د پولیو له منځه وړلو پروګرام د اړیکو د مرکز ۱۴۱ وړیا شمېره
د افغانستان د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په سیپټمبر میاشت کې په ملي بېړني عملیاتي مرکز/ NEOC کې د (د پولیو واکسین لپاره اړیکه) تر نامه لاندې د ټلیفوني اړیکو یو مرکز جوړ کړ څو د ټولنې د وګړو د اورېدلو، د هغوی له نظریاتو د خبرېدو او د واکسین په اړه د ټولنې د پوهاوي او د پوهې کچې د لوړولو لپاره لاره هواره کړي. د ټلیفوني اړیکو دغه مرکز د (۱۴۱) وړیا شمېرې په لرلو سره د پولیو له منځه وړلو ملي بیړني عملیاتي مرکز په هڅو او د یونیسف ادارې په تخنیکي او مالي ملاتړ جوړ شو چې د پولیو له منځه وړلو پروګرام اړوند د ټلیفوني پوښتنو او شکایتونو د ځوابولو لپاره یې یو مناسب بستر چتمو کړی دی. همدا راز دغه مرکز په ټولنه کې د واکسین منلو د کچې د لوړولو په موخه د اغېزناکو ټلیفوني خبرو، د کتبي او غږیزو پېغامونو له لارې د پولیو واکسین د ګټو او نورو واکسینونو په مټ د مخنیوي وړ ناروغیو په اړه لازم او کره معلومات وړاندې کوي.
دا مرکز یو دوه طرفه ارتباطي چینل دی، سربیره پر دې چې ټلیفوني اړيکې ترلاسه کوي، د ټولنې له هدف وړ وګړو او قشرونو سره اړیکه نیسي، له هغوی سره د واکسین، د واکسیناسیون د کمپاینونو او د معافیت ورکونې د نورو فعالیتونو په اړه اړین معلومات شریکوي او کورنۍ هڅوي څو خپل ماشومان د پولیو او ماشومتوب دورې د نورو ناروغیو په وړاندې واکسین کړي.
اهداف
باید یادونه وکړو چې د هېواد په ختیځ او سوېلي حوزو کې دوه نور د ټلیفوني اړیکو مرکزونه هم شته چې د پوليو د پروګرام د نظارت په برخه کې فعالیت کوي او د اړیکو له دغه ملي مرکز سره تړاو لري. د دغه مرکز په موخو کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د ارتباطاتو، نظارت او سروې برخې په لاندې ډول شامل دي:
د ارتباطاتو یا عامه پوهاوي موخو لپاره:
د اړیکو ملي مرکز: د IVR سیسټم په کارولو د لرې واټن زدهکړې او د کتبي پیغامونو SMS) ) له لارې پوهاوی خپروي او دغه راز په هغو سیمو کې چې د خلکو له خوا واکسین رد کېږي، د مستقیم او هدفي ټلیفوني خبرو په مټ د واکسین منلو کچه لوړوي.
- د اړیکو ملي مرکز: د غلطو معلوماتو، پوښتنو، شکایتونو او وړاندیزونو سره د مناسبو ځوابونو او شکایتونو مستند اړوندو چارواکو ته راجع کوي
د څارنې موخو لپاره:
- د ملي او سیمه ییزو اړیکو مرکزونه: د پولیو له منځه وړلو پروګرام د لومړۍ لیکې کارمندانو (PPO، DPO، PCO، DCO، FLW/ واکسیناتوران، ټولنیز مبلغین، مخور، کلستر څارونکي، همغږي کوونکي او یا هم د ټولنې له غړو) سره له کمپاین څخه مخکې، د کمپاین په جریان کې او له کمپاین څخه په وروسته پړاوونو کې په لرې سیمو کې د واکسین کمپاین له فعالیتونو څارنه کوي.
- د اړیکو ملي مرکز: د حوزوي او ولایتی ټیمونو (REOC, REMT, PEM) له مخکې پلان شوو فعالیتونو سره سم، د هغوی د فعالیتونو د چمتووالي او د تطبیق څارنه او ارزونه کوي.
د سروې موخو لپاره:
- د اړیکو حوزوي او ملي مرکزونه: د واکسین په اړه د ماشومانو د والدینو او پالونکو د نظر او پوهاوي کچې معلومول
- یا کومه بله سروې، مطالعې او څیړنې تر سره کول
د اړیکو د ملي مرکز کاري پرسونل:
د اړیکو ملي مرکز ټولټال ۱۲ کارکوونکي لري چې یو سوپروایزر، یو د معلوماتو شنونکی/ ډاټا انلیسټ، پنځه نارینه زنګ وهونکي او پنځه ښځینه زنګ وهونکي په کې شامل دي چې د سهار له ۸:۰۰ بجو بیا د مازدیګر تر ۴:۰۰ بجو کار کوي او په راتلونکي کې ښايي د د مازدیګر له څلورو بجو د شپې تر اتو بجو په دوو کاري شفټونو کې کار وکړي.
همداراز د ختیځې حوزې د اړیکو مرکز په ننګرهار کې او د لوېدېځې حوزې د اړیکو مرکز په کندهار کې د سوپروایزر په ګډون اته – اته کارکوونکي لري چې د سهار له اتو بیا د مازدیګر تر څلورو بجو کار کوي.