د اسلامي لارښوونو په پلي کولو د وبايي ناروغیو وقایه او مخنیوی
مفتي شمس الرحمن فروتن
د اسلامي مشورتي ډلې مسوول
لومړۍ برخه
وقایوي طب له ټولنیز فرهنګ او دین سره خورا نږدې او قوي اړیکه لري او له نېکه مرغه اسلامي تعلیمات له وقایوي ارزښتونو ډک دي. په دې وروستیو کې طب ځینې لارې چارې په ګوته کړې چې په وسیله یې کېدای شي د ناروغیو وقایه او مخنیوی وشي او اوس یې دا حقیقت موندلی چې د ځینو لارو چارو په عملي کولو د ناروغیو او د هغو د لېږد یا خپرېدو مخنیوی کېدای شي. خو د اسلام سپېڅلي دین شاوخوا څوارلس سوه کاله پخوا همدا وقایوي لارښوونې کړې او هغه یې د دین او اسلامي ارزښتونو برخه ګرځولې ده.
د اسلام سپېڅلی دین خلک پاکوالي او نظافت ته هڅوي او خپل لارویان د وبايي ناروغیو وقایې او مخنیوي ته رابولي خو له بده مرغه ډېر مسلمانان له دغو لارښوونو او ارزښتونو څخه خبر نه دي او وقایوي اصولو ته پام نه کوي چې په پایله کې په ناروغیو اخته کېږي او یا د ناروغیو د لېږد او خپرېدو لامل کېږي.
لومړی: د ځان پاکوالی
پاکوالی او نظافت د مسلمانانو په ژوند کې د وبايي او ساري ناروغیو د وقایې او مخنیوي بنسټ دی، لوی خدای ج په دې برخه کې فرمایلي دي: «إِنَّ اللهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ» سوره بقره، آیت ۲۲۲
ژباړه: خدای ج توبه کوونکي او پاک اوسېدونکي خوښوي.
«فِيهِ رِجَالٌ يُّحِبُّونَ أَن يَتَطَهَّرُوا». سوره توبه، آیت ۱۰۸
ژباړه: او په هغه کې داسې خلک دي چې پاک اوسېدل خوښوي او خدای هغه کسان خوښوي چې پاک وي.
لوی خدای ج اودس د لمانځه لپاره بنسټیز شرط ګڼلی او فرمایلي یې دي:
«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلاَةِ فاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُؤُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَينِ وَإِن كُنْتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُوا» سوره مائده، آیت ۶
ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو لمانځه ته پاڅېږئ، نو تاسو خپل مخونه او خپل لاسونه تر څنګلو پورې ومینځئ او د خپلو سرونو مسح وكړئ او تر ګیټو (ښنګرو) پورې خپلې پښې (ومینځئ) او كه تاسو د جنابت په حالت كې یاست، نو ځان ښه پاک كړئ (غسل وكړئ) او كه تاسو ناروغ یاست، یا په سفر كې یاست، یا په تاسو كې كوم یو له اودس ماتي راغى، یا تاسو له خپلو ښځو سره كوروالى وكړ، بیا تاسو اوبه و نه موندلې، نو د پاكې ځمكې مخ ته قصد وكړئ (تیمم وكړئ)، نو خپل مخونه او خپل لاسونه (تر مړوندونو پورې) په دې (خاورې، شګې) سره مسح كړئ، الله اراده نه لري چې پر تاسو باندې څه حرج (سختی) راولي، لېكن غواړي چې تاسو ښه پاک كړي او پر تاسو باندې خپل نعمتونه پوره كړي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ.
اسلام، په اسلام کې داخلېدل هم له پاکوالي سره تړلي، له پاکوالي او اودس پرته د اسلام د مهمو ارکانو ترسره کول سم نه ګڼي او مسواک وهل یې- چې د ځان د پاکوالي مهم عنصر دی- د هر لمانځه او اوداسه پر مهال لازم کړی دی او فرمایلي یې دي: «لولا أن أشق على أمتي لأمرتهم بالسواك قبل كل صلاة»
ژباړه: که زما امت ته سخته نه تمامېدلای، نو ما به له هر لمانځه مخکې د مسواک وهلو امر ورته کړی وای.
