د اسلام له نظره د پولیو واکسین حکم
شمس الرحمن فروتن
د اسلامي مشورتي ډلې مسئول
مقدمه
په اسلامي شریعت کې پنځه شیان د شریعت مقاصد دي او دا پنځه شیان؛ د دین ساتنه، د عقل ساتنه، د مال ساتنه، د ځان او نسل ساتنه او د عزت او ابرو ساتنه دي.
الله متعال انسان پیداکړی او پر هغه یې واجب کړې ده چې خپل ځان او نسل وساتي، ځکه د ځان او نسل ساتنه د اسلام له پنځو مقاصدو څخه یو مقصد دی.
د ځان او نسل ساتنې څخه موخه د ځان او نفس د ساتنې لپاره باید ټول تدابیر ونیول شي، هغه که وقایوي تدابیر دي او که معالجوي.
د نفس د ساتنې له تدابیرو څخه یو دادی چې له ناروغۍ پېښېدو مخکې باید وقایه وشي او د اسلامي شریعت اکثره احکام وقایوي جنبه لري. په قرآنکریم کې که د جهاد بحث راځي، موخه یې وقایه ده چې پرمټ یې دین او نفس خوندي شي، که چېرې د ځینو خوراکي توکو د حرمت بحث راځي، موخه یې داده چې انسانان د ناروغیو پر وړاندې وقایه شي او که چېرې نبي کریم صلی الله علیه وسلم هغې سیمې ته چې پکې د طاعون ناروغي پېښه شوې وه، له هغې سیمې څخه وتل او ورتګ دواړه منع کړي وو، موخه یې وقایه وه چې خلک په دې ناروغۍ اخته نه شي.
پایله دا چې پولیو هم یوه له تر ټولو ګواښوونکې او لاعلاجه ناروغي ده، ددغې ناروغۍ پر وړاندې وقایه د هر مسلمان او بشر دنده ده، که له دې ناروغۍ څخه د معقولو لارو وقایه ونشي، په دې توګه به موږ ټول ګنهکاران یو او د شریعت یو اساسي مقصد به مو له لاسه ورکړی وي چې د نفس ساتنه ده.
ددې ناروغۍ په مقابل کې یواځنۍ وقایه د پولیو واکسین تطبیق دی، نو راځئ چې پوه شو ددې واکسین کول د اسلامي شریعت له نظره څه حکم لري.
د پولیو واکسین تطبیق د اسلام له نظره
د پولیو واکسین تطبیق د وقایې او احتیاط لپاره دی، په اسلام کې هره وقایه او علاج حلال دی او ځیني وختونه حتی واجبېږي، ترڅو چې د یو شي د حرمت په اړه دلیل موجود نه وي او هغه کسان چې د الله تعالی له نعمتونو د وقایې په برخه کې استفاده نه کوي، خپل ځان له تباهۍ سره مخ کوي.
الله ج فرمايلي دي: ﴿وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ﴾ سوره بقره، ۱۹۵ ایت
ژباړه: او په خپلو لاسونو هلاكت ته غورځول مه كوئ، او نېكي كوئ، یقینًا الله له نېكي كوونكو سره مینه كوي.
﴿ يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا خُذُوا حِذْرَكُمْ ﴾ سوره النساء، ۷۱ آیت
ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! خپل احتیاط او تدابیر ونیسئ.
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَن باتَ فوقَ بيتٍ ليس حوله شيءٌ يرُدُّ رِجْلَه؛ فقد برئتْ منه الذِّمَّةُ، ومَن ركب البحرَ بعدما يَرْتَجُّ؛ فقد برئتْ منه الذِّمَّةُ» رواه أحمد
ژباړه: څوک چې د خپل کور پر بام شپه تېروي او استراحت کوي، او د هغه څلورو خواوو ته هيڅ شی نه وي چې د هغه ساتنه وکړي، موانع موجودي نه وي، ذمه او ضمانت الله متعال له هغه بیزاره دی او یو کس چې په طوفاني کښتۍ کې وخېژي ذمه و ضمات الله متعال له هغه بیزاره دی.
