• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

په هرات کې د پولیو واکسین په کمپاین کې د ښځینه واکسیناتورانو فعاله ونډه

Homepage اتل په هرات کې د پولیو واکسین په کمپاین کې د ښځینه واکسیناتورانو فعاله ونډه

په هرات کې د پولیو واکسین په کمپاین کې د ښځینه واکسیناتورانو فعاله ونډه

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 24, 2023
اتل

مرضیه فروتن


هرات، افغانستان (۲ لړم ۱۴۰۲): د سلیمې رسولي په نوم یوه اتلس کلنه واکسیناتوره په هرات ښار کې د یوه کور سور رنګ لرونکې دروازه ټکوي او د کورنۍ له مشرانو غواړي چې خپل ماشومان د پولیو/ ګوزڼ د دوه څاڅکي واکسین لپاره دباندې را وباسي.

هغه چې تورې جامې یې اغوستې، شین پړونی یې پر سر دی او تور ماسک یې اچولی، د واکسین صندوق په څنګ کې کوڅه په کوڅه په ماشومانو پسې ګرځي څو له واکسینه پاتې نه شي.

سلیمه رسولي وايي، موخه یې دا ده چې تر مسوولیت لاندې سیمو کې یې هیڅ ماشوم د ګوزڼ له واکسین څخه بې برخې نه شي.

هغې زیاته کړه: «په خپله هم کوچنۍ خور او کوچنی ورور لرم، ټولو ماشومانو ته د خپلو وروڼو او خویندو په سترګه ګورم، کور په کور ګرځم او ټول له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان واکسینوم، که ځینې ماشومان له خپلو کورنیو سره په مېلمستیا تللې وي، په وار وار هغو کورونو ته ورځم او تر هغه چې ټول غیرحاضر ماشومان مې نه وي واکسین کړي، کور ته نه ستنېږم.»

نوموړې وایي، د ماشومانو ژوند دې ته ډېر ارزښت لري او نه پرېږدي چې هغوی د ګوزڼ د وژونکي ویروس په دام کې ګېر شي.

دې وویل: «که یو ماشوم د پولیو له واکسینه پاتې شي، د سیمې د ټولو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، زما تر مسوولیت لاندې سیمو کې هیڅ ماشوم له واکسین څخه نه پاتې کېږي، ځکه بیا بیا یې کورونو ته ورځم او چې هر څنګه کېږي ماشومان واکسینوم.»

د رسولي په خبره، ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو له واکسینونو سره مخالفت کوي خو دا او د دې نورې همکارانې د دغو کورنیو له مشرانو سره خبرې کوي او هغوی قانع کوي چې خپل د پنځو کلونو د کم عمر ماشومان واکسین کړي.

دا وايي، ان د ځینو کورنيو ځينې نارينه او ښځې د خپلو ماشومانو د واکسين کولو پر وړاندې مقاومت کوي، دا او د دې نورې همکارانې ګواښي.

د هرات اوسېدونکي د ښځینه واکسیناتورانو د دغه راز فعالیتونو هرکلی او ستاینه کوي.

۵۵ کلنه حلیمه چې د دریو ماشومانو انا ده، خپل درې واړه لمسیان یې د کور مخې ته را ایستلي وو چې د ښځینه واکسیناتورانو له لوری د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکړل شو.

هغې وویل، د نارینه واکسیناتورانو په پرتله له ښځینه واکسیناتورانو سره ډېره هوسا ده، له هغوی سره په اسانۍ خبرې کوي او کور ته د ننوتو اجازه ورکوي.

دې زیاته کړه: «له نارینه واکسیناتورانو سره په اسانۍ خبرې نه شو کولای او نه هم ماشومان د واکسین لپاره ورته را ایستلای شو، ځکه زموږ د کور نارینه د دې کار اجازه نه راکوي خو د ښځینه واکسیناتورانو په برخه کې هیڅ ستونزه نه لرو.»

نوموړې وايي: «خوشحاله یم چې لمسیان مې د کمپاین په هر پړاو کې د ښځینه واکسیناتورانو له لوري واکسین کېږي، د پولیو واکسین زموږ ماشومان له ګوزڼ او معلولیت څخه ژغوري، څو یوه روښانه او سالمه راتلونکې ولري.»

هغې له ټولو مېندو وغوښتل چې خپل ماشومان د هر کمپاین پر مهال واکسین کړي څو د ګوزڼ له خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې د پولیو واکسین ۹۵ سلنه کمپاین د ښځینه واکسیناتورانو له خوا پر مخ وړل کېږي.

د دغه ریاست مرستیال ډاکټر محمد اصف کبیر وویل، په هرات کې ۱۱۰۰ ښځینه واکسیناتورانې په کار بوختې دي او په دغه ولایت کې د پولیو واکسین کمپاین د ۱۰۰ سلنه تطبیق کې د دوی ونډه خورا مهمه ده.

ده زیاته کړه: «په ولسوالیو او لرو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین د نارینه واکسیناتورانو له خوا مخ ته وړل کېږي خو په هرات ښار کې ښځینه واکسیناتورانې دغه بهیر په ډېره ښه توګه پر مخ وړي، دوی په اسانۍ کورونو ته ورتلای شي، ناروغ او نوي زېږېدلي ماشومان واکسینولای شي.»

دغه راز ده وویل، ښځینه واکسیناتورانو د کور په کور واکسین پلي کولو پروسه ممکنه کړې ده، په تېرو وختونو کې چې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د ښځینه واکسیناتورانو ونډه کمه وه، یوه برخه ماشومان د ټولنیزو محدودیتونو او د کورنیو د ممانعت له امله له واکسین څخه پاتې کېدل.

کبیر وویل، له ټولنیزو ننګونو او محدودیتونو سربېره ښځینه واکسیناتورانې خپلې دندې په ښه اراده او انګېزه ترسره کوي.

څو اوونۍ وړاندې د هېواد په کچه د پولیو سرتاسري کمپاین ترسره شو چې د هرات ولایت په ګډون په لوېدیځ زون کې د ښځینه او نارینه واکسیناتورانو په مټ ۱ میلیون او ۲۵۰ زره ماشومان واکسین شول چې ډېرو ته یې د واکسین تر څنګ د معدې د چنجي ګولۍ هم ورکړل شوې.

مخکینۍ موضوع
د پولیو په تړاو د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرښې پورې غاړې د همغږۍ غونډه جوړه شوه
بله موضوع
د پولیو نړیوالې ورځې په مناسبت د عامې روغتیا د وزیر ډاکټر قلندر عباد پېغام

اړوند مطالب

د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه

لوګر، افغانستان (۶ وری ۱۴۰۴) – کله چې د سهار...

لینا همدرد؛ په تخار کې د پولیو په وړاندې د مبارزې اتله

تخار، افغانستان (۴ مرغومي ۱۴۰۳) – په تالقان کې په...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,