له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعلپوره ولسوالۍ کې – هلته چې د کابل او کونړ سیندونه یو ځای کېږي – یو بااحساسه ځوان هره ورځ د یوې داسې “جګړې” لپاره له کوره وځي چې د ډېرو خلکو له سترګو پټه پاتې ده.
دغه ځوان نجیب الله حمیدي نومېږي او ۲۸ کاله عمر لري چې له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې د پولیو پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی. هغه په پيل کې یو واکسیناتور و او اوس سیمهییز همغږی کوونکی یا کوراډیناټور.
نوموړی دا کار یوازې یوه دنده نه بلکې ملي وجیبه ګڼي او له همدې امله یې خپل ژوند د دې موخې لپاره وقف کړی چې هیڅ ماشوم باید له واکسین څخه محروم نه شي او د ده سیمه او هېواد له پولیو ویروس څخه پاک شي.
یوه پېښه، چې یو مسیر یې بدل کړ
له پولیو ناروغۍ سره د نجیب الله د مبارزې د پیل انګېزه د هغه یوه تراژیدیکه خاطره ده.
هغه وايي: «کلونه مخکې چې ماشوم وم او ښوونځي ته تلم، د پولیو ناروغۍ له امله زما د یوه ټولګيوال دواړې پښې فلج شوې، خو هغه بیا هم د خپل پلار په مرسته ښوونځي ته راته، څه موده وروسته یې پلار هم وفات شو چې له دې سره حشمت له ښوونځي پاتې شو… هغه ورځ پر حشمت یوازې د ښوونځي نه، بلکې د ژوند دروازه هم وتړل شوه.»
دې پېښې نجیب الله په ژوره توګه متاثر کړ او تصمیم یې ونیو چې کله د ښوونځي زده کړې پای ته ورسوي نو د پولیو ناروغۍ پر ضد به کار کوي.
دی وايي، دا تصمیم یې له دې هیلې سره مل و چې نور باید هیڅ ماشوم د حشمت په څېر د پولیو ناروغۍ له امله فلج نه شي او د هغه په څېر له زدهکړو او خپل راتلونکي له جوړولو پاتې نه شي.
ستراتیژیکه سیمه، ستر مسؤلیت
د نجیبالله د فعالیت سیمه «لعلپوره» یوازې یوه ساده ولسوالي نه ده، بلکې دا سیمه له جغرافیوي، ټولنیز او روغتیايي پلوه ډېر اهمیت لري ځکه د کابل او کونړ سیند له دې ځایه تېرېږي چې د سیند دواړې غاړې پراخې حاصلخېزه ځمکې لري او د ښکلې فضا او روانو اوبو له امله د تفریح او سیاحت غوره سیمه هم بلل کېږي.
دلته د سیمهییزو خلکو او سیلانیانو د اسانتیا لپاره یو لوی پُل جوړ شوی چې د دواړو غاړو اوسېدونکي سره نښلوي، همدې پراخ تګ راتګ د پولیو ویروس د انتقال او خپرېدو خطر هم ډېر کړی دی.
نجیب الله همدا خطر جدي نیولی او د خپلو ټیمونو په ملتیا نه ستړی کېدونکی زیار باسي څو هر ماشوم واکسین کړي او له پولیو خطرناکې ناروغۍ څخه یې خوندي کړي.
نجیب الله حمیدی د لعلپورې ولسوالۍ ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
هر سهار، د یوې ژمنتیا پیل
نجیبالله او د هغه همکاران د پولیو واکسین د کمپاینونو په ورځو کې له نورو مخکې پاڅېږي، د واکسین بکسونه او د اړتیا وړ نور توکي چمتو کوي، څو په وخت د واکسین د تطبیق ځایونو ته ځانونه رسوي.
دوی هر سهار له فزیکي ستړیا او ټولنیزو خنډونو سربېره خپل کار ته په ژمنتیا او مینه دوام ورکوي او ماشومان واکسینوي.
نجیبالله باور لري چې د کمپاین بریا له همدغو لومړیو ساعتونو پیلېږي: «سهار وختي ماشومان په کورونو کې وي، مور او پلار هم حاضر وي، دا هغوی ته د رسېدو تر ټولو ښه وخت دی.»