همدارنګه د بغل او نامه لاندې وېښتانو لرې کول، د نوکانو پرې کول او د برېتونو کمول د ځان د پاکوالي نورې هغه وسیلې دي چې د اسلام مقدس دین یې توصیه کړې ده.
حضرت محمد ص فرمایلي دي: «من لم يأخذ من شاربه فليس منا»
ژباړه: څوک چې خپل برېتونه نه اخلي (نه کموي) له موږ څخه نه دی.
دا ټول د دې لپاره دي چې روغتیا ساتنې او حفظ الصحې ته پام وشي، په دې توګه د ډېرو ناروغیو د لېږد او خپرېدو مخنیوی کېږي.
انس بن مالک رض فرمايي: «وقّت لنا النبي في قص الشارب وتقليم الأظافر ونتف الإبط وحلق العانة ألا يترك أكثر من أربعين ليلة»
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته لارښوونه کړې چې برېتونه، نوکان، د بغل او نامه لاندې وېښتان باید له څلوېښتو ورځو ډېر پرېنښودل شي.
د اسلام سپېڅلی دین د ناروغیو د مخنیوي په موخه د لوښو او خوراک پر پاکوالي هم ټینګار کوي، حضرت محمد ص په دې اړه فرمايي: «إن الله تعالى طيب يحب الطيب، نظيف يحب النظافة، كريم يحب الكرم، جواد يحب الجود؛ فنظفوا أفنيتكم، ولا تشبهوا باليهود. رواه الترمذی أبواب الأدب باب ما جاء في النظافة (حديث رقم: ۲۷۹۹)
ژباړه: الله متعال پاک دی او پاکوالی خوښوي، مهربان دی او مهرباني خوښوي، سخاوتمند دی او سخاوت خوښوي نو خپل کورونه پاک وساتئ او د یهودانو په شان مه کېږئ.
دویم: د هغو ناروغیو کنټرول چې د هوا له لارې خپرېږي
هغه افرازات چې د خبرو کولو، پرنجي او ټوخي پر مهال له خولې وځي، د ډېرو ساري، په ځانګړي ډول ویروسي ناروغیو د لېږد لامل کېږي، له همدې امله د خوراک او څښاک په لوښو کې د ساه کښل منع کړل شوي دي، دغه راز د پرنجي او ټوخي پر مهال د مخ او خولې پر بندولو ټینګار شوی دی.
د اسلامی سپېڅلي دین خپلو اتباعو ته د دغو وقایوي لارښوونو عملي کولو امر کړی څو د ساري ناروغیو مخینوی وشي.
عبدالله بن عباس رضی الله عنهما وايي، رسول الله ص په هغه لوښي کې چې خواړه په کې خوړل کېږي او اوبه په کې څښل کېږي، ساه کښل یا تنفس کول منع کړي دي. رواه ابو داود
له ابو هریرة رض څخه روایت دی چې کله به حضرت محمد ص پرنجی کاوه نو مخ یې په خپلو لاسونو پټاوه او خپل ږغ یې ټیټاوه. رواه الترمذی
له ابو سعید خدري رض څخه روایت دی چې حضرت محمد ص فرمایلي دي: :«إذا تثاءب أحدكم فليضع يده على فيه» رواه مسلم
ژباړه: کله چې له تاسو یو څوک ارږمۍ کاږي، نو خولې ته دې لاس نیسي.
دا ټول روایتونه په حقیقت کې د ناروغیو د لېږد او خپرېدو د مخنیوي لپاره دي، څو خلک او ټولنه په ناروغیو اخته نه شي. اسلام څه باندې څوارلس سوه کاله پخوا بشر ته د دغو تدابیرو لارښوونه کړې ده، خو معاصره نړۍ اوس دغو وقایوي وسایلو او اسبابو ته متوجه شوې ده؛ که خلک په رښتینې توګه د اسلام لارښوونې عملي کړي نو هیڅکله به ناروغان نه شي او روغ ژوند به کوي.