ګوزڼ څنګه زما هیلې مړاوې کړې: د یو ځوان کیسه
مرضیه فروتن
هرات، افغانستان (۳ کب ۱۴۰۲) – عبدالغفور د ځوانۍ په اوج کې – چې یوه پښه یې ګوزڼ وهلې ده – په خپل ویلچیر (د معیوبینو بایسکل) کې د ښار پر واټونو ګرځي او پر خلکو کاغذي دسملونه پلوري.
هغه چې سږ کال یې د ژوند ۳۰ پسرلي بشپړ کړل، په څلور کلنۍ کې د پولیو په ناروغۍ د اخته کېدو له امله معلول شوی دی.
عبدالغفور د هرات ښار سوېل لوری د کندهار دروازې په سیمه کې له خاورو جوړ په یوه کرايي کور کې له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ (مېرمنې، دوو اولادونو او عمر خوړلیو مور او پلار) سره ژوند کوي.
هغه هره ورځ شاوخوا ۵ کیلومتره واټن پر خپل ویلچیر وهي څو د کاغذي دسملونو د پلورلو لپاره د هرات ښار ګڼ مېشتې سیمې «گرده پارک» ته ځان ورسوي.
هغه وویل، کلونه مخکې چې ماشوم و او تازه یې ګام اخیستی و، د پولیو په ناروغي اخته شو او له ده یې په خپلو پښو د ګرځېدو توان د تل لپاره واخیست.
ده زیاته کړه: «زما همزولي ځوانان ورزش کوي او ځانونو ته یې ښه ژوند جوړ کړی دی خو د پولیو ناروغۍ دا چانس له ما اخیستی دی، کله چې هغوی وینم نو سخت ارمان راته درېږي چې کاشکې په ماشومتوب کې واکسین شوی وای، اوس به مې روغ ژوند لرلای.»
ده وویل، هغه مهال چې دی د پولیو په ناروغۍ اخته کېده، مور او پلار يې د هرات ولايت د اوبې ولسوالۍ په يوه کلي کې اوسېدل او د پولیو ناروغۍ ضد کور په کور واکسین نه و پیل شوی.
پولیو ځپلی عبدالغفور هره ورځ شاوخوا ۵ کیلومتره واټن پر خپل ویلچیر وهي څو د کاغذي دسملونو د پلورلو لپاره د هرات ښار ګڼ مېشتې سیمې «گرده پارک» ته ځان ورسوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ مرضیه فروتن
لوړ لګښتونه خو لږ عاید
عبدالغفور د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ یوازینی ډوډۍ پیداکوونکی دی، نوموړی د کاغذي دسملونو له پلورلو د ورځې تر ۱۰۰ افغانۍ عاید لري او هره میاشت ۱۵۰۰ افغانۍ د کور کرایه ورکوي.
هغه وويل، د لګښتونو په پرتله يې عايد ډېر لږ دى او د ژوند د دوام لپاره اړ دی ګاونډيانو او خپلوانو ته د مرستې لاس اوږد کړي.
ده زیاته کړه: «له سهاره تر ماښامه د ویلچیر په مرسته د ښار په واټونو کې ګرځم څو د خپلې کورنۍ لپاره نفقه پیدا کړم خو په دغه حالت کې د پیسو پیدا کول ډېر سخت دي.»
عبدالغفور د کاغذي دسملونو هره بسته په څلوېښت افغانۍ اخلي او په پنځوس افغانۍ یې پلوري.
د عبدالغفور تر څنګ د هغه مېرمن هم معلوله ده
د عبدالغفور مېرمن زینب هم معلوله ده چې د پولیو ناروغۍ له امله یې له ماشومتوبه یوه پښه له حرکته لوېدلې ده.
نوموړې چې اوس ۲۵ کلنه ده، په پنځه کلنۍ کې د واکسین نه کولو له امله د پولیو په ناروغي اخته شوې ده.
زینب د عبدالغفور د ماما لور ده او دواړو د معلولیت له امله واده کړی او ګډ ژوند پیل کړی دی، د دغې معلولې جوړې ثمره څلور کلن زوی او یونیم کلنه لور ده.
خپلو سختیو ته په کتو د دغه مور او پلار ټوله هڅه د هر کمپاین پر مهال د خپلو ماشومانو واکسینول دي.
زینب وویل، بېوزلي او اقتصادي ستونزې زغملای شي خو دا ورته د زغم وړ نه ده چې ماشومان یې له واکسینولو پاتې شي.
هغې زیاته کړه: «د دې لپاره چې اولادونه مې زما او زما د خاوند په څېر د ګوزڼ په ناروغۍ اخته نه شي، د هر کمپاین پر مهال یې واکسینوم.»
د زینب تر څنګ عبدالغفور هم وايي، دا د ټولو کورنیو مسوولیت دی چې له ګوزڼ ناروغۍ څخه د خوندیتوب په موخه خپل ماشومان د هر کمپاین پر مهال واکسین کړي.
هغه زیاته کړه: «هغه والدین چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد واکسین نه ورکوي، یو ځل دې زموږ حالت ته وګوري، ایا هغوی غواړي چې اولادونه یې زما په څېر له سختیو او کړاونو سره مخ وي؟»
عبدالغفور په هرات ښار کې د کاغذي دسملونو د پلورلو پر مهال © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ مرضیه فروتن
۴۵ کلن فضل احمد د هرات ښار په ګرده پارک کې – چېرې چې عبدالغفور کاغذي دسملونه پلوري- دوکان لري.
نوموړي وویل، هره ورځ د عبدالغفور سختۍ له نژدې ویني چې هڅه کوي په نیمګړي وجود خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړي.
هغه زیاته کړه: «عبدالغفور په سړه او ګرمه هوا کې له سهاره تر ماښامه په خپل ویلچیر کې یوه او بله خوا ګرځي او کاغذي دسملونه پلوري، هغه مجبور دی چې اولادونو ته د ډوډۍ پیدا کولو په موخه پر ځای سختۍ وزغمي.»
د فضل احمد په وینا، د عبدالغفور د حالت په لیدو همېشه هڅه کوي د هر کمپاین پر مهال خپل ماشومان واکسین کړي څو د پولیو ناروغي یې د ماشومانو ژوند د عبدالغفور په څېر تباه نه کړي.
په هرات کې د پوليو ناروغۍ له امله د معلولو کسانو کره شمېره معلومه نه ده، خو په ښار کې هره ورځ لسګونه دغه ډول کسان ليدل کېږي چې سوال کولو ته اړ شوي دي.