د پولیو د درد تر شا تلپاتې غمیزه
سعید زابلی
هلمند، افغانستان (۱۶ وږی ۱۴۰۳) – د هلمند ولایت اوسېدونکی ۲۳ کلن کفایت الله چې د ژوند هره شېبه یې پر خپلو پښو د تګ په ارمان تېره کړې، د دوو لکړو په مرسته تګ راتګ کوي.
هغه چې د دغه ولایت د شمالي ولسوالۍ واشېر اوسېدونکی دی، اوس د لښکرګاه ښار په مختار سیمه کې ژوند کوي.
کفایت الله څلور کلن و چې د پولیو په ناروغۍ اخته شو او د هغه له پښو یې د حرکت توان واخیست.
دا هغه وخت و چې تازه یې په خپلو خاړپوڅو، شوخیو او نازونو د ماشومتوب په نړۍ کې ګام ایښی و، خو د پولیو مرګونې ناروغۍ د هغه د ماشومتوب تخت په داسې بې رحمۍ چپه کړ چې د هغه ژوند یې د تل لپاره بدل کړ.
نوموړي له درد او کړاو په ډک انداز وویل: «څلور کلن وم چې سخت ناروغ شوم، زوروره تبه او د سر درد راته پیدا شو، د څو ورځو په تېرېدو که څه هم زما تبه او د سر درد ښه شول خو پښې مې داسې کمروزې شوې چې بیا مې هیڅکله ګام ورباندې وانخیست.»
د ده په باور، همدا د هغه د بدبختۍ پیل و چې د کورنۍ له لوري د نه واکسین کېدو له امله ورسره مخ شوی و.
دی وايي: «هغه مهال زموږ کورنۍ د پولیو واکسین ته اهمیت ور نه کړ او زه یې واکسین نه کړم چې له امله یې زه په دې ناوړې ناروغۍ اخته شوم او د تل لپاره د نورو د اوږو بار شوم.»
خو وايي، خوښ دی چې له معلولیت سربېره یې زده کړې کړې دي او له دوولسم ټولګي فارغ شوی دی.
هغه وویل: «زه چې ماشوم وم نو پلار به مې هره ورځ لاس نیولی تر ښوونځي بېولم، که څه هم دا زموږ د کورنۍ لپاره ډېره سخته وه خو بیا هم وتوانېدم پوره دوولس کاله ښوونځی ولولم.»
د هلمند ولایت اوسېدونکی ۲۳ کلن کفایت الله چې د ژوند هره شېبه یې پر خپلو پښو د تګ په ارمان تېره کړې، د دوو لکړو په مرسته تګ راتګ کوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی
دی زیاتوي، اوس یې د مشر ورو په مرسته په لښکرګاه کې لوړې زده کړې پیل کړې دي، لویه هیله یې دا ده چې ډاکټر شي او له دې لارې ټولنې ته خدمت وکړي.
کفایت الله هره ورځ د ژوند پر مخ بېولو مبارزه کوي، هغه څه چې نورو ته عادي ښکاري، خو ده ته اوږد او ستونزمن سفر.
دی په دې باور دی چې معلولیت یې ژوند محدود کړی: «د ناسم ټولنیز ذهنیت له امله تل په دې اړه فکر کوم چې کاش د نورو انسانانو په څېر روغ وای او معلول نه وای، ځکه دا یوه داسې پلمه ده چې ستا د هر خوب او ارمان مخه نیسي.»
نوموړی یوازې خپل فزیکي حالت نه ځوروي، بلکې د د خلکو بې رحمه پېغورونه یې هم هره ورځ زخمونه تازه کوي.
هغه ژوره ساه واخیسته او په مایوسوونکي انداز یې وویل: «خلک په یوه او بل نامه را غږ کوي، ځینې مې ګوډ بولي، ځینې شل؛ له بده مرغه زه هره ورځ له دغه اذیت سره ژوند کوم.»
کفایت الله یوازې د خپلو ستونزو په اړه خبرې نه کوي، بلکې د نورو د ژغورنې لپاره خپله دردونکې کیسه تر هر وګړي او کورنۍ رسوي.
هغه له ژور احساس سره وایي: “پولیو یوه ډېره خطرناکه ناروغي ده، دا ناروغي یوازې جسم نه، بلکې د انسان ټول ارمانونه فلج کوي، زه غواړم ټول خلک پوه شي چې که خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړي نو د پولیو په ناروغي به اخته شي چې پایله یې مړینه او یا هم تلپاتی معلولیت دی.»
کفایت الله وايي: «خلک په یوه او بل نامه را غږ کوي، ځینې مې ګوډ بولي، ځینې شل؛ له بده مرغه زه هره ورځ له دغه اذیت سره ژوند کوم.» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی
د کفایت الله ورور مولوي عبدالمطهر بریالی وايي، ورور یې کفایت الله له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې له معلولیت سره ژوند کوي چې د هغه تر څنګ ټوله کورنۍ ځوروي.
خو دی زیاتوي، هڅه کوي ورور یې زده کړې وکړي او په راتلونکې کې د دې جوګه شي چې د نورو له مرستې پرته خپل ژوند پر مخ یوسي.
ده پر کورنیو غږ وکړ چې د پولیو واکسین دې بې اهمیته نه بولي، بلکې خپل ماشومان دې په وخت واکسین وکړي څو برخلیک یې د ده د ورور په څېر نه شي.
د ډاکټر میرزا محمد پاڅون په نوم د هلمند یو ډاکټر وايي، پولیو یوه مرګونې ناروغي ده چې هیڅ راز درملنه نه لري خو یوازې د واکسین په وسیله یې مخینوی کېدای شي.
دی وايي، له همدې امله دا د هرې کورنۍ دنده ده چې خپل ماشومان په وخت واکسین کړي څو د پولیو ناروغۍ له زیانونو خوندي شي.
پولیو، چې د ماشومانو د ګوزڼ په نوم هم یادیږي، یوه ویروسي ناروغي ده چې پر عصبي سیسټم برید کوي او په درنو مواردو کې د تلپاتې فلج لامل کېږي.
سره له دې چې په ډېرو هېوادونو کې د پولیو واکسین له امله دا ناروغي له منځه تللې، خو افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې لا هم دغه ویروس د ماشومانو ژوند ګواښي.