• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

مرضیه صدیقي؛ د پولیو واکسين اړوند د منفي انګېرنو له منځه وړلو لپاره کار کوم

Homepage د ساحې کیسې مرضیه صدیقي؛ د پولیو واکسين اړوند د منفي انګېرنو له منځه وړلو لپاره کار کوم

مرضیه صدیقي؛ د پولیو واکسين اړوند د منفي انګېرنو له منځه وړلو لپاره کار کوم

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 13, 2024
د ساحې کیسې

عبدالصبور سیرت

مزارشریف، افغانستان (۲۳ وږی ۱۴۰۳) – د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار د ۵مې ناحیې اوسیدونکې ۲۳ کلنه مرضیه صدیقي وایي، په ټولنه کې د پولیو واکسین په تړاو د منفي انګېرنو او ذهنیتونو د له منځه وړلو لپاره هڅه او کار کوي.

مرضیه صدیقي چې د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغه او د څلورو ماشومانو مور ده، له تېرو دوو کلونو راهیسې له پولیو کمپاین سره د ټولنیزې مبلغې/ سوشل موبلایزرې په توګه دنده ترسره کوي.

په ټولنه کې چې په عام ډول ناسمې انګېرنې او ناسم باورونه د پولیو واکسین او یا نورو روغتیايي فعالیتونو پر وړاندې خنډونه جوړوي، مرضیه د خلکو د دغه راز ذهنیتونو د بدلولو په برخه کې یوه الهام بخښونکې اتله ګرځېدلې او د نوي نسل د روغتیا ساتلو لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه کوي.

هغه هر سهار اووه بجې له خپل کوره وځي او بیا د مازدیګر تر څلورو بجو کیلو مترونه پلی مزل کوي څو خلکو ته د پولیو/ ګوزڼ ساري او وژونکې ناروغۍ د زیانونو او واکسین د ګټو په اړه پوهاوی ورکړي.

مرضیه په ساده او عامه فهمه ژبه خو له مینې او مهربانۍ په ډک چلند له مېندو سره خبرې کوي. دا وایي، چې د پولیو واکسین کمپاین په تېره دوره کې یې څلور انکاري کورنۍ چې خپلو ماشومان یې نه واکسینول، دې ته قانع کړې چې خپل ماشومان واکسین کړي.

مرضیه هیله‌منده ده چې د خپلو هڅو په پایله کې به وکولای شي د خپل مسوولیت په ساحه کې خلک د واکسین تطبیق ته قانع کړي او نور داسې کورنۍ پاتې نه شي چې د خپلو ماشومانو له واکسینولو انکار وکړي.

 

مرضیه صدیقي چې د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغه او د څلورو ماشومانو مور ده، له تېرو دوو کلونو راهیسې له پولیو کمپاین سره د ټولنیزې مبلغې/ سوشل موبلایزرې په توګه دنده ترسره کوي © افغانستان عاری از پولیو/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

هغه وایي لکه څرنګه چې د خپلو ماشومانو ژوند او راتلونکی ورته مهم دی دغه ډول د نورو ماشومانو راتلونکي هم ورته اهمیت لري او دا د ځان لپاره ویاړ ګڼي چې له پولیو خطرناکې ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې کار کوي.

دا زیاتوي: «هر ځل چې یو ماشوم هم واکسین کېږي، زه پوهېږم چې هغه د پولیو له وژونکې او فلجوونکې ناروغۍ له ګواښ څخه خوندي شو، همدا دا زما لپاره تر ټولو لویه خوښي ده.»

په ورته وخت کې د هغې همکاره سارا وایي، چې مرضیه ډېری وخت پرته د ډوډۍ له وقفې خپل کارونه په ډېره مینه او ژمنتیا ترسره کوي او آن له خپلو نورو همکارانو سره هم مرسته کوي.

هغه زیاتوي، چې مرضیه یوه زړوره، هڅانده او مهربانه مبلغه ده، چې په ډېره مینه او د خپل ځانګړي مهارت له مخې خپلې هڅې روانې ساتي او تل هڅه کوي چې کارونه یې په سمه توګه ترسره شي.

د بلخ دیني عالمان د پولیو واکسین کمپاین د ټولنیزو مبلغینو او نورو کارکوونکو هڅې ستایي او پر خلکو غږ کوي چې له هغوی سره همکاري وکړي.

د مولوي فیض‌محمد په نوم یو دیني عالم وایي، چې مبلغین او رضاکاران د خپلو ژمنتیاوو له مخې تل هڅه کوي چې پرته له کوم امتیازه د ماشومانو ژوند ژغورلو لپاره کار وکړي.

هغه پولیو یوه ساري، فلجوونکې او وژونکې ناروغي یادوي او له میندو غواړي چې له رضاکارانو سره همکاري وکړي او په هر کمپاین کې خپلو ماشومانو ته دوه څاڅکي واکسین ورکړي او د هغوی ژوند وژغوري.

د پولیو کمپاین کارکوونکي هیله څرګندوي چې په راتلونکي کې به لا ډېرې کورنۍ د واکسین په ارزښت و پوهېږي او په دغه تړاو شته شکونه به له منځه لاړ شي.

مخکینۍ موضوع
د معلولیت پر وړاندې بریا، د ډاکټر نورعلي منصور د قوي ارادې کیسه
بله موضوع
درې لسزې مخکې د پولیو واکسین عبدالرحیم څنګه له ګوزڼ څخه وژغوره؟

اړوند مطالب

یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴) – د خوږیاڼو ولسوالۍ د...

فلج پښې، ویښ ذهن؛ د نیازمحمد خبرداری!

«زه نه‌غواړم یو ماشوم هم هغه درد تجربه کړي، چې...

وروستي پوسټ

  • یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم ملي کمپاین پیل شو
  • فلج پښې، ویښ ذهن؛ د نیازمحمد خبرداری!
  • د بدلون استازی: فرمان‌الله د ماشومانو د روغتیا په لومړۍ کرښه کې
  • عبدالرحیم؛ په پکتیکا کې له پولیو سره د مبارزې یو ژمن رضاکار
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 31, May
یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه
دوشنبه, 26, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم ملي کمپاین پیل شو
سه شنبه, 20, May
فلج پښې، ویښ ذهن؛ د نیازمحمد خبرداری!
پنجشنبه, 15, May
د بدلون استازی: فرمان‌الله د ماشومانو د روغتیا په لومړۍ کرښه کې
شنبه, 10, May
عبدالرحیم؛ په پکتیکا کې له پولیو سره د مبارزې یو ژمن رضاکار
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

Welcome back,