• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو واکسین په وړاندې د انکار له منځه وړلو لپاره د جاوید رووفي هڅې

Homepage د ساحې کیسې د پولیو واکسین په وړاندې د انکار له منځه وړلو لپاره د جاوید رووفي هڅې

د پولیو واکسین په وړاندې د انکار له منځه وړلو لپاره د جاوید رووفي هڅې

PolioFreeAfghanistan
دسمبر 13, 2024
د ساحې کیسې

هرات، افغانستان (۲۳ لېندۍ ۱۴۰۳) – د هرات ښار په اوومه ناحیه کې، چې له کلونو راهیسې په کې ګڼو کورنیو خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین له ورکولو انکار کاوه، جاوېد رووفي د پولیو واکسین کمپاین د کوارډینېټر/ همغږي کوونکي په توګه یوه ننګوونکې خو مهمه دنده ترسره کوي.

دغه ۳۲ کلن ځوان، چې د نرسینګ له څانګې فارغ دی، له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د پولیو واکسین کمپاین اړوند د څو ټیمونو/ ډلو مشري کوي او هڅه کوي چې په دې تړاو د خلکو منفي نظرونه او لیدلوري بدل کړي.

 

له انکار څخه منلو ته بدلون

جاوید رووفي وایي: «هغه لسګونه کورنۍ چې پخوا یې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین له ورکولو انکار کاوه، اوس زموږ د هڅو په پایله کې قانع شوې دي او په هر کمپاین کې خپل د پنځو کلونو د کم عمر ماشومان واکسینوي.»

دی زیاتوي چې د واکسین د ګټو په اړه د علمي معلوماتو وړاندې کول، د ژوندیو بېلګو په توګه د هغو ماشومانو یادول چې د واکسین په وسیله له فلج څخه ژغورل شوي او د سیمه‌ییزو مشرانو او ملا امامانو همکاري د خلکو د ذهنیتونو په بدلولو کې اغېزناک تمام شوي دي.

رووفي وویل: «په تېرو ۱۷ کلونو کې سلګونه کورنۍ چې پخوا یې د پولیو واکسین رداوه، اوس د دغه کار په اهمیت پوهېدلې دي؛ خو لا هم په ځینو سیمو کې د پوهاوي د کمښت او ناسمو دودونو له امله ماشومان له پولیو واکسین څخه بې‌برخې کېږي، موږ په ټول توان کار کوو څو دا ډول کورنۍ وپېژنو، هغوی ته پوهاوی او قناعت ورکړو او د خپلو ماشومانو واکسینولو ته یې وهڅوو.»

 

د جاوید رووفي او د هغه د ټیمونو دوامدارې هڅې په څرګند ډول د پولیو واکسین په وړاندې د انکار د کمېدو لامل شوې دي. © له پولیو خلاص افغانستان /۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

د عمومي ذهنیت بدلون

د جاوید رووفي او د هغه د ټیمونو دوامدارې هڅې په څرګند ډول د پولیو واکسین په وړاندې د انکار د کمېدو لامل شوې دي.

د بهناز احمدي په نوم د پولیو واکسین کمپاین یوه رضاکاره وایي چې په هرات کې د تېرو کلونو په پرتله اوس د پولیو واکسین کمپاینونو وضعیت ښه شوی دی.

هغې وویل: «پخوا ګڼ شمېر کورنیو د خپلو ماشومانو له واکسینولو انکار کاوه؛ خو اوس ډېرې کورنۍ خپل ماشومان واکسینوي.»

نوموړې د سیمه‌ییزو مشرانو او ملا امامانو پر ملاتړ ډ ټینګار په کولو زیاتوي: «موږ د خلکو د پوهاوي لپاره خپلې هڅې روانې ساتو او هیله لرو چې هیڅ ماشوم له پولیو واکسین څخه بې‌برخې پاتې نه شي.»

 

د یوې پښېمانې مور کیسه

شکیلا نظیربیک، چې خپله دوه‌نیم میاشنۍ لور یې د واکسین لپاره د اوومې ناحیې جومات ته راوستلې وه، د عمومي ذهنیت د بدلون یوه ښکاره بېلګه ده.

هغه، چې پخوا یې د پولیو واکسین رداوه، اوس پر خپلې پخوانۍ پرېکړې پښېمانه ده.

هغې وویل: “ما پخوا له ځینو خلکو اورېدلي وو چې د پولیو واکسین ماشومانو ته زیان رسوي، نو هر ځل چې به واکسیناتوران راتلل، ما به ورته ویل چې ماشوم نه لرم.»

خو د پولیو واکسین کمپاین د کارکوونکو د پوهاوي په یوې ناستې کې له ګډون وروسته د شکیلا نظر بدل شو.

هغې زیاته کړه: «په هغه غونډه کې مې درک کړه چې د پولیو واکسین د ماشومانو لپاره څومره ګټور دی. له هغې ورځې مې پرېکړه وکړه چې هېڅکله به د خپلو ماشومانو د واکسین مخه ونه نیسم.»

شکیلا اوس باور لري چې د پولیو واکسین د یوه سالم او روغ نسل لپاره اړین دی او ټول والدین باید په دې برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.

 

د بهناز احمدي په نوم د پولیو واکسین کمپاین یوه رضاکاره وایي: «پخوا ګڼ شمېر کورنیو د خپلو ماشومانو له واکسینولو انکار کاوه؛ خو اوس ډېرې کورنۍ خپل ماشومان واکسینوي.» © له پولیو خلاص افغانستان /۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

له پولیو څخه د خلاصې ټولنې پر لور یو ګام

په هرات کې د جاوید رووفی او د هغه د همکارانو هڅې د پولیو له منځه وړلو ته د ژمنتیا او ګډ کار یوه نمونه ده.

د عامه پوهاوي له زیاتېدو او د انکار د مواردو له کمېدو سره دا هیله پیدا شوې چې یوه ورځ به په افغانستان کې هیڅ ماشوم له پولیو واکسین څخه نه بې‌برخې کېږي او دا ناروغي به په بشپړ ډول له منځه ځي.

مرضیه فروتن، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
کېمیا عظیمی: د هیلو او ارادې روایت او پر ژوند د واکسین اغېزې
بله موضوع
د یوه روغ راتلونکي پیل: کله چې کورنۍ پر واکسین باور کوي

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,