• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

ناجیه علیمي او د پولیو له منځه وړلو لپاره د هغې هڅې

Homepage د ساحې کیسې ناجیه علیمي او د پولیو له منځه وړلو لپاره د هغې هڅې

ناجیه علیمي او د پولیو له منځه وړلو لپاره د هغې هڅې

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 24, 2024
د ساحې کیسې

کندز، افغانستان (۵ لېندۍ ۱۴۰۳) – د ناجیې علیمي په نوم واکسیناتوره د کندز ښار د لومړۍ ناحیې له دوړو په ډکو کوڅو کې په په ټینګه اراده او صمیمانه موسکا سره خپل حیاتي ماموریت پر مخ وړي: د پولیو له فلجوونکي ویروس څخه د ماشومانو د راتلونکي ساتنه.

هغه چې تور حجاب یې اغوستی او د واکسین بکس یې اوږې ته اچولی، هره ورځ د زړې منډویي سیمې ته ځي څو ماشومان واکسین کړي او له پولیو ناروغۍ څخه یې وژغوري.

 

د ماشومانو له روغتیا سره مینه: له درسونو تر عمل

ناجیه چې په کندز کې یې د احمد شاه بابا انسټیټیوټ د قابله‌ګۍ په څانګه کې زده کړې کړې دي، وایي له ډېر پخوا یې هیله درلوده چې د ناروغیو، په ځانګړي ډول د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره کار وکړي.

هغې زیاته کړه: “زموږ استادانو تل ویل چې وقایه له درملنې غوره ده، همدې جملې زما د ژوند لوری بدل کړ.”

 

له ناجیې سره یوه کاري ورځ

ناجیه د لمر له راختو مخکې خپل ماموریت پیلوي. هغه په دې باور ده چې سهار وختي د کورنیو د مشرانو د لیدلو لپاره غوره وخت دی، ځکه اکثره میندې او پلرونه همدا وخت په خپلو کورونو کې وي.

دا د لومړي کور دروازې ته ځان رسوي او په درناوي دروازه ټکوي. یوه مور چې ماشوم یې په غېږ کې دی، دروازه خلاصوي. ناجیه په موسکا ورته وایي: “د پولیو واکسین کولای شي ستاسې ماشوم له فلج کېدو څخه وژغوري. دا څاڅکي نه یوازې د هغه روغتیا خوندي کوي، بلکې د ټولنې راتلونکی هم ساتي.”

دغه مور چې په لومړي سر کې شکمنه ښکارېده، د ناجیې له ارامو او قانع کوونکو خبرو وروسته نرمېږي او خپلې دوه کلنې لور د واکسینولو اجازه ورکوي.

 

د ناجیې علیمي په نوم واکسیناتوره د کندز ښار د لومړۍ ناحیې له دوړو په ډکو کوڅو کې په په ټینګه اراده او صمیمانه موسکا سره خپل حیاتي ماموریت پر مخ وړي: د پولیو له فلجوونکي ویروس څخه د ماشومانو د راتلونکي ساتنه. © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدی

 

لاسته راوړنې او له پولیو څخه د خلاصې ټولنې هیله

د کندز په کوڅو کې کار کول له ستونزو خالي نه دی. ناجیه د خلکو د غلطو باورونو او شته اوازو په اړه وایي:

“ځینې کورنۍ د پولیو واکسین ردوي، زه اړه کېږم څو څو ځله هغوی ته ورشم او خبرې ورسره کړم.”

هغې د سختو اقلیمي شرایطو یادونه هم وکړه چې کله ناکله یې ماموریت ستونزمنوي، خو له ماشومانو سره مینه او د هغوی روغتیا ته ژمنتیا هغې ته د دې لارې د دوام ځواک ورکوي.

ناجیه په ویاړ د خپلو درې کلنو هڅو یادونه کوي او وایي: “تر دې دمه مې سلګونه ماشومان واکسین کړي او له شلو زیاتې کورنۍ مې د واکسین کولو په اهمیت پوهولې دي، هر ځل چې وینم یو بل ماشوم هم نور له پولیو خوندي دی، نو احساس کوم چې د خپلې ټولنې لپاره مې یو کوچنی خو اغېزناک ګام اخیستی دی.”

میندو او پلرونو ته د ناجیې پیغام ساده خو ژور دی: “د پولیو واکسین د ماشومانو روغتیا تضمینوي، راځئ په ګډه کار وکړو څو هیڅ ماشوم د روغتیا له نعمت څخه محروم پاتې نه شي.”

 

د والدینو او دیني عالمانو روایت

د ناجیې هڅې یوازې ماشومانو ته واکسین تر ورکولو محدودې نه دي، هغې د کورنیو د ذهنیت بدلون، د واکسین پر وړاندې د منفي انګېرنو کمولو او د ټولنې د باور په ترلاسه کولو کې کلیدي رول لوبولی دی.

د غلام ګل په نوم د کندز ښار اوسېدونکی وایي: “پخوا مې فکر کاوه چې د پولیو واکسین ګټه نه لري، خو کله چې ناجیې په حوصله زما پوښتنې او اندېښنې ځواب کړې، زما نظر بدل شو؛ اوس خپل ماشوم په ډاډ سره واکسین کوم.”

د زینب په نوم یوه مور چې درې تنه له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان لري، وایي: “د ناسمو معلوماتو له امله مې ماشومان نه واکسینول، خو ناجیې په حوصله مندۍ رښتیني معلومات راکړل او زه یې قانع کړم، اوس پوهېږم چې واکسین د ماشومانو د روغتیا لپاره اړین دی.”

مولوي عبدالله، چې یو دیني عالم دی او د پولیو واکسین ملاتړ کوي، وایي: “ناجیې موږ وپوهولو چې د پولیو واکسین زیان نه لري، د اسلام له نظره هم دا کار کومه ستونزه نه لري، بلکې یوه انساني او اسلامي دنده ده.”

 

د کندز نوم ورکې اتله

ناجیه علیمي د خپلې ژمنتیا او زړورتیا لاه لارې په ټولنه کې مهم بدلونونه راولي.

هغه نه یوازې د ناسمو انګېرنو پر وړاندې ولاړه ده، بلکې د علم، دین، او ټولنې د اړتیاوو تر منځ یو پل دی. د هغې هڅې ښیي چې ان کوچني اقدامات د یوې ټولنې پر راتلونکي لوی اغېز لرلای شي.

دا خاموشه اتله هیله لري چې یوه ورځ ټولنه د پولیو ناروغۍ له ګواښ څخه خلاصه شي او هیڅ ماشوم نور له فلج کېدو و نه ځورېږي.

رقیبه حمیدي، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
د پولیو قرباني، د باسکیټبال لوبې اتل: د حبیب الله الهام‌بخښونکې کیسه
بله موضوع
په شاجوی کې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي لپاره د دوو ځوانانو هڅې

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,