د پولیو قرباني؛ د پولیو په وړاندې د لومړۍ کرښې مبارز
مرضیه فروتن
هرات، افغانستان (۲۶ کب ۱۴۰۲) – عبدالرحمن سیفي چې په یوه لاس کې یې لکړه او په بل لاس کې یې د واکسین صندوق دی، کور په کور ګرځي څو له پنځو کلونو د کم عمر ماشومانو ته د پولیو/ ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسین ورکړي.
د ۴۵ کلونو عمر لرونکی دغه وګړی د هرات ښار لوېدیځ لوری په یوه وروسته پاتې سیمه کې واکسیناتور دی چې د ماشومتوب پر مهال یې د پولیو ناروغۍ له امله یوه پښه فلج شوې او له هماغه مهاله د لکړې په مرسته تګ راتګ کوي.
دی وايي، د دغې بدمرغې ناروغۍ درد او کړاو مجبور کړ چې له پولیو ناروغۍ سره د مبارزې لومړۍ کرښې ته ور ودانګي څو نور ماشومان د ده په څېر په دې خطرناکې ناروغۍ اخته نه شي.
د ده په خبره، له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره د واکسیناتور په توګه کار کوي او د هر کمپاین پر مهال کور په کور ګرځي او ماشومان واکسينوي.
هغه زیاته کړه: «د پولیو له منځه وړلو پروګرام کې د واکسیناتور په توګه له کار کولو زما تر ټولو لویه انګیزه دا ده چې زه پخپله د پولیو په بدمرغه ناروغۍ اخته یم، خو غواړم نور ماشومان په دې ناروغۍ اخته نه شي، په خپلو پښو ولاړ شي او لوبې وکړي.»
عبدالرحمن سیفي چې په یوه لاس کې یې لکړه او په بل لاس کې یې د واکسین صندوق دی، کور په کور ګرځي څو له پنځو کلونو د کم عمر ماشومانو ته د پولیو/ ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسین ورکړي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ مرضیه فروتن
دی چې هر کور ته ورځي نو د ځان مثال ورکوي چې د پولیو ناروغۍ قرباني دی او په دې توګه کورنۍ هڅوي څو له دې خطرناکې ناروغۍ څخه د خوندیتوب په موخه خپل ماشومان واکسین کړي.
د واکسيناتور په توګه په کمپاین کې د عبدالرحمن شتون او د هغه هڅې چې کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته رابولي، د دې لامل شوې چې د هغه تر فعاليت لاندې سيمه کې ټولې کورنۍ خپل ټول تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسين کړي.
د سيمې يو اوسېدونکی ٣٨ کلن محمد اقبال – چې د دريو ماشومانو پلار دى – وايي هر ځل چې واکسیناتور عبدالرحمن ويني نو د خپلو ماشومانو واکسینولو ته لا ډېر تشویقېږي.
هغه زیاته کړه: «دغه واکسیناتور چې په خپل معلول دی، زموږ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره ډېرې هڅې کوي، موږ د هغه احساس او هڅې ستایو او تل یې ملاتړ کوو.»
دی پر کورنیو غږ کوي چې د عبدالرحمن حالت ته دې وګوري او اجازه دې نه ورکوي چې ماشومان یې د هغه په څېر معلول شي، موږ ټول باید یو او بل ته لاس ورکړو څو د پولیو ناروغي له افغانستان ورکه کړو.
عبدالرحمن سیفي د هرات ښار په لویدیځه څنډه کې یوې ماشومې ته د پولیو واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ مرضیه فروتن
محمد اقبال وايي، پخپله یې هم مخکې د پولیو واکسین د ګټو په اړه ډېر معلومات نه درلودل او خپل ماشومان یې په منطم ډول نه واکسینول، خو د عبدالرحمن له لوري د پوهاوي په پایله کې له تېرې څه مودې راهیسې په هر کمپاین کې خپل ماشومان واکسینوي.
د سیمې بل اوسېدونکی ۲۷ کلن رامین وايي، چې د دوی په سیمه کې تر ډېره د کډوال او له ولسوالیو راغلي خلک ژوند کوي چې د پولیو واکسین په اړه یې معلومات نه درلودل خو د عبدالرحمن هڅې د دې لامل شوی چې ټول خپل ماشومان واکسین کړي.
هغه زیاته کړه: «هغه سربېره پر دې چې معلول دی او په ډېرې سختۍ پر لارې ځي خو زموږ ماشومانو رسیدګي کوي، هغه له ماشومانو سره ډېره مینه کوي او کورنۍ هم په ډېره لېوالتیا خپل ماشومان د واکسین لپاره ده ته راباسي.»
رامین وویل، ټولې کورنۍ د خپلو ماشومانو پر وړاندې مسوولیت لري او په هر کمپاین کې یې باید وکسین کړي څو د عبدالرحن په څېر د پولیو په فلجوونکې ناروغۍ اخته او معلو نه شي.
په لوېدیځ زون کې د واکسیناسیون ملي پروګرام مسوول احمد وحید رحماني وايي، هڅه کوي د پولیو ناروغۍ له امله معلولو شوو کسانو ته د پولیو واکسین په کمپاین کې ډېر رول ورکړي.
هغه زیاته کړه: «دغه ډول معلول کسان د ماشومانو د واکسینولو په برخه کې د کورنیو په هڅونه او د کمپاین په بشپړ تطبیق کې اغېزناک رول لري، په کمپاین کې د هغوی حضور کورنیو ته څرګند پیغام لري چې که خپل ماشومان واکسین نه کړي نو د دوی په څېر به معلول شي.»
دی وايي، د پولیو په ناروغۍ اخته کسان د ماشومانو واکسینولو په برخه کې له لوړې انګېزې برخهمن دي، هغوی د پولیو ناروغۍ درد او کړاو له زړه احساسوي او په همدغه بنسټ نه غواړي چې ماشومان د دوی په څېر په تلپاتې معلولیت اخته شي.
عبدالرحمن په افغانستان کې له هغو زرګونو کسانو څخه دی چې شاوخوا څلوېښت کاله مخکې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی.
په تېرو شلو کلونو کې د نړیوالو مرستندویه ادارو په ملاتړ په هېواد کې د پولیو ناروغۍ پېښې کال په کال کمې شوې دي.
د هېواد په لوېدیځ زون کې د تېرو دریو کلونو په اوږدو کې د پولیو د انساني او چاپېریالې پېښو کمېدل د دغو هڅو څرګنده بېلګه ده.