• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د یوه روغ راتلونکي پیل: کله چې کورنۍ پر واکسین باور کوي

Homepage د ساحې کیسې د یوه روغ راتلونکي پیل: کله چې کورنۍ پر واکسین باور کوي

د یوه روغ راتلونکي پیل: کله چې کورنۍ پر واکسین باور کوي

PolioFreeAfghanistan
دسمبر 14, 2024
د ساحې کیسې

بدخشان، افغانستان (۲۴ لېندۍ ۱۴۰۳) – د بدخشان په مرکز فیض‌اباد کې یو سوړ او آرام سهار پيل شوی، اسمان شین او روښان دی، له غرونو څخه را الوتونکی نرم باد د خلکو په زړونو کې د هیلو څرک ژوندی ساتي.

په دې هیله بخښونکې ورځ د بدخشان ولایتي روغتون د هغو کورنیو د راتګ شاهد دی چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته یې لومړیتوب ورکړی دی.

د واکسیناسیون د څانګې مخې ته د مېندو اوږده کتارونه لیدل کېږي چې ماشومان یې یا په غېږو کې دي او یا یې هم له لاسونو نیولي دي. د هغوی سترګې له هیلو ډکې دي او هره یوه د یوې لویې موخې لپاره راغلې ده: له پولیو او نورو وقایې وړ ناروغیو څخه د خپلو ماشومانو ژغورل.

 

هیله بخښونکې واکسیناتوره

د کریمې حبیبي په نوم یوه ۳۰ کلنه فعاله واکسیناتوره، د دغه روغتون د واکسیناسیون څانګې په دروازه کې د میندو او ماشومانو هرکلی کوي او هغوی په نوبت دننه ور بولي. هغه چې له تېرو اتو کلونو راهیسې په دغه روغتون کې دنده ترسره کوي، هره ورځ سلګونه ماشومان واکسینوي.

کریمه وايي: “له ماشومتوبه مې په زړه کې دا هیله وه چې خلکو ته خدمت وکړم، همدا مینه وه چې زه یې واکسیناتوره کړم.”

هغه یوازې د پولیو واکسین نه تطبیقوي، بلکې مراجعینو ته د شري، تیتانوس، ژیړي، تورې ټوخلې، کرونا او نورو ناروغیو واکسین هم ورکوي.

د دې ترڅنګ، هغه میندو ته د روغتیا ساتنې او واکسین د اهمیت په اړه معلومات هم ورکوي، څو هغوی وکړای شي د خپلو ماشومانو غوره ساتنه او پالنه وکړي.

کریمه زیاتوي: “متأسفانه، ځینې کورنۍ د واکسین منلو ته چمتو نه دي، خو کله چې بیا داسې کورنۍ وینم چې د ماشومانو روغتیا ورته مهمه ده او هغوی په منظم ډول د واکسین لپاره راولي، نو ټوله ستړیا مې ورکه شي.”

کریمه والدینو ته ساده خو ژور پیغام لري: “د خپلو ماشومانو روغتیا لپاره وخت ځانګړی کړی او هغوی د واکسین لپاره روغتیایي مرکزونو ته بوځئ. دا یوه کوچنۍ خو خورا مهمه کړنه ده چې د هغوی د روښانه راتلونکي لپاره یې ترسره کولای شئ.”

 

د واکسیناسیون د څانګې مخې ته د مېندو اوږده کتارونه لیدل کېږي چې ماشومان یې یا په غېږو کې دي او یا یې هم له لاسونو نیولي دي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

هغه میندې چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته لومړیتوب ورکوي

د انتظار په کتار کې د فاطمې په نوم یوه ۲۷ کلنه ښځه له خپلې درې کلنې لور مریم سره لیدل کېږي. هغه له ریګي کلي څخه راغلې او هدف یې د خپلې لور واکسینول دي.

فاطمه وايي: “زموږ د ګاونډ مېرمنو خپل ماشومان دلته د واکسین لپاره راوستل، نو ما هم پرېکړه وکړه چې له هغوی سره یوځای شم او خپله لور دغه روغتون ته راولم، څو د پولیو په شمول ټول اړین واکسینونه ترلاسه کړي.”

هغه زیاتوي، د دوی په کلي کې د پولیو واکسین کمپاینونه کم ترسره کېږي، نو له همدې امله یې اوږده لار ووهله: “د مریم روغتیا او ښه والی زما لپاره خورا مهم دی. زه هره سختي زغمم، څو هغه خوندي وساتم.”

