• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

له مخالفت تر همکارۍ: د پولیو واکسین په اړه د یوه پلار د لیدلوري بدلون

Homepage د ساحې کیسې له مخالفت تر همکارۍ: د پولیو واکسین په اړه د یوه پلار د لیدلوري بدلون

له مخالفت تر همکارۍ: د پولیو واکسین په اړه د یوه پلار د لیدلوري بدلون

PolioFreeAfghanistan
اگست 20, 2024
د ساحې کیسې

مرضیه فروتن

هرات، افغانستان (۳۰ زمری ۱۴۰۳) – د هرات د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی ۳۸ کلن حمیدګل چې څو کاله وړاندې د پولیو واکسین سخت مخالف و، اوس د پولیو واکسین له ټیمونو سره په یوه ژمن همکار بدل شوی دی.

خو د نوموړي په چلند کې دغه ناڅاپي او بنسټیز بدلون درنه بیه له ځان سره لرله، چې هغه له واکسین څخه د انکار له امله د پولیو په ناروغي د ده د دوه کلن زوی اخته کېدل او فلج کېدل و.

حمیدگل هیڅکله اجازه نه ورکوله چې ماشومان یې واکسین شي، کله به چې د واکسین ټیمونه د هغه د کور مخې ته ورغلل نو له تاوتریخوالي په ډک چلند به یې شړل.

خو د هغه د دغې کړنې له امله د پولیو ویروس د ده تر کوره ورغی، نږدې څلور کاله مخکې یې دوه کلن زوی سیدګل د پولیو په ناروغۍ اخته شو او یوه پښه یې فلج شوه.

حمیدګل اوس پر خپلو تېرو کړنو پښېمان دی او د خپل مخالفت اصلي لامل د پولیو ناروغۍ د خطرونو او د واکسین د ګټو په اړه د پوهاوي نه درلودل بولي.

هغه وایي: “له هغه وروسته چې زوی مې د پولیو په ناروغي اخته شو او د هغه پښه یې فلج کړه نو تصمیم مې ونیو چې د پولیو واکسین له ټیمونو سره همکاري پیل کړم، اوس چې هغوی زموږ کلي ته راځي نو زه له هغوی سره یو ځای کور په کور ګرځم او کورنۍ هڅوم چې خپل ماشومان د واکسین لپاره دباندې راوباسی.”

هغه چې د اوو اولادونو پلار دی، د پولیو واکسین د هر کمپاین پر مهال نه یوازې خپل دوه له پنځه کلونو د کم عمر ماشومان په منظم ډول واکسینوي، بلکې خپل ګاونډیان هم هڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

 

حمید ګل وایي: “له هغه وروسته چې زوی مې د پولیو په ناروغي اخته شو او د هغه پښه یې فلج کړه نو تصمیم مې ونیو چې د پولیو واکسین له ټیمونو سره همکاري پیل کړم، اوس چې هغوی زموږ کلي ته راځي نو زه له هغوی سره یو ځای کور په کور ګرځم او کورنۍ هڅوم چې خپل ماشومان د واکسین لپاره دباندې راوباسی.“ © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

بې درملنې درد

د سیدگل له فلجیدو وروسته حمیدگل د هغه د درملنې ډېرې هڅې وکړې او بېلابېلو روغتونونو ته لاړ خو ګټه یې و نه کړه. له بده مرغه هغه د خپل مخالفت قیمت ادا کړ، هغه مخالفت چې هغه یې کلونه د پولیو واکسین د ټیمونو پر وړاندې د یوه غره په څېر درولی و، تر هغه چې بالاخره ړنګ شو.

د حمیدګل کاکا ۴۵ کلن انارګل وايي، د پولیو په ناروغۍ د سیدګل تر اخته کېدو او فلج کېدو پورې ده هم د حمیدګل په څېر د پولیو واکسین مخاف و او حرام یې ګاڼه.

