد د هغې کورنۍ مشر دی چې په دې وروستیو کې له کندهاره غزني ته راکډه شوی او د رحمانې حسیني د هڅو په پایله کې د خپلو ماشومانو واکسینولو ته راضي شوی دی.

هغه چې د اوو اولادونو پلار دی، وايي: «موږ په یوې داسې سیمه کې ژوند کاوه چې هلته سختې جګړې وې او له همدې امله د پولیو واکسین رضاکاران ډېر کم راتلل، له بلې خوا د خلکو د پوهې کچه هم ټيټه وه، زما په شمول ډېرو فکر کاوه چې واکسین ماشومانو ته د ګټې پر ځای زیان اړوي.»

دی زیاتوي، کله چې د یو څه په اړه معلومات نه لرې نو معلومه خبره ده چې باور کول سخت وي، خو کله چې رحمانه حسیني له خپل ټیم سره د ده کور ته ورغله او ده ته یې له روغتیايي او اسلامي اړخه د واکسین ګټې بیان کړې نو راضي شو چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د ده په خبره، خوښ دی چې په دې موده کې یې ماشومان د پولیو په خطرناکه ناروغي نه دي اخته شوي او د رحمانې حسیني په زیار یې د پولیو واکسین په اړه غلط فهمي لرې شوې ده.

نظر محمد وویل: «اوس چې د واکسین په ارزښت پوه شوی یم، د کورنیو له مشرانو غواړم چې د خپلو ماشومانو په اړه دې بې پروايي نه کوي او وخت په وخت دې یې واکسین کړي څو له پولیو خطرناکې ناروغۍ خوندي پاتې شي.»

مخکینۍ موضوع
د پولیو واکسین رضاکارانې: د پولیو ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره مبارزه کوو
بله موضوع
مختار: غوښتل مې د والیبال لوبغاړی شم خو پولیو مې دا ارمان پوره کېدو ته پرېنښود

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,