لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې

پکتیکا، افغانستان (۲۶ وری ۱۴۰۴) – د سهار لومړنیو وړانګو لا د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د انګور اډې سیمې د لمن کلي خامه کوڅې نه وې رڼې کړې چې د عزیزالله په نوم یو ۲۸ کلن رضاکار، له خپلو همکارانو سره د پولیو واکسین د تطبیق ځای ته را ورسېد.
دغه سیمه د ډیورنډ فرضي کرښې په صفري برخه کې پرته ده چې وزیر، مسید، ځدراڼ او احمدزي قبایل پکې مېشت دي.
له دې لارې د پولې دواړو غاړو ته د خلکو دوامداره تګ راتګ او د روغتیایي اسانتیاوو کمښت، د پولیو ویروس د خپرېدو خطر ډېر کړی دی.
د راستنېدونکو کورنیو د ماشومانو ژغورنه
د یو شمېر کورنیو مشران چې تازه د وزیرستان له واڼه سیمې څخه راستانه شوي، له خپلو ماشومانو سره یو ځای د پولیو واکسین د تطبیق ځای ته را رسېدلي وو او ځینې نور پر لاره وو.
عزیرالله او همکارانو یې په خپل کار پيل وکړ او د کتار لومړي ماشوم ته یې په مینه وویل:
«خوله خلاصه کړه!»
ماشوم چې د واکسیناتور په څېره کې ډاډ او مهرباني ولیده، نرمه موسکا یې وکړه او خپله خوله یې خلاصه کړه. عزیزالله په ډېرې نرمۍ د هغه په خوله کې د پولیو واکسین دوه څاڅکي واچول.
عزیزالله د برمل ولسوالۍ د انګور اډې په لمن کلي کې د راستنو شوو کډوالو کورنیو یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د مسوولیت احساس
عزیزالله، چې د خپلې دندې حساسیت ښه درک کوي، وایي: «دا سیمه له پولیو سره په مبارزه کې د لومړۍ کرښې حیثیت لري، زما او د زما د ملګرو دنده دا ده چې د راستنېدونکو کورنیو ټول ماشومان واکسین کړو، څو د دغه خطرناک ویروس د خپرېدو مخه ونیسو.»
ده زیاته کړه، که خدای مه کړه د را ستنېدونکو کورنیو له لارې په سیمه کې د پولیو ویروس خپور شي نو د ډېرو ماشومانو ژوند ته جدي ګواښ جوړولای شي.
هغه وویل: «کله چې د ماشوم خولې ته د واکسین څاڅکي اچوم، نو داسې احساس کوم لکه یو ژوند چې مې ژغورلی وي.»
د عزیزالله همکار ۲۵ کلن عطاالله هم وايي چې له پولیو ناروغۍ سره مبارزه اسانه نه ده، که دا ماشومان په وخت واکسین نه شي نو خدای مه کړه ویروس کولای شي ډېر ماشومان فلج او یا له ژونده بې برخې کړي، موږ باید هر وخت بیدار او فعال و اوسو.
هغه چې یوه څلور کن ماشوم ته یې د پولیو واکسین ورکاوه، وویل: «د پولیو ویروس یو پټ او خاموش دښمن دی. ماشومان زموږ راتلونکی دی او دا زموږ دنده ده چې خپل دغه راتلونکی د پولیو ناروغۍ له ګواښ څخه خوندي کړو.»
د ټولنې ملاتړ
د سیمې اوسېدونکي د رضاکارانو هڅې ستايي او هغوی ته په احترام ګوري.
نور ولي خان چې له خپلې کورنۍ سره تازه له جنوبي وزیرستانه راغلی، وایي: «د انګور اډې په سرحدي سیمه کې ګڼ شمېر رضاکاران ګومارل شوي څو د راستنېدونکو کورنیو ماشومان واکسین کړي. دا ډېر لوی خدمت دی، په دې توګه هم زموږ او هم د نورو ماشومان د پولیو ویروس له شره خوندي کېږي.»
یو بل سیمهییز مشر حاجي الف خان وايي: «موږ ټول باید له دغو ځوانانو سره مرسته وکړو، ځکه د پولیو پر ضد مبارزه یوازې د هغوی کار نه، بلکې د ټولو خلکو ټولنیز مسوولیت دی.»
دی پر خلکو غږ کوي او زیاتوي: «راځئ په ګډه د خپلو ماشومانو د خوندیتوب لپاره د دې مبارزې برخه شو او خپل هېواد د پولیو ناروغۍ له ناورین څخه وژغورو.»
د روغتیایي متخصصینو اندېښنه
د عامې روغتیا متخصص، ډاکټر هاشم، خبرداری ورکوي: «په سرحدي سیمو کې د دوامداره کمپاین اړتیا ځکه ډېره ده چې د خلکو تګ راتګ د پولیو ویروس د خپرېدو خطر څو برابره لوړ کړی دی.»
هغه ټینګار کوي چې د پولیو مخنیوی یوازې له دې لارې ممکن دی چې هیڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې پاتې نه شي.
عزیز الله یوې ماشومې ته د واکسین ورکولو پر مهال © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د هیلو وړانګې
د ورځې په پای کې چې د عزیزالله او د هغه د همکارانو د واکسین بکسونه تش شوي او د مازدیګر لمر ورو ورو د غرونو شاته پټېږي، هغوی د ستړیا پر ځای د خوښۍ او ویاړ احساس کوي.
عزیزالله وایي: «که یوازې د یوه ماشوم راتلونکی مې خوندي کړی وي، نو دا زما لپاره لویه بریا ده. زه به تر هغه ماشومانو ته د واکسین څاڅکي رسوم چې افغانستان د پولیو له ناورین څخه په بشپړه توګه خلاص شي.»
د عزیزالله او د هغه د همکارانو مبارزه دوام لري، دوی پرېکړه کړې چې نور به هیڅ ماشوم د پولیو ناروغي نه قرباني کېږي.