• Toll-Free: 141

د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه

کور د ساحې کیسې د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه

د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه

د ساحې کیسې

غزني، افغانستان (۳۰ غبرګولی ۱۴۰۴) - نجیب الله څلور کلن و چې سختې تبې ونیو. د کورنۍ اقتصادي وضعیت یې ښه نه و او نه یې شوای کولای هغه په وخت روغتون ته بوځي. څو ورځې وروسته یې پلار د یوه ګاونډي په مرسته روغتون ته بوت، خو هلته ډاکټرانو ورته وویل چې نجیب الله د پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی.

نجیب الله اوس ۱۸ کلن دی او له هغه فزیکي محدودیت سره ژوند کوي چې د پولیو ناروغۍ له امله ور پېښ دی، د هغه دواړې پښې فلج دي.

دی باور لري چې که واکسین شوی وای نو نن به روغ وای: «که زما کورنۍ واکسین ته پام کړی وای او زه یې په ماشتومتوب کې واکسین کړی وای نو زه به د پولیو په ناروغۍ نه اخته کېدم او پښې به مې فلج نه وای.»

 

له ماشومتوب سره مخه‌ښه

د نجیب‌الله لپاره معلولیت یوازې فزیکي نه و، بلکې دا د یو ماشوم له خوا د لوبو او ښوونځي ته په خپلو پښو د تګ له ارمان سره مخه‌ښه وه.
ده ته دا هم سخته وه چې د کور مشر اولاد و، خو د کورنۍ په چارو کې یې مرسته نه شوای کولای.

«کله به مې چې نور ماشومان لیدل، چې لوبې کوي، منډې وهي او خوشحالي کوي، نو تل مې له ځان څخه پوښتل، زه یې ولې نه شم کولای؟»

خو سره له دې، نجیب الله تسلیم نه شو بلکې ویې پتېیله چې که پښې یې فلج شوې نو هیلې یې باید فلج نه شي. دی ودرېد، هڅه یې وکړه او د ژوند لپاره یې مبارزه پيل کړه.

 © له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۴ لمریز

د پولیو ناروغۍ قرباني نجیب الله په خپل ټولګي کې.

 

د زده کړو په وسیله د بدلون لار

نجیب‌الله د غزني ښار د پښتون‌اباد لیسې د دولسم ټولګي زده‌کوونکی دی. ښوونکي او ټولګيوال‌یې وايي، فلج هېڅکله د هغه اراده کمزورې کړې نه ده، بلکې هڅه یې کړې، د زده کړو له لارې خپل راتلونکی بدل کړي.

د هغه ښوونکی عبدالله وايي: «نجیب‌الله یو هوښیار او هوډمن زده‌کوونکی دی. که څه هم د پولیو له امله فلج شوی، خو هېڅکله یې د هغه زده‌کړې نه دي متاثرې کړې. په ځانګړي ډول په ریاضي او انګلیسي مضامینو کې ډېره وړتیا لري.»

د هغه ټولګیوال محمدالله هم ورته نظر لري: «موږ ټول درناوی ورته لرو. ده له هېچا ترحم نه دی غوښتی، بلکې هڅه‌یې کړې چې د زړورتیا او مبارزې مثال وي. په خپل کردار یې موږ ته ښودلې ده چې خنډونه د هوډ لرونکي انسان په وړاندې ماتې خوري.»

 

د کورنۍ ویاړ

د نجیب‌الله پلار بسم‌الله جان، وايي، کله چې پوه شول زوی ‌یې د پولیو ناروغۍ له امله فلج شوی، ډېر خواشیني شول، خو نجیب‌الله دوی ته وښودله چې فلج د پای ټکی نه دی.

«موږ فکر کاوه چې فلج به مو د زوی راتلونکی تیاره کړي، خو هغه نن زموږ د کورنۍ او ټول کلي لپاره د ویاړ او هیلو نښه ده.»

دی وايي چې نجیب‌الله د ژوند د ټولو خنډونو او ستونزو پر وړاندې مبارزه کړې، تر دولسم ټولګي‌یې درسونه په زړورتیا لوستي او اوس د لوړو اهدافو لپاره چمتو کېږي.

 © له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۴ لمریز

نجیب الله: که واکسین شوی وای نو اوس نو نن به معلول نه وم.

 

یو ماشومتوب، یو پیغام

نجیب‌الله نه یوازې له خپلې کیسې زده‌کړه کړې، بلکې د نورو ماشومانو د خوندي‌تابه لپاره یې پیغام ګرځولې ده.

«پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده، خو مخنیوی‌یې ډېر آسانه دی. یوازې دوه څاڅکي واکسین؛ زه له ټولو والدینو غواړم چې خپل ماشومان هر ځل واکسین کړي، څو زما په برخلیک اخته نه شي.»

دی زیاتوي: «که زما کورنۍ هغه وخت واکسین ته پام کړی وای، زه به نن معلول نه وای. راځئ دا غفلت نور تکرار نه کړو. راځئ ماشومان وژغورو، او پولیو ته د پای ټکی کښېږدو.»

 

یو خبرداری، یو الهام

ډاکټر حمیدالله، چې په غزني کې د روغتیايي کمپاینونو مشري کوي، وايي: «پولیو یوه ناعلاجه ناروغي ده خو مخنیوی‌یې شونی دی. د نجیب‌الله کیسه موږ ته را ښيي چې د غفلت بیه څومره درنه وي. موږ باید خپلو هڅو ته دوام ورکړو، څو نور ماشومان له دې برخلیکه وژغورل شي.»

پر سختو لارو، تر هر ماشوم پورې

وسیع الله له تېرو پنځو کلونو راهیسې د نورستان ولای...

له ګوزڼ وروسته هم د یوه ماشوم د راتلونکي هیله ژوندۍ ده

۱۴ کلن صدیق‌الله د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ژوند ک...