• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د هرات روغتیایي مرکزونه او له پولیو سره مبارزه

Homepage د ساحې کیسې د هرات روغتیایي مرکزونه او له پولیو سره مبارزه

د هرات روغتیایي مرکزونه او له پولیو سره مبارزه

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 3, 2024
د ساحې کیسې

مرضیه فروتن

هرات، افغانستان (۱۳ وږی ۱۴۰۳) – ګل بي بي چې ۳۷ کاله عمر لري، خپله دوه کلنه لور یې د پولیو واکسین لپاره د هرات ښار د دولسمې ناحیې روغتیایي مرکز ته راوستلې ده.

نوموړې چې په همدې سیمه کې له خپل خاوند او څلورو ماشومانو سره ژوند کوي، څو اوونۍ مخکې د پولیو واکسین د کمپاین پر مهال کوهسان ولسوالۍ ته، د خپل پلار کور ته تللې وه او ماشوم یې له واکسین څخه پاتې شوی و.

هغې خپل کور ته له بیرته ستنېدو سره د پولیو واکسین د جبرانولو په موخه خپله لور روغتیايي مرکز ته راوستلې څو هغه واکسین کړي او له پولیو خطرناکې ناروغۍ څخه یې وژغوري.

ګل بي بي وايي، په هر کمپاین کې خپل ماشوم واکسینوي، خو دا ځل یې د سفر له امله ماشوم له واکسین څخه پاتې شو.

دا څلور ماشومان لري چې یو ماشوم یې له پنځو کلونو کم او پاتې نور یې له پنځو کلونو پورته عمر لري.

دې وویل: “ما خپلو اولادونو ته په وخت د پولیو واکسین ورکړی څو په دغې ناروغۍ اخته او فلج نه شي، زه د پولیو واکسین له دایمي فلج څخه د خپلو ماشومانو د ساتلو وسیله ګڼم.”

هغې زیاته کړه، په کمپاین کې د خپل ماشوم په نه واکسنېدو ډېره اندېښمنه وه، خو کله چې روغتیايي مرکز ته راغله او ماشوم یې واکسین شو نو ډېره خوشحاله ده.

دا وايي: «که په دغه روغتیايي مرکز کې د پولیو واکسین اسانتیا نه وای نو نه پوهېده چې ماشوم ته به یې څه ور پېښ شوي وو، د خوشحالۍ ځای دی چې په روغتیايي مرکزونو کې د پولیو په ګډون د ډېرو ناروغیو د واکسین خدمات وړاندې کېږي.»

دا پر والدینو غږ کوي چې له دې اسانتیا ګټه واخلي او کله چې هم د هغوی ماشومان په د پولیو واکسین په کمپاین کې له واکسینولو پاتې کېږي نو نژدې روغتیايي مرکز ته دې یې ورولي څو همالته واکسین شي.

 

ګل بي بي وايي، په کمپاین کې د خپل ماشوم په نه واکسنېدو ډېره اندېښمنه وه، خو کله چې روغتیايي مرکز ته راغله او ماشوم یې واکسین شو نو ډېره خوشحاله ده  © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

د پولیو واکسین: د ماشومانو ژغورونکی

د ګل بي بي ترڅنګ لسګونه نورې میندې هم خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولو په موخه دغه روغتیایي مرکز ته راغلې دي.

زینب، چې ۲۶ کاله عمر لري او خپل څلور میاشتنی زوی یې په غېږ کې نیولی، په نوبت کې ولاړه ده څو ماشوم ته یې واکسین ورکړل شي.

هغې وویل: «درې میاشتې کېږي چې له ایران څخه راکډه شوې یم، دا لومړی ځل دی چې خپل ماشومان مې دغه روغتیایي مرکز ته د پولیو واکسین لپاره راوستلي دي.»

دې زیاته کړه، کله چې هرات ته راغله نو ټولو ویل چې د پولیو ویروس بیا خپور شوی، نو وېرېدلې وه چې خدای مه کړه ماشومان یې په دغه خطرناکه ناروغي اخته نه شي.

دا والدینو ته په خپل پېغام کې وايي: «د ماشومانو روغتیا زموږ مسوولیت دی، راځئ هغوی واکسین کړو او د پولیو له وژونکې او فلجوونکې ناروغۍ څخه یې وژغورو.»

 

په لوېدیځ زون کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام یوه مسوول محمد آصف کبیر وايي، هره ورځ تر ۱۰۰۰ زیات له پنځو کلونو د کم عمر ماشومانو دغو روغتیایي مرکزونو ته د پولیو واکسین ترلاسه کولو لپاره راوستل کېږي  © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

د واکسین خدمتونو ته پراخ لاسرسی

د هرات ولایت د روغتیايي چارواکو د شمېرو له مخې، په ښار او ولسوالیو کې تر ۱۳۰ زیات روغتیایي مرکزونه د پولیو واکسین خدمتونه لري.

د دغو روغتیايي مرکزونو له جملې ځینې یې د هرات د فارسي او چشت په څېر په لرې ولسوالیو کې هم فعال دي.

په لوېدیځ زون کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام یوه مسوول محمد آصف کبیر وايي: “هره ورځ تر ۱۰۰۰ زیات له پنځو کلونو د کم عمر ماشومانو دغو روغتیایي مرکزونو ته د پولیو واکسین ترلاسه کولو لپاره راوستل کېږي.”

د ده په خبره، هغه ماشومان چې د پولیو واکسین په کمپاین کې له واکسینولو پاتې کېږي، وروسته د خپلو والدینو له خوا روغتیايي مرکزونو ته وروستل کېږي څو هلته د پولیو واکسین ورته تطبیق کړي.

کبیر زیاته کړه: “زموږ هڅه دا ده چې آن په لرې سیمو کې هم هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي، په روغتیايي مرکزونو کې د واکسیناسیون پروګرام ډېر منظم دی، په ټولو ۱۳۰ روغتیايي مرکزونو کې واکسیناتوران ګومارل شوي څو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي.»

نوموړي خوښي وښودله چې د کورنیو د پوهاوي د ډېروالي له امله اوس تر پخوا ډېر ماشومان روغتیايي مرکزونو ته د واکسین د تطبیق لپاره راوستل کېږي.

مخکینۍ موضوع
غونچه ګل؛ د پولیو واکسین د اهمیت یوه ژوندۍ بېلګه
بله موضوع
«د خپلو دوو پولیو ځپلو وروڼو درد و هڅولم چې له پولیو سره په لومړۍ کرښه کې مبارزه وکړم»

اړوند مطالب

نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه

«د یوه رضاکار ژمنتیا او مبارزه، د سلګونو ماشومانو راتلونکی...

د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه

غزني، افغانستان (۳۰ غبرګولی ۱۴۰۴) – نجیب الله څلور کلن...

وروستي پوسټ

  • نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه
  • د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه
  • یو رضاکار، دوه څاڅکي، زرګونه خوندي شوي ماشومان
  • فتح‌الله او د پولیو ضد مبارزه
  • یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
دوشنبه, 30, Jun
نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه
جمعه, 20, Jun
د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه
یکشنبه, 15, Jun
یو رضاکار، دوه څاڅکي، زرګونه خوندي شوي ماشومان
پنجشنبه, 5, Jun
فتح‌الله او د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 31, May
یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه
دوشنبه, 26, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم ملي کمپاین پیل شو

Welcome back,