• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

له اندېښنو تر پوهاوي؛ په بدخشان کې د پولیو له منځه وړلو هڅې

Homepage د ساحې کیسې له اندېښنو تر پوهاوي؛ په بدخشان کې د پولیو له منځه وړلو هڅې

له اندېښنو تر پوهاوي؛ په بدخشان کې د پولیو له منځه وړلو هڅې

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 19, 2024
د ساحې کیسې

رقیبه حمیدي

بدخشان، افغانستان (۲۹ وږی ۱۴۰۳) – بدخشان چې د هېواد په سوېل ختیځ کې یو لېرې او غرنی ولایت دی، له کلونو راهیسې په کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو هڅې روانې دي.

خو دا هڅې له یو لړ ننګونو سره هم ملې دي، چې له جملې یې یوه هم د پولیو واکسین په تړاو د خلکو ناسم باورونه دي چې په ځانګړي ډول په لېرې سیمو کې یې ریښې غځولې دي.

فاطمه چې د یمګان ولسوالۍ اوسېدونکې ده او اوس د فیض‌اباد په ریګي کلي کې ژوند کوي، په دې اړه وايي: «پخوا ډېرو کورنیو د ناسمو باورونو له مخې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین له ورکولو ډډه کوله، دغه باورونه په ځانګړي ډول د میندو په منځ کې ډېر عام وو چې ګواکې د پولیو واکسین ممکن د بې‌اولادۍ یا نورو ستونزو لامل شي.»

هغه زیاتوي، که څه هم په وروستیو کلونو کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام د ټیمونو له لوري د عامه پوهاوي له هڅو سره دا ناسم باورونه تر ډېره بدل شوي، خو لا هم په ځینو لېرې ولسوالیو شغنان، پامیر، درواز او یمګان کې دا ناسم باورونه پر ځای پاتې دي.

د دې په باور، په دې برخه کې د عامه پوهاوي لا پراخوالي ته اړتیا لیدل کېږي څو خلک د پولیو واکسین په اړه کره معلومات ترلاسه کړي او حاضر شي څو خپل ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه د خوندیتوب په موخه واکسین کړي.

 

مولوي حبیب‌الله چې په بدخشان کې یو نفوذ لرونکی دیني عالم دی، د واکسین اهمیت ته په دیني لحاظ اشاره کوي او وايي: «اسلام واکسین د انسانانو د روغتیا او خوندیتوب لپاره یو ضروري او غوره عمل ګڼي، خلک باید پوه شي چې دا کار نه یوازې له دین سره په ټکر کې نه دی، بلکې د دین غوښتنه ده.» © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

محدود امکانات او کمزوري روغتیايي خدمات

د ناسمو باورونو ترڅنګ، محدود روغتیايي خدمات او ناکافي بنسټونه هم د دې لامل شوي چې ډېر ماشومان د پولیو په ګډون د نورو ساري ناروغیو واکسینونو ته لاسرسی و نه لري.

زهرا سلیمي، چې په فیض‌آباد کې یوه ټولنیزه فعاله ده، وايي، د بدخشان په پامیر کلان او پامیر خورد په شان په لېرې ولسوالیو کې د روغتیايي خدماتو نشتون د دې لامل شوی چې ډېر ماشومان د واکسینونو له خدماتو بې برخې شي.

دا زیاتوي: «په بدخشان کې موږ له دوه لویو ستونزو سره مخ یوو؛ لومړی د پولیو واکسین په اړه ناسم باورونه او افواهات چې لا هم په ځینو خلکو کې ژورې ریښې لري، او دویم د کافي روغتیايي خدماتو نشتوالی چې په ځانګړي ډول په لېرې پرتو سیمو کې ماشومان له واکسینونو څخه محروموي.»

د دې په خبره، که څه هم د ملي او مرستندویه ادارو په همکارۍ تر یوه حده دا ستونزې کمې شوې خو لا هم اړتیا ده چې له یوې خوا خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي او له بلې خوا په لېرې سیمو کې روغتیايي بنسټونه جوړ شي څو خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

مولوي حبیب‌الله چې په بدخشان کې یو نفوذ لرونکی دیني عالم دی، د واکسین اهمیت ته په دیني لحاظ اشاره کوي او وايي: «اسلام واکسین د انسانانو د روغتیا او خوندیتوب لپاره یو ضروري او غوره عمل ګڼي، خلک باید پوه شي چې دا کار نه یوازې له دین سره په ټکر کې نه دی، بلکې د دین غوښتنه ده.»

سیمه‌ییز مشران هم په دې لاره کې مهم رول لوبولی شي. د دغه ولایت یو اوسېدونکی محمد سلیم وايي، سیمه‌ییز مشران کولای شي د خلکو او روغتیايي ادارو تر منځ د پل په توګه عمل وکړي او سمو معلوماتو ته د خلکو لاسرسی آسانه کړي.

هغه د خپلو همکاریو تجربه داسې بیانوي: «په هغو سیمو کې چې سیمه‌ییز مشران د واکسین کمپاین ملاتړ کوي، خلک په چټکۍ سره واکسین مني.»

د ډاکټر علي احمد په نوم د ماشومانو د ناروغیو متخصص وايي، د پوهاوي او سمو معلوماتو کمښت له هغو اصلي لاملونو دی چې د واکسین پر وړاندې د خلکو د انکار او ممانعت سبب ګرځي.

د ده په خبره، که خلک پوه شي چې واکسینونه خوندي او د دوی د اولادونو روغتیا لپاره اړین دي، نو کله به هم له واکسین کولو ډډه و نه کړي.

ډاکټر احمدي همداراز د زیربنا ستونزې ته هم اشاره کوي چې باید حل شي څو په لېرې سیمو کې روغتیايي خدماتو لاسرسی ښه شي.

هغه وايي: «دولت او همکارې ادارې باید د پوهاوي پروګرامونو د پلي کولو تر څنګ په لېرې سیمو کې روغتیايي بنسټونه جوړ کړي څو د روغتیايي خدماتو د پوښښ ساحه پراخه شي او ډېر خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرس ولري.»

 

پایله

د بدخشان ماشومانو لپاره یو سالم راتلونکی په دې پورې تړلی دی چې پوهاوی زیات شي او د روغتیايي زیربناوو بنسټونه پیاوړي شي.

که دولتي او غیر دولتي ادارې د دیني او سیمه‌ییزو مشرانو سره نږدې همکاري وکړي، نو دا ولایت به ژر د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو او عامې روغتیا د ښه‌والي شاهد وي.

مخکینۍ موضوع
د پولیو په رنځ اخته نجلۍ؛ د نسیمې سخت ژوند او د کورنۍ زغم
بله موضوع
د پولیو واکسین په تطبیق کې د خلکو همکاري ډېره شوې ده

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,