۳۳ کلنه بهشته بیا له خپل دوه کلن زوی یاسین سره له شورابک کلي څخه ولایتي روغتون ته راغلې ده.

هغې وویل چې یاسین دوه ځله د پولیو په کمپاینونو کې واکسین شوی، خو د دغه واکسین مودې بشپړولو لپاره یې اړینه وګڼله څو روغتیایي مرکز ته لاړه شي: “اوږده لار او د سفر لګښتونه واقعاً سخت وو، خو د روغتون د کارکوونکو ښه چلند او وړیا خدماتو ټولې سختۍ آسانې کړې.”

 

د بدخشان ولایتي روغتون: د ماشومانو د روغتیا د خوندیتوب مرکز

د بدخشان ولایتي روغتون مسئول ډاکټر شفیق همدرد په ویاړ د خپل ټیم د هڅو په اړه خبرې کوي: “دا روغتون د یونیسف په ملاتړ جوړ شوی او وړیا روغتیایي خدمات وړاندې کوي. د واکسین څانګه د روغتون یوه له مهمو برخو ده چې د سیمې د ماشومانو په روغتیا کې لویه ونډه لري.”

هغه ټینګار کوي چې د واکسین د اهمیت په اړه د والدینو پوهاوی د دوی د خدماتو د بریا کیلي ده: “والدین باید پوه شي چې واکسین د دوی د ماشومانو حق دی. دا خدمات او پروګرامونه هغه وخت بریالي کېږي چې ټولې کورنۍ دا اهمیت درک کړي.”

د ډاکټر شفیق وروستی پیغام هیله بخښونکی دی: “زموږ ماشومان زموږ راتلونکی دی. راځئ د واکسین په وسیله هغوی ته روغ او سالم راتلونکی جوړ کړو.”

 

واکسین کول یو ساده خو اړین ګام دی چې د بدخشان ماشومانو لپاره یو روغ او خوندي راتلونکی تضمینوي او هغوی له خطرناکو ناروغیو څخه ژغوري. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

پایله

د بدخشان ولایتي روغتون د ماشومانو لپاره یوازې د روغتیا یو پناه‌ځای نه دی، بلکې د کورنیو لپاره د هیلو یوه سرچینه هم ده.

هره مور چې خپل ماشوم دلته راولي، یوازې یوه هیله لري: له مخینوي وړ ناروغیو څخه د هغه خوندیتوب.

د روغتون ټیم په ډېرې ژمنتیا او نه ستړي کېدونکي ډول د دغو هیلو د پوره کېدو لپاره کار کوي.

واکسین کول یو ساده خو اړین ګام دی چې د بدخشان ماشومانو لپاره یو روغ او خوندي راتلونکی تضمینوي او هغوی له خطرناکو ناروغیو څخه ژغوري.

رقیبه حمیدي، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
د پولیو واکسین په وړاندې د انکار له منځه وړلو لپاره د جاوید رووفي هڅې
بله موضوع
د پولیو واکسین: د ماشومانو د راتلونکي د خوندیتوب لپاره د مېندو او واکسیناتورانو هڅې

اړوند مطالب

یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴) – د خوږیاڼو ولسوالۍ د...

فلج پښې، ویښ ذهن؛ د نیازمحمد خبرداری!

«زه نه‌غواړم یو ماشوم هم هغه درد تجربه کړي، چې...

وروستي پوسټ

  • یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم ملي کمپاین پیل شو
  • فلج پښې، ویښ ذهن؛ د نیازمحمد خبرداری!
  • د بدلون استازی: فرمان‌الله د ماشومانو د روغتیا په لومړۍ کرښه کې
  • عبدالرحیم؛ په پکتیکا کې له پولیو سره د مبارزې یو ژمن رضاکار
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 31, May
یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه
دوشنبه, 26, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم ملي کمپاین پیل شو
سه شنبه, 20, May
فلج پښې، ویښ ذهن؛ د نیازمحمد خبرداری!
پنجشنبه, 15, May
د بدلون استازی: فرمان‌الله د ماشومانو د روغتیا په لومړۍ کرښه کې
شنبه, 10, May
عبدالرحیم؛ په پکتیکا کې له پولیو سره د مبارزې یو ژمن رضاکار
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

Welcome back,