• Toll-Free: 141

د پولیو واکسین؛ د غور د بې ځایه شوو کورنیو د ماشومانو لپاره نوی امید

کور د ساحې کیسې د پولیو واکسین؛ د غور د بې ځایه شوو کورنیو د ماشومانو لپاره نوی امید

د پولیو واکسین؛ د غور د بې ځایه شوو کورنیو د ماشومانو لپاره نوی امید

د ساحې کیسې

غور، افغانستان (۴ لېندۍ ۱۴۰۳) – په یوې دښتې کې - چې لوړو او د پېچلو ‌لارو لرونکو غرونو چاپېره کړې - سلګونه خېمې ولاړې دي؛ دا د هغو کورنیو موقتي استوګن‌ځایونه دي چې سختو سېلابونو یې ټول شته له منځه وړي دي.

دا د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ختیځ لوري ته د داخلي بې‌ځایه شوو کمپ دی؛ چې ۳۷ کلن علي احمد په‌کې له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو- چې څلور کلن جواد او یو نیم کلنه زینب هم په‌کې شامل دي - ژوند کوي.

 

له ناورین وروسته بې‌ځایه کېدل

علي احمد او د هغه کورنۍ د روان کال په پیل کې، په مرغاب ولسوالۍ کې د سختو سېلابونو راوتلو وروسته اړ شول چې خپل کور او ځمکه پرېږدي.

هغه اوس له شاوخوا ۵۰۰ نورو کورنیو سره په دغه کمپ کې ژوند کوي؛ چېرې چې د ژوند اسانتیاوې کمې دي او د پولیو په څېر ناروغۍ د ماشومانو ژوند ګواښي.

خو د روغتیايي ډلو او واکسیناتورانو د هڅو له برکته د دغه کمپ له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان په منظم ډول د پولیو واکسین ترلاسه کوي.

علي احمد د دغو خدمتونو قدرداني کوي او باور لري چې واکسین د هغه ماشومان له پولیو ویروس څخه خوندي کړي دي او هغوی ته یې د یوې ښې راتلونکې هیله ورکړې ده.

هغه وایي: «د واکسین ټیمونه تل کمپ ته راځي او ماشومان واکسینوي، دې چارې زما ماشومان له پولیو ویروس څخه خوندي کړي دي.»

په غور کې د ماشومانو د ناروغیو یو مختصص ډاکټر بصیر احمد پیکار په دغه کمپ کې د ژوند نامساعدو شرایطو ته په کتو ټینګار کوي چې دلته باید د واکسین کمپاینونه دوام وکړي.

هغه وایي: «بې‌ځایه شوي ماشومان د نورو په نسبت ډېر زیان‌منونکي دي، که هغوی په منظم ډول واکسین نه‌شي نو د پولیو په ویروس د اخته کېدو امکان یې شته؛ همدارنګه له بېلابېلو ولسوالیو څخه دغه کمپ ته تګ راتګ د پولیو ویروس د لېږد او خپرېدو خطر ډېروي.»

هغه زیاتوي، په منظم ډول د پولیو واکسین کمپاینونه د ماشومانو د معافیت سیسټم پیاوړی کوي او د ویروس د انتقال او خپرېدو مخینوی کوي.

د غور د عامې روغتیا رییس عبدالستار موفق وایي، ډېری هغه ماشومان چې په دغه کمپ کې ژوند کوي، په پرله‌پسې ډول یې د پولیو واکسین ترلاسه کړی دی.

هغه زیاتوي: «زموږ هدف دا دی چې غور او په ځانګړي ډول د داخلي بې ځایه شوو کمپونو ته د پولیو ویروس د انتقال مخنیوی وکړو، روغتیايي ډلې په منظم ډول په خپلو دندو بوختې دي او ماشومان واکسینوي.»

هغه وړاندې وایي: «دا د ماشومانو طبیعي حق دی چې د پولیو ویروس له ګواښ څخه خوندي وساتل شي، څو روښانه راتلونکی ولري، په همدې اساس دا د روغتیايي ټیمونو دنده ده چې ماشومان په منظم ډول واکسین کړي او د پولیو ویروس د خپرېدو مخنیوی وکړي.»

د علی احمد او د هغه د ماشومانو کیسه له سلګونو بېلګو څخه یوه ده چې ښيي د پولیو واکسین څنګه په سختو شرایطو کې د ماشومانو ژوند او راتلونکی خوندي کوي.

له روغتیايي ټیمونو او واکسیناتورانو سره د کورنیو همکاري نه یوازې د ماشومانو د روغتیا ساتنه کوي، بلکې هغوی ته د یوې روښانه راتلونکې هیله هم ورکوي.

 

مرضیه فروتن | غور

پر سختو لارو، تر هر ماشوم پورې

وسیع الله له تېرو پنځو کلونو راهیسې د نورستان ولای...

له ګوزڼ وروسته هم د یوه ماشوم د راتلونکي هیله ژوندۍ ده

۱۴ کلن صدیق‌الله د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ژوند ک...