• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

درې لسزې مخکې د پولیو واکسین عبدالرحیم څنګه له ګوزڼ څخه وژغوره؟

Homepage د ساحې کیسې درې لسزې مخکې د پولیو واکسین عبدالرحیم څنګه له ګوزڼ څخه وژغوره؟

درې لسزې مخکې د پولیو واکسین عبدالرحیم څنګه له ګوزڼ څخه وژغوره؟

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 14, 2024
د ساحې کیسې

مرضیه فروتن

هرات، افغانستان (۲۴ وږی ۱۴۰۳) – عبدالرحیم، چې ۳۷ کاله عمر لري او اوسمهال په هرات ښار کې د خلکو بارونه او مالونه لېږدوي، په ماشومتبو کې تر پنځه کلنۍ پورې په پر‌له‌پسې ډول د پولیو واکسین ترلاسه کړی دی.

هغه مهال په هرات کې د اوس په څېر د پولیو واکسین کمپاین نه کېده، خو د هغه والدینو دی د واکسینولو لپاره روغتون ته بېوه.

عبدالرحیم وايي، خوشحاله دی چې پلار او مور یې په ماشومتوب کې د ده د روغتیا اړوند خپل مسوولیت ادا کړی او دی یې واکسین کړی دی.

هغه وویل: «د خدای ج شکر ادا کوم چې پلار او او مور مې په کوچنیوالي کې واکسین کړی یم، که یې نه وای واکسین کړی نو ښايي زما تره د زوی او زما د یوه ملګري په څېر زه هم د پولیو په ناروغۍ اخته شوی او فلج شوی وای.»

دی چې شپږ اولادونه لري، زیاتوي: «که خدای مه کړه په پولیو اخته شوی وای، نو ښايي د اوس په څېر مې مېرمن او اولادونه هم نه لرلای، ځکه زموږ په ټولنه کې خلک معلول کس ته خپله لور او خور نه ورکوي.»

عبدالرحیم د خپل تره زوی او ملګري په اړه وویل: «زما یو د تره زوی او یو ملګری چې دواړه مې همزولي دي، په ماشومتوب کې د نه واکسینېدو له امله د پولیو په ناروغۍ اخته شوي او له تېرو شاوخوا دریو لسیزو راهیسې فلج دي.»

نوموړی وايي، هغوی د پولیو ناروغۍ له امله د ور پېښ معلولیت په سبب کار نه شي کولای او ډېر وخت په کور کې تېروي، خو دی چې د پولیو واکسین له ګوزڼ څخه ژغورلی، روغ او په خپل کار بوخت دی.

عبدالرحیم پر والدینو غږ کوي چې د اولادونو روغتیا او سالم راتلونکی یې مسوولیت دی، په کار ده خپلو اولادونو ته په ماشومتوب کې ټول واکسینونه ورکړي څو د پولیو په ګډون له ډېرو ساري او ویروسي ناروغیو وژغورل شي.

 

عبدالرحیم، چې ۳۷ کاله عمر لري او اوسمهال په هرات ښار کې د خلکو بارونه او مالونه لېږدوي، په ماشومتبو کې تر پنځه کلنۍ پورې په پر‌له‌پسې ډول د پولیو واکسین ترلاسه کړی دی © له پولیو څخه خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

د پولیو واکسین مخینه

د پولیو واکسین په ۱۹۵۵ کال کې جوړ شو چې په نړۍ کې یې د دې ناروغۍ په مهارولو کې لوی بدلون راوست، خو افغانستان او پاکستان لا هم له دغه ویروس سره مبارزه کوي.

که دغه ویروس په افغانستان او پاکستان کې مهار نه شي، امکان شته چې نورو هېوادونو ته هم انتقال شي.

په لومړیو کلونو کې، د پولیو واکسین په افغانستان کې یوازې په څو محدودو روغتیایي مرکزونو کې چې د ملګرو ملتونو له ملاتړه برخمن وو، د لاسرسي وړ و خو په کلیو او بانډو ډېر ماشومان له دې واکسینه محروم وو.

شاوخوا ۳۰ کاله مخکې د هرات په ګډون په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاینونه پیل شول چې طبعاً په ځینو مواردو کې له ننګونو او خنډونو سره مخ وو.

په وروستیو کلونو کې، په ټول هېواد کې د واکسیناسیون ساحه پراخه شوې او تر ۹۰ سلنې زیات افغان ماشومان د دغو کمپاینونو تر پوښښ لاندې راغلي دي.

خو هغه ماشومان چې له دغو کمپاینونو پاتې کېږي، په روغتونونو او روغتیایي مرکزونو کې واکسین کېږي.

 

د ژوند خوندیتوب

په هر کمپاین کې د پولیو واکسین دوه څاڅکي د ماشومانو ژوند ژغوري او هغوی له دایمي فلج کېدو څخه ساتي.

ډاکټر سیف الرحمن کریمي، چې په هرات کې د ماشومانو د ناروغیو متخصص دی، وايي: “هغه ماشومان چې په دوامدار او منظم ډول د پولیو واکسین ترلاسه کوي، هېڅکله په دې ناروغي نه اخته کېږي.”

هغه زیاتوي: “د پولیو ویروس ډېر خطرناک او حتی وژونکی دی، پولیو هېڅ درملنه نه لري او د ماشومانو ژوند د تل لپاره تر اغېزې لاندې راولي، د ماشومانو د فلج کېدو د مخنیوي او د هغوی د راتلونکي د تضمین لپاره، کورنۍ مکلفې دي چې خپل له پنځه کلونو د کم عمر ماشومان په پر له پسې ډول واکسین کړي.”

کریمي زیاتوي، اوسنیو امکاناتو او فرصتونو ته په کتو هېڅ ماشوم باید له واکسینونو څخه محروم نه شي.

سږ کال د هرات په ګاونډیو دوو ولایتونو هلمند او کندهار د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې چې د دغه ولایت خلک یې اندېښمن کړي دي.

له همدې امله، په هرات کې د پولیو واکسیناسیون کمپاینونه لا پسې ګړندي شوي او په خطرناکو سیمو کې ټول ماشومان په منظم ډول واکسین کېږي.

مخکینۍ موضوع
مرضیه صدیقي؛ د پولیو واکسين اړوند د منفي انګېرنو له منځه وړلو لپاره کار کوم
بله موضوع
ماشومانو ته د پولیو واکسین په رسولو کې د محب الله رشیدي هڅې

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,