د پولیو واکسین رضاکارانې: د پولیو ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره مبارزه کوو
مرضیه فروتن
هرات، افغانستان (۲۰ کب ۱۴۰۲) – په هرات کې د پوليو واکسين ښځينه رضاکارانې وايي، د پوليو/ ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره ميدان ته راوتلې او تر هغه خپلو هڅو ته دوام ورکوي څو د پولیو خطرناک ویروس په بشپړه توګه له هېواد څخه ورک شوی نه وي.
له دغو رضاکارانو څخه یوه هم شبنم خیري ده، چې له یوه کال راهیسې د پولیو له منځه وړلو په پروګرام کې د واکسیناتورې په توګه کار کوي.
شاوخوا ۲۰ کلنه شبنم خیري، چې د پولیو واکسین صندوق یې اوږې ته اچولی، په سړه باراني هوا کې د کورونو دروازې ټکوي او له کورنیو څخه غواړي چې خپل ماشومان د واکسین لپاره دباندې را وباسي.
شبنم خیري، چې د پولیو واکسین صندوق یې اوږې ته اچولی، په سړه باراني هوا کې د کورونو دروازې ټکوي او له کورنیو څخه غواړي چې خپل ماشومان د واکسین لپاره دباندې را وباسي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ مرضیه فروتن
نوموړې چې د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي د لومړي کال محصله ده هم ده له خپلې پنځه کسيزې کورنۍ سره د هرات په انجيل ولسوالۍ کې ژوند کوي.
دا د کمپاين په ورځو کې هر سهار په لیني موټر کې ۱۰ کیلومتره مزل کوي څو له خپلو همکارانو سره یو ځای شي وروسته بیا په خپله اړونده ساحه کې کور په کور ګرځي څو تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسوي.
هغه، چې د پوليو ويروس د بشپړ له منځه وړلو په موخه ميدان ته راغلې، وايي: «سړې هوا زموږ پر فعاليتونو هېڅ اغېز نه دى کړى، په دې سړه هوا کې کور په کور ګرځم او ماشومان واکسينوم، په تېرو درېیو ورځو کې مو د پولیو واکسین کمپاین په بریالیتوب پلی کړ او زموږ تر مسوولیت لاندې سیمو کې هېڅ ماشوم له واکسینه پاتې نه شو.»
د پولیو واکسین ښځینه رضاکارانې کور په کور ګرځي څو تر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ مرضیه فروتن
د دغې رضاکارې په خبره، په تېرو څلورو کلونو کې په هرات کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، چې همدا د دغه ولایت د ښځینه رضاکارانو د هڅو او زیار پایله ده.
شبنم خیري زیاته کړه: «زموږ موخه په بشپړه توګه له افغانستان څخه د پولیو ویروس له منځه وړل دي او دغې موخې ته تر رسېدو پورې خپلو هڅو ته دوام ورکوو.»
یاسمین صادقي د هرات بله ښځینه رضاکاره ده چې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام کې د واکسیناتورې په توګه کار کوي.
دا له تېرو دریو کلونو راهیسې له دغه پروګرام سره یو ځای شوې چې د دې او د دې د همکارانو د کار ساحه د هرات ښار په سوېل کې د بکر اباد سیمه ده.
دغه رضاکاره انجلۍ وايي چې د پولیو د واکسین په کمپاین کې یې ټول تمرکز پر ماشومانو وي څو له پولیو وژونکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.
ښځینه واکسیناتوره یوې ماشومې ته د پولیو واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ مرضیه فروتن
د دې په وينا، په دې وروستيو ورځو کې د باران، واورې او سړې هوا له امله ډېرو کورنيو خپل ماشومان د واکسين لپاره له کوره دباندې نه را ایستل، خو رضاکارانې په خپله کورونو ته ننوتلې او همالته یې ماشومانو ته واکسین ورکاوه.
دی وايي: «زموږ په ښار کې لاهم د پولیو ویروس ګواښ شته او له همدې امله موږ په ټینګه هڅه کوو چې یو ماشوم هم له واکسین څخه پاتې نه شي.»
هرات د افغانستان یو له دودیزو ولایتونو دی چې ډېر ټولنیز محدودیتونه پکې شته.
په هرات ښار کې د پولیو د کمپاین همغږې کوونکې کیانا رحیمي وايي، د پولیو واکسین رضاکارانې توانېدلې شته محدودیتونه لرې کړي، په اسانۍ کورونو ته داخلې شي او ماشومان د مېندو په غېږو کې واکسین کړي.
هغې زیاته کړه: «زموږ په ټولنه کې کورنۍ اجازه نه ورکوي چې ښځې خپل ماشومان د واکسین لپاره نارینه واکسیناتورانو ته را وباسي.»
د دې په وينا، ښځینه رضاکارانې توانېدلې چې د پوليو د کمپاين له لارې دغه محدوديت لرې کړي او ماشومان له کوم خنډ پرته واکسين کړي.
رحیمي وویل، که د ښځينه رضاکارانو پر ځاى نارينه واکسيناتوران واى، نو شونې وه چې د کورنيو د مخالفت له امله په هرات ښار کې تر نيمايي ډېر ماشومان له واکسينه بې برخې شوي واى.
هغې زیاته کړه: «ښځینه رضاکارانې په کورونو کې د ماشومانو د واکسنیولو تر څنګ مېرمنو او د کورنیو نورو غړو ته د پولیو واکسین د ارزښت په اړه پوهاوی هم ورکوي.»
د يادونې ده چې په هرات کې د پوليو واکسين د رضاکارانو ٩٠ سلنه ښځې جوړوي چې هر ماشوم ته يې د پوليو واکسين په رسولو کې فعاله ونډه اخيستې ده.