• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو واکسین په اړه شکونه او د هغوی ځوابونه

Homepage اسلام او روغتیا د پولیو واکسین په اړه شکونه او د هغوی ځوابونه

د پولیو واکسین په اړه شکونه او د هغوی ځوابونه

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 15, 2023
اسلام او روغتیا

ليکنه او تحقيق: مفتي شمس الرحمن فروتن

د ملي اسلامي مشورتي ډلې مسوول

 

 سریزه

د پولیو واکسین په اړه وړاندې شوي شکونه بې بنسټه او د شایعاتو له مخي شوي دي، دغه فتواوې او شکونه ددې سبب شوي چې ډېر خلک خپلو ماشومانو ته د پولیو له واکسین تطبیقولو څخه ډډه وکړي، بلاخره ددغو بې ځایه شکونو په پایله کې د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ شوی دی.

په دغه مقاله کې لومړی اړوند شکونه بیان شوي بیا د هر شک په اړه مدلل ځواب وړاندې شوی دی.

 

اړوند شکونه او شبهات

لومړی شک: دغه واکسینونه له لوېدیځو هېوادونو راوړل شوي دي، له دې لارې لوېدیځ هېوادونه غواړي چې مسلمانانو ته ضرر ورسوي او مسلمان شنډوي او جنسي قوه یې کمزورې کوي.

دویم شک: په پولیو واکسین کې د خنزیر غوړ او چربي ګډه ده، ځکه نو وايي چې پولیو واکسین حرام دی.

درېیم شک: د پولیو واکسین د الله ج د توکل پر ضد او د الله ج د ارادې د ځنډ سبب کېږي.

څلورم شک: د پولیو واکسین د جانبي عوارضو لرونکی دی، کله چې ماشومان واکسینېږي، هغوی تبه نیسي او په وجود کې یې درد پیدا کېږي.

 

د پورته شکونو ځوابونه

د لومړي شک ځواب: شک دادی چې دا واکسینونه له لوېدیځو هېوادونو راوړل شوي دي او غواړي چې مسلمانانو ته ضرر ورسوي، مسلمانان شنډ او د هغوی جنسي قوه کمزورې کړي.

دا شک له وهم پرته بل څه نه دی او یوه بې بنسټه ادعا ده چې هیڅ دلیل نلري. د نړۍ په کچه په اسلامي هېوادونو کې په میلیونونو ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین شوي دي، تر دې دمه هیڅوک نه شنډ شوی او نه هم د چا جنسي قوه کمزورې شوې ده.

په اسلامي هېواودنو کې پرمختللي هېوادونه هم شته، هغوی کولای شي چې دغه واکسین تجزیه او تحلیل کړي، خو تر دې دمه یې په پولیو واکسین کې دغه ډول شی او مواد نه دي موندلي چې له کبله یې ماشومان شنډ یا هم د هغوی جنسي قوه کمزورې شي.

پر دې سربېره له لوېدیځو هېواونو څخه د پولیو واکسین راتلل ددې واکسین د حرمت سبب کېدلی نشي، بلکې پولیو واکسین یوه درملنه او حکمت دی او حکمت او پوه د مؤمن ورک شوی شی دی چې هر چېرې ومومي باید ترلاسه یې کړي.

الله ج موږ له غیر مسلمانانو سره له تعامل نه منع کوي، الله متعال په دې اړه ویلي دي:

«لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ» سوره ممتحنه، آیت (۸)  

ژباړه:  الله تاسو له هغو كسانو نه نه منع كوي چې له تاسو سره يې په دین كې نه جنګ كړى دى او نه يې تاسو له خپلو كورونو نه وېستلي یئ دا چې تاسو له هغوى سره نېكي وكړئ او له دوى سره انصاف وكړئ، بېشكه الله انصاف كوونكي خوښوي.

په دې آیت مبارک کې ښکاري چې الله ج مسلمان له غیر مسلمانانو سره له تعامل څخه نه دي منع کړي، په دې شرط چې له غیر مسلمان څخه مسلمان ته کوم شر یا بدي پېښه نشي او دا تعامل د مسلمانانو د کمزوري کېدو او متضرر کېدو سبب نشي.

پس له غربي هېوادونو څخه د پولیو واکسین پر راوړلو او راکړه ورکړه باندي هیڅ ممانعت نشته، ځکه له پولیو واکسین څخه مسلمانانو ته هیڅ خطر نه دی متوجه.

