له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره د یوې مور هڅې
رقیبه حمیدي
بدخشان، افغانستان (۲۶ سلواغه ۱۴۰۲) – د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد اوسېدونکې ۲۶ کلنه شکیبا حکیمي د پولیو واکسین کمپاین یوه تکړه رضاکاره ده چې د کمپاین په ورځو کې خپل ماشومان خپلې مور ته پرېږدي څو تر نورو ماشومانو د پولیو واکسین ورسوي او هغوی په دې ناروغۍ له اخته کېدو وژغوري.
نوموړې تر دوولسم ټولګي خپلې زده کړې د نجونو په دویم شمېره لیسه او د قابلهګۍ زده کړې په پامیر بدخشان انسټیټوټ کې بشپړې کړې او له تېرو لسو کلونو راهیسې د پولیو واکسین کمپاین د رضاکارې په توګه کار کوي.
هغه هره ورځ ۷:۳۰ بجې د خپل تور رنګ حجاب له اغوستلو وروسته د واکسین شین بکس اوږې ته اچوي او له کوره راوځي او بیا تر مازدیګره د خپل مسوولیت په ساحو «شنګ غنی»، «خرقه جان» او «الچه بافي ګذر» کلیو کې کور په کور ګرځي څو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.
شکېبا وايي: «دا چې زه د افغانستان د اینده سازانو (ماشومانو) د ژوند د خوندیتوب لپاره په رضاکارانه ډول زحمت باسم،
زما خاوند انعام الله او کورنۍ مې ډېر خوشحاله دي او تل مې دغه کار ته هڅوي.»
شکېبا هره ورځ ۷:۳۰ بجې د خپل تور رنګ حجاب له اغوستلو وروسته د واکسین شین بکس اوږې ته اچوي او له کوره راوځي او بیا تر مازدیګره د خپل مسوولیت په ساحو «شنګ غنی»، «خرقه جان» او «الچه بافي ګذر» کلیو کې کور په کور ګرځي څو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ رقیبه حمیدي
دا چې نوموړې په خپله هم د دریو سر او نیم سر ماشومانو (اووه کلن احمد شیوا، څلور کلنې صالحې او دوه نیم کلن احمد شعیب) مور ده، خوشحاله ده چې د خپلو ماشومانو تر څنګ نورو ماشومانو ته هم د پولیو واکسین رسوي.
هغې زیاته کړه: «خپلې دندې ته د لېوالتیا او ژمنتیا له مخې ان ډېرې ورځې د سهار چای له خوړلو پرته له کوره وځم څو ډېر ماشومان واکسین کړم.”
هغې زياته کړه، څومره چې له خپلو ماشومانو سره مينه لري، هومره د هېواد له نورو ماشومانو سره هم لري ځکه خو د هغوى روغتيا ورته مهمه ده او هڅه کوي د هغوی د خوندیتوب په موخه ور سپارل شوې دنده له ستړیا پرته په ښه توګه مخ ته یوسی.
د دې په خبره، د خپل کار له امله د ماشومانو تر منځ دومره پېژندل شوې چې ان ډېر د شا له خوا نارې پسې وهي چې خاله راشه موږ ته واکسین راکړه.
دا وايي، د ماشومانو دا کړنه یې د خوښۍ لامل کېږي خو هغه مهال بیا سخته خپه کېږي چې ویني د کورنیو ځینې مشران د خپلو ماشومانو له واکسنولو ډډه کوي.
شکېبا یوه نوي زېږېدلي ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ رقیبه حمیدي
دې وویل: «هڅه کوم د کورنیو دغسې مشرانو ته د واکسین ګټې بیان کړم او هغوی راضي کړم چې خپل ماشومان د پولیو خطرناکې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.»
په بدخشان کې د ماشومانو د ناروغیو متخصصه ډاکټر زرغونه ساپۍ انوري د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د پولیو واکسین د رضاکارانو هڅې د ډېرې ستاینې وړ بولي او له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو په واکسینولو له هغوی سره همکاري وکړي.
دا وايي، د پولیو ویروس خطرناک دی چې له پنځو کلونو د کم عمر د ماشومانو د مړینې یا فلج لامل کیږي.
د هغې په وينا، د پوليو واکسين دوه څاڅکي چې د کمپاین پر مهال په کورونو او یا نورو وختونو کې په روغتيايي مرکزونو کې ماشومانو ته ورکول کېږي، د دې وژونکې ناروغۍ د مخنیوي یوازینۍ وسیله ده.