د کندهار ځوانانو د پولیو پر ضد مبارزه کې ګډون وکړ
“هغه ورځ وه چې زما ګاونډی عبدالله، یو درې کلن ماشوم له خپلو دوو خویندو سره زما د کورنۍ هټۍ ته نه و راغلی لکه څنګه چې دوی هره ورځ کوي. ما ته وویل شول چې عبدالله د پولیو له امله فلج شوی دی، له هغه وخت راهیسې ما ژمنه وکړه چې په کندهار کې به د پولیو پر وړاندې مبارزه وکړم.»
کندهار په افغانستان کې د پوليو د ناروغۍ مرکز ګڼل کېږي. شفیع الله هره ورځ د رضایت احساس کوي، هغه له کورنیو سره لیدنه کوي او د پولیو واکسینو ملاتړ کوي. دا تر ټولو کوچنی کار دی، زه د عبدالله او د کندهار د پاتې ماشومانو لپاره کولی شم، زموږ موخه دا ده چې هیڅ ماشوم له لاسه ورنکړو. هر ماشوم حق لري چې له پولیو څخه پاک، سالم ژوند وکړي.»