د پولیو ناروغۍ عبدالبصیر سوال کولو ته اړ کړی دی
مرضیه فروتن
هرات، افغانستان (۲۴ وری ۱۴۰۳) – عبدالبصیر په هرات ښار کې د سړک پر غاړه په ویلچیر کې ناست دی او لس کلنه لور یې له یوه ځایه بل ته لېږدوي.
نوموړی چې څلوېښت کاله عمر لري، په یو کلنۍ کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی چې د هغه یوه پښه یې فلج کړې ده.
عبدالبصیر د شپږو اولادونو پلار دی چې مشر اولاد یې دوولس کلنه لور او تر ټولو کوچنی اولاد یې یو شپږ میاشتنی زوی دی.
د دغه معلول کس کورنۍ د هرات ښار په سوېل کې د شالبافان په نوم د یوې وروسته پاتې سیمې په یوه کرايي کور کې ژوند کوي.
عبدالبصیر هره ورځ د خپلې لس کلنې لور په مرسته د ویلچیر په وسیله له کوره تر هرات ښاره راځي چې د ده په خبره له کوره تر ښاره او له ښاره بیرته تر کوره تګ راتګ یې نږدې څلور ساعته وخت نیسي.
دی وايي، د نه واکسنېدو له امله د ماشومتوب په دوران کې د پولیو په ناروغي اخته شوی دی.
عبدالبصیر د معلولیت له امله کار نه شي کولای او خپلې کورنۍ ته د نفقې برابرولو په خاطر سوال کولو ته اړ شوی دی، هغه هره ورځ د سړکونو پر غاړه په ویلچیر کې کښېني څو څوک راشي او مرسته ورسره وکړي© له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن
نوموړی زیاتوي: «کله چې ماشوم وم، کورنۍ مو د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې ژوند کاوه، هغه مهال د پولیو واکسین کمپاین نه ترسره کېده او زما کورنۍ زه واکسین نه کړم.»
عبدالبصیر خپل سخت ژوند ته په اشاره وویل : «د نه واکسینېدو له امله په یو کلنۍ کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوم او له هغه وروسته هیڅکله و نه توانېدم چې پر خپلو پښو وګرځم.»
د فقر او لوږې سختۍ
عبدالبصیر د معلولیت له امله کار نه شي کولای او خپلې کورنۍ ته د نفقې برابرولو په خاطر سوال کولو ته اړ شوی دی، هغه هره ورځ د سړکونو پر غاړه په ویلچیر کې کښېني څو څوک راشي او مرسته ورسره وکړي.
د ده په خبره، ډېرې ورځې چې څوک مرسته نه ورسره کوي، اړ کېږي څو په وچه ډوډۍ او چای روژه ونیسي.
هغه زیاته کړه: «ځینې وختونه خلک د وچې ډوډۍ او یا خوړو مرسته راسره کوي، زه یې کور ته وړم او د کورنۍ له غړو سره یو ځای یې خورم، خو که څوک مرسته راسره و نه کړي، د خوراک لپاره څه نه لرو او مجبور یوو چې له خپلو ماشومانو سره یو ځای وږي ویده شو.»
دغه معلول کس زیاتوي، کله چې په وچه ډوډۍ او چای پېشلمی کوی نو ټوله ورځ وږی وي؛ یوازې دی نه بلکې ټوله کورنۍ وږې وي، په تش نس روژه نیول ډېر سخت وي.
عبدالبصیر وویل، که معلول نه وای نو ښه ژوند به یې درلود او مجبور به نه وای چې خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ پیدا کولو لپاره یې سوال کړی وای.
واکسین له پولیو څخه د ژغورنې یوازینۍ لار
عبدالبصیر تر پنځو کلونو د کم عمر درې ماشومان لري او د پولیو واکسین د هر کمپاین پر مهال د دغه معلول کس یوازینۍ اندېښنه د خپلو دغو ماشومانو واکسینولو ته وي.
هغه وویل، د هغې وېرې پر بنسټ چې له پولیو څخه یې لري، د هر کمپاین پر مهال خپل ماشومان واکسینوي.
هغه زیاته کړه: «که ماشومان مې په کوم دلیل له واکسین کولو پاتې شي، نو بیا یې کلینک ته بیایم او همالته یې واکسینوم.»
عبدالبصیر زیاته کړه، له کورنیو یې غوښتنه دا ده چې خپل له پنځو کلونو د کم عمر هرو مرو واکسین کړي، که والدین په دې برخه کې غفلت وکړي نو ماشومان به یې د ده په څېر د پولیو په ناروغۍ اخته او معلول شي.
دی وايي، که پلار او مور دی په ماشومتوب کې واکسین کړی وای نو اوس به یې د سالمو انسانانو په څېر ښه ژوند لرلای.
د افغانستان په څېر په غربت ځپلې ټولنه کې چې سالم انسانان له غربت او اقتصادي ستونزو څخه کړېږي، د معلولو وګړو ژوند ډېر سخت دی.
د سید اشرف په نوم یو مدني فعال وايي، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې په زرګونو معلولین په سخت وضعیت کې ژوند کوي او هغوی په بشپړ ډول هېر کړای شوي دي.
ده زیاته کړه: «د نارینه وو تر څنګ ښځې هم شته چې د پولیو ناروغۍ له امله معلولې شوې دي او په بشپړ محرومیت کې ژوند کوي، دا ښځې ان له ډېرو لومړیو انساني حقونو هم بې برخې دي.»
د ده په خبره، په اوسني وضعیت کې چې غربت او اقتصادي ستونزې خپل اوج ته رسېدلې دي، د معلولینو ژوند سخت شوی او هغه قوانین چې د معلولینو لپاره طرحه شوي، په هیڅ توګه نه عملي کېږي.
د سادات په باور، له پولیو ناروغۍ څخه د افغانستان د راتلونکي نسل د ژغورلو په موخه باید د هېواد په کچه د پولیو له منځه وړلو سراسري کمپاینونه وشي څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي.
په هرات کې د معلولو وګړو کره شمېر معلوم نه دی خو په ښار او ولسوالیو کې ډېر معلول کسان تر سترګو کېږي چې د پولیو ناروغۍ له امله له دغه وضعیت سره مخ شوي دي.