د پولیو پروګرام د معلوماتو د مدیریت سیسټم ورکشاپ جوړ شو
کابل، افغانستان (۲۱ غویی ۱۴۰۲): د پولیو د معلوماتو د مدیریت سیسټم (APMIS) روزنیز ورکشاپ دا ځل په پکتیا او خوست ولایتونو کې وړاندې شو. د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني علمیاتي مرکز رییس، ډاکټر نیک ولي شاه مؤمن، د پروګرام د نورو چارو ترڅنګ له دغه ورکشاپ څخه هم لیدنه وکړه.
نوموړي د ورکشاپ ګډونوالو ته وویل: «دغه سیسټم د پولیو پروګرام د معلوماتو د راټولونې، کره والي او د همدغو معلوماتو پر بنسټ له پرېکړو کولو سره اغېزناکه مرسته کوي.»
په ختیځ کې د پولیو د معلوماتو د مدیریت سیسټم له بشپړېدو وروسته، دغه سیسټم په سویل ختیځ زون کې هم فعالېږي. د پروګرام لپاره د دغه سیسټم د لا موثریت په موخه، د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز له لوري د ساري ناروغیو د کنټرول مرکز (CDC) په تخنیکي ملاتړ په پکتیا او خوست کې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو. په دغه روزنیر پروګرام کې د بېلابېلو برخو ۴۴۷ کسانو ته روزنه ورکړل شوه.
په پلان کې ده چې له دې وروسته، دغه روزنیز ورکشاپ په پکتیکا او غزني ولایتونو کې هم جوړ شي. په اوږده موده کې په پلان کې ده چې دغه سیسټم د هېواد په نورو سیمو کې هم جوړ شي.