مختار: غوښتل مې د والیبال لوبغاړی شم خو پولیو مې دا ارمان پوره کېدو ته پرېنښود
رقیبه حمیدي
بدخشان، افغانستان (۲۳ حوت ۱۴۰۲) – ۱۸ کلن مختار په څلور کلنۍ کې د پولیو په ناروغي اخته شوی چې له همدې امله یې چپ لاس او چپه پښه فلج شوي دي.
هغه په اصل کې د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد ښار اړوند د بید چینې کلي اوسېدونکی دی چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د تلویزیون تپې سیمه کې له خپلو دوو وروڼو، یوې خور او مور سره د سختیو ډک ژوند تېروي.
مختار چې د پولیو ناروغۍ له امله له هر ډول روحي او جسمي فعالیته محروم شوی، کشر ورور یې ۱۶ کلن بهرام د کوکچې له سیند څخه رېګ را باسي او له دې لارې د کورنۍ نفقه برابروي، بل ورور یې ۱۰ کلن کامل درس وايي، او خور یې ۱۳ کلنه مروا له خپلې مور سره د کور په کارونو کې بوخته ده.
د یادې شوې کورنۍ اقتصادي وضعیت له دې امله هم ښه نه دی چې د مختار پلار دویم واده کړی او شاوخوا لس کاله کېږي چې له دوی جلا شوی او له خپلې نوې مېرمنې سره بېل ژوند کوي، له همدې امله د کورنۍ د نفقې ټول بار د بهرام پر اوږو دی.
۱۸ کلن مختار په څلور کلنۍ کې د پولیو په ناروغي اخته شوی چې له همدې امله یې چپ لاس او چپه پښه فلج شوي دي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ رقیبه حمیدي
مختار وايي، هیله یې لرله چې درس ووايي او د والیبال لوبغاړی شي خو د پولیو ناروغۍ له امله معلول شو او دا هیله یې پوره نه شوه.
ده وویل: «هغه مهال چې ماشوم وم، زموږ کورنۍ په یوې لرې او وروسته پاتې سیمه کې ژوند کاوه، مور مې په بزګرۍ او د څارویو په ساتلو بوخته وه، په کلي کې روغتیايي مرکز نه و، دقیق مې نه دي په یاد چې هغه مهال دلته د پولیو واکسین کمپاین ترسره کېده او که نه؟ خو مور مې د کور په کارونو کې د بوختیا، د لارو د خرابتیا او روغتیايي مرکز د لریوالي له امله و نه توانېده ما واکسین کړي او همدا د دې لامل شو چې زه د پولیو په ناروغي اخته شم.»
دی وايي، کله چې خپل همزولي ویني چې ښوونځی یې خلاص کړی، په تګ راتګ، خوراک او د ژوند په نورو اړتیاوو کې د نورو مرستې ته اړ نه دي نو د ژورې مایوسۍ احساس کوي ځکه غوښتل یې دی هم د نورو انسانانو په څېر سالم ژوند ولري.
هغه په ژړغوني غږ زیاته کړه: «تر دوولس کلنۍ مې په زړه کې دا هیله پالله چې کله لوی او پیسه دار شم نو د ځان درملنه به وکړم او بیرته به جوړ شم خو د وخت په تېرېدو پوه شوم چې د معلولیت درملنه نشته او د ژوند تر وروستیو به د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار یم.»
مختار وايي، د هغې ډېرې مینې له امله چې د والیبال لوبې سره یې لرله، تل په خپل نیمګړي بدن د والیبال تر میدانه – چې د دوی د کور په ۱۰ کیلومترۍ کې و – ځان رساوه او د لوبې ننداره به یې کوله.
ده وویل: «په دغه لړ کې یوه ورځ د لارې پر سر موټر ووهلم او راسته لاس مې مات شو، نورو ماشومانو چې زما حالت لیده نو تښتېدل او ویل یې چې هله لېونی راغی، ځینو د ریشخند په دود راته ویل چې ته خپله ډوډۍ نه شي خوړلای له والیبال لوبې څه غواړې؟ د دغو خبرو زغمل ډېر سخت و او له هماغې ورځې بیا هیڅ وخت د خپلو هیلو میدان ته نه ولاړم.»
دی ارمان کوي چې کاش د ده ماشومتوب پر مهال هم د اوس په څېر د پولیو واکسین کمپاین رضاکاران کور په کور ګرځېدای او ده ته یې واکسین ورکړی وای.
خو ده دا هم وویل چې له بده مرغه لا هم داسې کورنۍ شته چې له دې اسانتیا ګټه نه اخلي او خپل ماشومان نه واکسینوي.
د مختار کشر ورور بهرام وايي، هره ورځ چې له کاره ستړی کور ته راځي او د خپل مشر ورور بې وسي ویني نو زړه یې له ژونده تورېږي© له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ رقیبه حمیدي
نوموړی دغسې کورنیو ته په خپل پېغام کې وايي چې: «ما ته یې په ماشومتوب کې واکسین را نه کړ، معلول شوم، د پولیو ناروغي ټوکې نه دي، مخکې له دې چې ماشومان مو زما په څېر معلول شي، هغوی ته واکسین ورکړئ چې روغ پاتې شي او ستاسې د لاس امسا شي نه ستاسې د اوږو بار.»
د مختار مور ۴۵ کلنه نادره هم وايي چ زوی یې د نه واکسینېدو له امله د پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی.
دې وویل: «زوی مې څلور کلن و چې لومړی تبې ونیو او بیا اسهال شو، زموږ اقتصادي وضعیت ښه نه و چې په وخت مې ډاکټر ته بېولی وای، درې ورځې وروسته متوجه شوم چې چپ طرف یې بې حسه شوی دی، یوه اوونۍ وروسته مې له ګاونډي پیسې پور کړې او هغه مې ډاکټر ته بوت، خو هغه له معاینې وروسته راته وویل چې زوی دې د پولیو په ناروغي اخته شوی او له بده مرغه دا ناروغي درملنه نه لري.»
د دې په خبره زوی یې په داسې حال کې د پولیو ناروغۍ له امله د ور پېښ معلولیت څخه سخت کړېږي چې پلار یې له دویم واده وروسته دوی یوازې پرېښودل او دې په یوازې ځان د معلول زوی او نورو اولادونو پالنې ته اوږه ورکړې ده.
دا وايي، اوسنۍ میندې بختورې دي چې د پوليو واکسین ته لاسرسی لري او کولای شي خپل ماشومان په ډېرې اسانۍ د پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.
د مختار کشر ورور بهرام وايي، هره ورځ چې له کاره ستړی کور ته راځي او د خپل مشر ورور بې وسي ویني نو زړه یې له ژونده تورېږي.
ده وویل، هیله یې لرله چې له پلار وروسته مختار د کور سرپرست شي، خو معلولیت یوازې د هغه نه بلکې د کورنۍ د ټولو غړو هیلې ووژلې.
د مومنې خیرخواه په نوم د بدخشان یوه ټولنیزه فعاله وايي، په دغه ولایت کې د پولیو ناروغۍ له امله معلول شوي وګړي له جدي ستونزو سره مخ دي او د یوه هېر شوي قشر په توګه په ټولنه کې ژوند کوي.
دا وايي، که غواړو چې ماشومان مو روغ او سالم راتلونکی ولري نو باید په منظم ډول یې واکسین کړو، که زموږ د بې پروايي له امله یو ماشوم هم له واکسین څخه پاتې کېږي نو د بشپړې ټولنې ماشومان د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره مخ کولای شي.