په هرات کې د خطر زنګ: د پولیو ویروس بیا راګرځېدو او خپرېدو ته اندېښنې

مرضیه فروتن
هرات، افغانستان (۳۱ زمری ۱۴۰۳) – د هرات ښار په سوېل کې د کاربار په نوم کانال د ناپاکو اوبو د تېرېدو او درېدو ځای دی چې تل د روغتیايي ټیمونو له لوري د پولیو ویروس د نمونو اخیستلو لپاره کارول شوی دی.
له دریو کلونو وروسته یو ځل بیا په دغه کانال کې د پولیو وحشي ویروس شتون تثبیت شوی او دا د دې څرګندونه کوي چې د پولیو ویروس بیا هرات ته راګرځېدلی چې د خلکو اندېښنې یې پارولې دي.
۴۶ کلن فضل احمد چې د دوو ماشومانو پلار هم دی او یاد شوي کانال ته څېرمه ژوند کوي، د پولویو ویروس د مثتبو نمونو شتون سخت اندېښمن کړی دی.
هغه وویل:”د هرات له عامې روغتیا ریاست څخه زما غوښتنه دا ده چې د پولیو ویروس د خپرېدو مخنیوی وکړي، سره له دې چې په وروستیو اوونیو کې څو ځله د کاربار کانال ضد عفوني شوی دی، خو موږ چې دغه ځای ته نژدې ژوند کوو، ډېر اندېښمن یو.”
فضل احمد زیاته کړه، په کندهار کې ځینې ماشومان د پولیو په ناروغۍ اخته شوي دي او زه وېره لرم چې په هرات کې به هم ماشومان په دې ناروغي اخته شي، مخکې له دې چې ماشومان د دغې خطرناکې ناروغۍ ښکار شي حکومت یې باید د مخنیوي لپاره ګامونه واخلي.
له دریو کلونو وروسته یو ځل بیا په هرات کې د پولیو ویروس چاپېریالي نمونې مثبت شوې چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن
د خطر زنګ
د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې د پولیو د مثبتو چاپېریالي نمونو شتون د خطر زنګ دی.
د دغه ریاست مرستیال غلام محمد حنفي وايي: «د پولیو ویروس اوس له هر وخت ډېر د هرات ماشومان ګواښي، زموږ او د نورو اړوندو ادارو ټولې هڅې دا دي چې د ویروس د خپرېدو مخنیوی وکړو.»
هغه زیاته کړه، هغه نمونې چې درې میاشتې مخکې له کاربار کانال څخه اخیستل شوې، مثبتې پېژندل شوې دي چې دا زموږ لپاره جدي خبرداری دی.
هغه د پولیو تېر واکسین کمپاین ته په اشارې وویل: “دا کمپاین له پخوانیو کمپاینونو څخه مختلف دی، هر څومره چې د واکسین پوښښ پراخ وي او ماشومان زیات واکسین شي، د پولیو ویروس د خپرېدو مخنیوی ورسره ډېرېږي..”
د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې د پولیو د مثبتو چاپېریالي نمونو شتون د خطر زنګ دی © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن
د دروازې شا ته دښمن
د هرات ښار په ناپاکو اوبو کې د پولیو ویروش شتون په داسې حال کې تثبیت شوی چې هرات ته په ور څېرمه ولایتونو کندهار او هلمند کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې ثبت شوې دي.
ډاکټران خبرداری ورکوي چې له کندهار او هلمند څخه هرات ته د پولیو ویروس د لېږد امکان ډېر دی.
په هرات کې د ماشومانو د ناروغیو متخصص ډاکټر فرهاد پیکار وویل، که جدي روغتیايي تدابیر ونه نیول شي، پولیو ناروغي به یو ځل بیا په هرات کې خپره شي.
هغه زیاته کړه: “کندهار هرات ته نږدې دی او تر منځ یې د خلکو تګ راتګ ډېر دی، په همدغه بنسټ له دغه ولایت څخه هرات ته د پولیو ویرس د لېږد امکان ډېر دی.”
د ده په اند، له پولیو ویروس سره د مبارزې په موخه باید د پولیو واکسین سیستم په ټولو ولایتونو کې موثر او چټک وي.
له تېرو دریو کلونو راهیسې په هرات کې د پولیو هیڅ چاپېریالي نمونه نه وه مثب شوې خو په دې وروستیو کې څو ورته نمونې ثبت شوې چې د خلکو اندېښنې یې پارولې دي.
خو روغتیايي مسوولین وایي چې د خلکو ته د پوهاوي ورکولو او د پولیو واکسین کمپاینونو د لارې به د هرات په ولایت کې د پولیو د خپرېدو مخه ونیسي.