د ده په خبره، دی او همکاران یې خپل هر سهار له ژمنتیا، امید او یوه مسوولیت سره پیلوي، داسې مسوولیت چې د زرګونو ماشومانو راتلونکی ور پورې تړلی دی.
عامه پوهاوی، یوه بریا
د نجیبالله او د هغه د همکارانو د هڅو له برکته، اوس د سیمې په خلکو کې د واکسین د ارزښت په اړه د پوهې کچې پراخه شوې ده، د کلیو مشران، دیني عالمان، ځوانان او مېرمنې ټول د واکسین ټیمونو ملاتړ کوي.
د لعلپورې ولسوالۍ یو اوسېدونکی جاوېد وايي: «له پولیو سره مبارزه د هر افغان انساني او اسلامي وجیبه ده؛ موږ باید له واکسیناتورانو سره مرسته وکړو چې زموږ ماشومان واکسین کړي او د پولیو له فلجوونکې ناروغۍ څخه خوندي شي.»
د سیمې بل اوسېدونکی محمد ادریس بیا له واکسین څخه د پاتې ماشومانو په پېژندلو او هغوی ته د واکسین په رسولو کې له واکسیناتورانو سره مرسته کوي.
دی وايي: «دا یوه ټولنیزه همکاري ده چې د سیمې هر وګړی ورته ځان ژمن بولي، ځکه که یو ماشوم هم له واکسین څخه بې برخې شي، نو نور ماشومان له ګواښ سره مخ کولای شي.»
نجیب الله حمیدي له واکسین وروسته د یوه ماشوم ګوته په نښه کوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د روغتیاپالانو خبرداری
د لعلپورې ولسوالۍ د سیمهییز روغتون یو روغتیاپال ډاکټر یار محمد وایي، پولیو یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره ماشومان ورباندې اخته کېږي: «پولیو له یوه کس څخه بل ته په خورا اسانه توګه انتقالېږي؛ په ځانګړي ډول د هغو ماشومانو تر منځ چې د حفظالصحې شرایط یې کمزوري وي. که دغه ویروس د یوه ماشوم بدن ته داخل شي نو د تل لپاره یې فلج کوي.»
نوموړی زیاتوي چې د دې ناروغۍ درملنه نشته خو واکسینیې موثره وقایوي وسیله ده، یوازې دوه څاڅکي واکسین کولای شي یو ماشوم له تلپاتې فلج څخه وژغوري.
نوموړی د نجیبالله او نورو رضاکارانو هڅې هم ستايي او وايي: «دغه ځوانان د ټولنې رښتیني قهرمانان دي. دوی له سهاره تر ماښامه له ډول ډول ستونزو سربېره زیار باسي څو تر ماشومانو واکسین ورسوي. دا یو معمول کار نه دی بلکې یوه انساني ژمنتیا ده.»
دی له خلکو غواړي چې د دغو هڅو قدر وکړي او له واکسین ټیمونو سره همکاري وکړي: «پولیو ته ماتې ورکول یوازې د واکسیناتورانو مسوولیت نه دی. دا زموږ ټولو ملي او اسلامي وجیبه ده چې خپل ماشومان واکسین کړو او په دې برخه کې د کمپاین له رضاکارانو سره مرسته وکړو.»
د یو نسل د ژغورنې هوډ
د نجیبالله کیسه یوازې د یو شخص د هوډ، احساس او هڅو بیان نه دی؛ دا د یو داسې نسل غږ دی، چې غواړي راتلونکی یې پر خپلو پښو ولاړ وي.
هغه ماشومان چې نن یې نجیبالله او د هغه همکاران واکسینوي، ښايي سبا د همدې هېواد ډاکټران، ښوونکي، انجینران او مشران وي. خو که دغه دوه څاڅکي واکسین ورته و نه رسېږي، نو ښايي سبا هیڅ را نه شي.
پولیو یوه خاموشه، خو وژونکې ناروغي ده، او له هغې سره مبارزه یوازې د څو کسانو نه، بلکې د ټول ملت، هر پلار او هرې مور ګډ مسوولیت دی.
راځئ د پولیو پر ضد د دې مبارزې برخه شو، څو زموږ راتلونکی نسل د فلج له سیوري ازاد له پرمختګ ډک ژوند ولري.