که حقیقت درک کړو په اسلامي هېوادونو کې د مسلمانانو نفوس د نورو ادیانو په پرتله زیات دی او نسل یې د نورو ادیانو په پرتله ډېر دی، دا په دې معنی دا ده چې پولیو او نورو واکسینونو د مسلمانو پر نفوس باندې منفي اغیز نه دی کړی، بلکه لا هم د مسلمانانو شمېر لا هم پر ډېرېدو دی.

که له لوېدیځو هېوادونو څخه د پولیو واکسین د راتګ په خاطر هغه حرام وګڼو، پس له لوېدیځو هېوادونو څخه ډېر درمل او خوراکي توکي هم راځي، بیا نو د هغو شیانو په اړه ولي اندېښنې نشته؟

د دویم شک ځواب: دا شک په دې توګه دی چې په پولیو واکسین کې د خنزیر غوړ او چربي ګډه ده، ځکه نو وايي چې پولیو واکسین حرام دی.

ځواب دادی چې په پولیو واکسین کې د خنزیر چربي او غوړ هیڅ ساینس او پوهې نه دي ثابت کړي، ځکه نو پولیو واکسین په اسلامي هېوادونو کې تطبیق کېږي او ددې واکسین تولید او مراقبت ټول د مسلمانانو او غیر مسلمانانو تر څار او نظارت لاندې مخ ته ځي، تر اوسه هیڅ اسلامي هېواد او مسلمان کس نه دي ویلي چې د پولیو واکسین په ترکیب کې د خنزیر غوړ او چربي شامله ده.

په اسلامي نړۍ کې ډېر ډاکټران شته چې د پولیو واکسین په لابراتوار کې دقیق تجزیه او څېړې، دا کار نن ورځ ممکن دی ځکه ډېر امکانات شته، ولي تر دې دمه یې داسي ثبوت نه دی پیدا کړی چې په پولیو واکسین کې د خنزیر چربي یا غوړ شته.

پر دې سربېره، که کفار یا د مسلمانانو دښمنان په پولیو واکسین کې د خنزیر چربي او یا کوم بل حرام شی ګډوي څو مسلمانان شنډ یا له جنسي اړخه کمزوري کړي، ولي یې په نورو توکو او شیانو کې نه ګډوي چې له پولیو واکسین څه یې ډېر مسلمانان کاروي. مثلاً دا کار ولي په پرستامول ګولیو سره نه کوي.

همدارنګه په ډېرو هغو خوړو کې یې ولي نه ګډوي چې له لوېدیځو هېوادونو څخه واردېږي، ځکه هغوی کولی شي چې په دې شیانو کې هم اړوند مواد ګډ کړي چې مسلمانان یې کاروي.

که فرض کړو چې په پولیو واکسین کې یې د خنزیر چربي یا غور ګډ کړي دي، دا کار د کومې اړتیا لپاره کوي، په دې آساس د خبرې حقیقت بدلون کوي، کله چې د یو څه حقیقت بدلون وکړي، اصل حکم نه پاتېږي. مثلاً شراب، کله چې یې حقیقت بدلون وکړي، په سرکې باندې بدلېږي او د سرکې خوړل حرام نه دي، که څه هم هغه د شرابو له اصل څخه جوړه شوې وي.

که فرض کړو چې په پولیو واکسین کې د خنزیر غوړ او چربي د کفارو دسیسه ده، راځئ په دې اړه یو څه عاقلانه فکر وکړو، که چېرې مسلمانان مستقیما د خنزیر غوښه یا غوړ وخوري، ددې کار کفارو ته یې څه ګټه رسېږي او څه اړتیا لري چې په پولیو واکسین چې د خنزیر چربي یا غوړ ګډ کړي. که دقیق فکر وکړو، ددې کفارو ته هیڅ ګټه نه رسېږي او ولي دومره لګښت پرې کوي. واضح خبره ده چې په پولیو واکسین کې د خنزیر د چربي یا غوړ شتون بې اساسه او غیر منطقي خبره ده او د بې بنسټه افوهاتو او اوازو له مخي خپره شوې ده.

مخکینۍ موضوع
د پولیو نړیوالې ورځې په مناسبت د عامې روغتیا د وزیر ډاکټر قلندر عباد پېغام
بله موضوع
دوه ویشت کلن سید صمیم د ګوزڼ ناروغۍ له امله د ژوند چارې په ډېرې سختۍ مخ ته وړي

اړوند مطالب

د اسلامي لارښوونو په پلي کولو د وبايي ناروغیو وقایه او مخنیوی

مفتي شمس الرحمن فروتن د اسلامي مشورتي ډلې مسوول  ...

د اسلام له نظره د پولیو واکسین حکم

شمس الرحمن فروتن د اسلامي مشورتي ډلې مسئول   مقدمه...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,