د پولیو او غربت په وړاندې د «کلا خان» د هرې ورځې مبارزه
پکتیکا، افغانستان (۱۱ تله ۱۴۰۳) – روڼ سهار دی، د غرونو شا ته راختلي لمر په خپلو وړانګو هر څه روښانه کړي دي، د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ په یوه کوڅه کې د ښوونځي مخ ته یوه زړه رېړۍ ولاړه ده او شاوخوا یې ګڼ ماشومان راټول دي.
د رېړۍ تر شا یو معلول ځوان ولاړ دی، غابونو ته وریجې اچوي، په داسې حال کې چې پر څېره یې موسکا خپره ده په مهربانۍ یې ماشومان یې پلوري.
دا ۱۷ کلن کلا خان دی چې په درې کلنۍ کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی چې نه یوازې د هغه دواړې پښې یې فلج کړې بلکې د هغه لاسونه یې هم کمزوري کړي دي.
کلاخان د موز یوازینی زوی دی، خو شپږ مېرنۍ خویندې او دوه مېرني وروڼه لري، چې د ورڼونو له ډلې یو یې څو کاله مخکې د ماین په چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی دی. دی څلور کلن و چې پلار او میره مور یې یو په بل پسې وفات شول او اوس یو ورور ورسره په کور کې شریک ژوند کوي.
کلاخان وایي: «زه چې ماشوم وم نو کورنۍ مې د پولیو واکسین ته پام و نه کړ، زه یې واکسین نه کړم، او همدا وجه وه چې په دې ناروغۍ اخته شوم او د تل لپاره له ګڼو ستونزو او کړاونو سره مخ شوم.»
نوموړی د خپلو لاسونو په مرسته- چې هغه هم د پولیو له امله کمزوري شوي- خپل ورځني کارونه مخ ته وړي، د ماشومتوب په وخت کې ګوزڼ د هغه دواړه پښې کمزورې کړې، خو د هغه مبارزه له دې هر څه ډېره پیاوړې ده، هغه د خپلې ۱۷ کسیزې کورنۍ لپاره د روزۍ پیدا کولو هڅې کوي، او معلولیت یې هېڅکله د خپلې موخې له ترلاسه کولو نه دی راګرځولی.
دا ۱۷ کلن کلا خان دی چې په درې کلنۍ کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی چې نه یوازې د هغه دواړې پښې یې فلج کړې بلکې د هغه لاسونه یې هم کمزوري کړي دي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل
کلاخان چې د خپلې میرې مور ترڅنګ ناست و، په اوښلنو سترګو وویل: «زه چې ماشوم وم، پلار مې ډېر لږ په یاد دی، هغه به زه په غیږ کې ګرځولم، که څه هم زموږ کورنۍ لپاره ژوند ډېر سخت و، خو بیا هم تر دې ناچاره حالت پورې رارسېدلي یوو، اوس دومره توان لرم چې د کورنۍ نیمایي لګښت پوره کړم.»
کلاخان زیاتوي، چې اوس د خپلې مور په مرسته د یوه ښوونځي ترڅنګ په لاسي ریړۍ کې یو دیګ وریجې ږدي او د ښوونځي په زده کوونکو باندي یې پلوري.
کلا خان یواځې د خپلې غریبۍ او معلولیت له امله نه ځورېږي، بلکې په ټولنه کې د خلکو پیغورونه او ناوړه چلند هم هره ورځ هغه ځوروي.
هغه په غریو نیولي انداز وویل: «کله چې د ښوونځي هلکانو ته ګورم، ځوریږم، له ځان سره وایم، کاش چې په کور کې د ګټې بل څوک وای، چې ما هم ښوونځی لوستی وای، له بده مرغه، غریبۍ او معلولیت دواړو زما په ژوند ډېر بد اغېز کړی دی.»
کلاخان یوازې د خپلو شخصي ستونزو په اړه خبرې نه کوي، بلکې خپله دردونکې کیسه هر وګړي او کورنۍ ته رسوي، تر څو نور خلک د هغه په څېر له ستونزو او کړاوونو څخه وژغورل شي.