هغه زیاته کړه: “د سیدگل فلجېدل د هغه په یوه پښه کې د درد له پیدا کېدو پیل شو، هغه ډېر کوچنی چې پښې یې درد شروع کړ، ډېر یې ژړل، موږ هغه د شینډنډ روغتون ته بوت او ډاکټر ته مو وښود، ډاکټر وویل هغه سل فیصده د پولیو ناروغۍ ښکار شوی دی. ”

نارگل وړاندې وویل: “ډاکټر لږ دوا ورکړه او ویې ویل که فایده یې و نه کړه نو پوه شئ چې ماشوم مو فلج شوی دی. بیا مو هغه دوه- درې ځله د هرات ښار روغتونونو ته هم بوت خو هیڅ ګټه یې و نه کړه او پښه یې کال په کال کمروزې شوه.”

د حمیدګل ګاونډی ۲۶ کلن ولي شاه وايي، حمیدګل او کورنۍ یې د ناسمو باورونو پر بنسټ د واکسین مخالفت کاوه خو کله چې یې زوی سیدګل د پولیو ناروغۍ ښکار شو، د هغوی لیدلوري بدلون وموند او له هماغه مهاله په هر کمپاین کې د واکسین له ټیمونو سره همکاري کوي.

 

د سیدگل له فلجیدو وروسته حمیدگل د هغه د درملنې ډېرې هڅې وکړې او بېلابېلو روغتونونو ته لاړ خو ګټه یې و نه کړه. له بده مرغه هغه د خپل مخالفت قیمت ادا کړ، هغه مخالفت چې هغه یې کلونه د پولیو واکسین د ټیمونو پر وړاندې د یوه غره په څېر درولی و، تر هغه چې بالاخره ړنګ شو. © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

د مخالفتونو کموالی

په وروستیو کلونو کې په شینډنډ ولسوالۍ کې- چېرې سیدګل د خپلې کورنۍ د مخالفت له امله د پولیو په ناروغۍ اخته او فلج شو- کم شوي دي.

د دغې ولسوالۍ روغتیايي چارواکي وايي، د روغتیايي ټیمونو په هڅو د خلکو د پوهاوي کچې له لوړېدو سره د پولیو واکسین کمپاین پر وړاندې د مخالفت کچه د پام وړ کمه شوې ده.

په شینډنډ ولسوالۍ کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام یوه مسوول ډاکټر فهیم صاحبزاده وايي چې سیدګل د پولیو واکسین په اړه د خپلې کورنۍ د نه پوهاوي قرباني شوی دی.

هغه زیاته کړه: “د سیدګل په نوم د یوه ماشوم د پښې د کمزورتیا موضوع د یوه شخصي کلینک د یوه ډاکټر له لوري راپور شوې وه چې د لابراتواري معایناتو له بشپړولو وروسته موږ ته ثابته شوه چې دغه ماشوم د پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی.”

ده وویل: “د دې قضیې اصلي دلیل دا و چې دغو خلک په ټوله کې د پولیو واکسین رد کاوه.”

شینډنډ د هرات تر ټولو لویه ولسوالي ده چې د روغتیايي چارواکو په وینا، لا هم د پولیو ویروس له ګواښ سره مخ ده.

موده مخکې په دغې ولسوالۍ کې د پولیو واکسین کمپاین تر سره شو، روغتیايي چارواکي وايي په دې ولسوالي کې د پولیو واکسین ټولټال ۲۶۵ ټیمونه فعال دي چې په هر کمپاین کې دروازه په دروازه ګرځي او ماشومان واکسینوي.

سیدګل وروستی ماشوم دی چې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی، خو له هغه وروسته په تېرو دریو کلونو کې په دغه ولایت کې د پولیو مثبته پېښه نه ده لیدل شوې.

مخکینۍ موضوع
د پولیو پټ درد: د کړاو، زغم او هیلو کیسه
بله موضوع
په هرات کې د خطر زنګ: د پولیو ویروس بیا راګرځېدو او خپرېدو ته اندېښنې

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,