«إذا قامَ أحدُكم عن فراشِهِ، ثمَّ رجعَ إليه؛ فَلْيَنْفُضْهُ بِصِنْفةِ إزارِهِ ثلاثةَ مراتٍ، فإنه لا يدري ما خَلَفه بعده» رواه البخاري و مسلم
ژباړه: کله چې له تاسو څخه یو کس د خوب له بسترې څخه راپورته شي او بیرته خپلې بسترې ته ولاړ شي، خپل بستر دې په خپل څادر باندې درې ځله ووهي، یعني خپل بستر دې وګوري، ځکه هغه نه پوهېږي چې د هغه له تلو وروسته یې بستر ته کوم شی راغلی دی.
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إنَّ هذه النارَ إنما هي عدوٌّ لكم، فإذا نمتُمْ فأطْفِئوها عنكم»
ژباړه: دغه اور ستاسو دښمن دی، کله چې ویده کېږئ، هغه خاموش کړئ.
پورته آیاتونه او احادیث د نمونې په توګه پر دې په څرګندو ټکو دلالت کوي چې اسلام د وقایې دین دی او انسان چې چېرې خطر ویني، د هغه په مقابل کې ځان باید وقایه او خوندي کړي. که چېرې خطر په سترګو ویني، خپل ځان د هغه پر وړاندې نه وقایه کوي او په پایله کې هلاک کېږي یا له ستونزې سره مخ کېږي، خپله ملامت او ګنهکار دی.
ځکه نو، پولیو ناروغي یو خطر او د تباهۍ کنده ده چې ډېر انسانان یې فلج کړي دي، ددې ناروغۍ خطر ټولو ته څرګند او ښکاره دی او له دې ناروغۍ د وقایې یواځنۍ لار د پولیو واکسین تطبیق دی، که چېرې دغه واکسین تطبیق نشي، موږ په خپله، ځان په تباهۍ او هلاکت کې اچولی، لازم احتیاط مو په پام کې نه دی نیولی او د وقایې قواعد او اصول مو نه دي مراعت کړي.
که چېرې د غفلت په سبب یا په غیري مستدلو دلایلو عمل وکړو، د پولیو واکسین حرام وګڼو او په پایله کې زموږ ماشومان په پولیو ناروغۍ اخته او فلج شي په دې صورت کې موږ ټول ګنهکار یو او د الله ج، خپل ضمیر او وجدان پر وړاندې به ملامت یو.
هغه کسان چې له کوم موجه دلیل پرته پولیو واکسین حرام ګڼي، یو حلال او حتی واجب ته حرام وايي، ددې آیت شریف په حکم کې شاملېږي چې الله متعال فرمایلي دي: «قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ قَتَلُوا أَوْلَادَهُمْ سَفَهًا بِغَيْرِ عِلْمٍ وَحَرَّمُوا مَا رَزَقَهُمُ اللَّهُ افْتِرَاءً عَلَى اللَّهِ قَدْ ضَلُّوا وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ» سوره أنعام آیت ۱۴۰
ژباړه: هغه كسان یقینًا تاوانیان شول چې خپل اولادونه يې قتل كړل، په دې حال كې چې بې وقوفان وو (او) بې پوهې وو او حرام يې كړل هغه څه چې الله دوى ته وركړي وو، په الله باندې يې دروغ وتپل، یقینًا دوى ګمراه شول او دوى هدایت موندونكي نه وو.
په عمومي توګه د پولیو واکسین تطبیق د وقایې او احتیاط یو ډول دی، احتیاط او وقایه دواړه په اسلام مبارک دين کې لوړ ارزښت لري، وقایه او احتیاط دواړه د نفس او نسل د ساتنې له اسبابو څخه دي او د اسلامي شریعت له مقاصدو څخه دي.