نوموړی وایي: «پولیو یوه ډېره خطرناکه ناروغي ده، دا ناروغي یوازې بدن نه، بلکې د انسان ټول ارمانونه هم له منځه وړي زه غواړم ټول خلک پوه شي چې که خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړي، نو هغوی به د پولیو په ناروغي اخته شي، چې پایله یې تلپاتی معلولیت او یا هم مړېنه ده.»
د کلاخان مور چې ده ته ډېره ځورېږي وایي، کلان خان له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې له معلولیت او زحمت سره ژوند کوي چې په دې سره زموږ ټوله کورنۍ ورسره په ځور ده.
هغه نه یوازې د خپل ځان لپاره، بلکې د نورو لپاره هم یو مهم پیغام لري: «پولیو یوازې بدن نه، بلکې د ژوند ټولې هیلې له منځه وړي، زه غواړم چې هیڅوک زما په څېر نه شي، خپل ماشومان واکسین کړئ او د هغوی راتلونکی له دې ناوړې ناروغۍ څخه وژغورئ.» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل
دا زیاتوي: «د خاوند او بنزي مړینه د یو څه وخت لپاره راته سخته وه، خو د کلاخان وضعیت مې هره ګړۍ ځوروي له ماشومتوب څخه ورسره کړېږم کله چې کلا خان په بد وضعیت کې وینم نو ډېر کوښښ کوم چې په کور کې نورو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین په وخت ورکړم.»
د کلاخان مور په ډېر ویاړ سره وایي، سهار له لمر ختلو سره سم چې کله چای وڅښو کلاخان ته یو دیګ پخې وریجې په لاسي ریړۍ کې ږدم او د ښوونځي مخ ته یې وړي چې کله ماسپښین قضاء له ډک جېب او خالي دیګ سره کور ته راشي دا زموږ لپاره ډېر د خوشحالۍ ځای وي.
دا وایي: «که کلاخان د پولیو په ناروغۍ نه وا اخته شوی او روغ وای نو ژوند به مو د اوس په څېر سخت نه و، اوس هم شکر دی چې بل ته یې لاس نه دی اوږد کړی.»
د کلاخان مور پر کورنیو غږ کوي چې د پولیو واکسین دې بې اهمیته نه بولي، بلکې خپل ماشومان دې په وخت واکسین کړي څو د کلا خان په برخلیک اخته نه شي.
د کلاخان یو ګاونډی ۵۳ کلن ګل شاه خان وایي، چې د یادې کورنۍ حالت دوی هم له نږدې ویني او دغه وضعیت یې خپه کوي، د هغه په خبره له یوې خوا دغه کورنۍ په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او له بلې خوا د کار او ګټې زوی یې د پولیو ناروغۍ له کبله معلول دی.
ګل شاه خان هم د واکسین پر ارزښت ټینګار کوي او پر کورنیو غږ کوي چې د خپلو اولادونو د روغتیا او راتلونکي ژوند په اړه دې بې غوري نه کوي او په ماشومتوب کې دې د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي څو له دې ناوړه ناروغۍ څخه خوندي شي.
دا کیسه یوازې د کلا خان د مبارزې ننداره نه بلکې د ټولنې لپاره یو مهم پیغام دی چې څنګه د ماشومانو له واکسینولو څخه بې پروایي د تلپاتې بدو اغېزو لامل ګرځي.
هغه نه یوازې د خپل ځان لپاره، بلکې د نورو لپاره هم یو مهم پیغام لري: «پولیو یوازې بدن نه، بلکې د ژوند ټولې هیلې له منځه وړي، زه غواړم چې هیڅوک زما په څېر نه شي، خپل ماشومان واکسین کړئ او د هغوی راتلونکی له دې ناوړې ناروغۍ څخه وژغورئ.»
رحمت الله مرجانخېل، له پولیو خلاص افغانستان