• Toll-Free: 141

واکسین؛ د ماشومانو حق او د والدینو مسوولیت - د محسن د ژمنتیا کیسه

کور › واکسین؛ د ماشومانو حق او د والدینو مسوولیت - د محسن د ژمنتیا کیسه

مطبوعاتي اعلامیې

November 25, 2025    د ساحې کیسې
واکسین؛ د ماشومانو حق او د والدینو مسوولیت - د محسن د ژمنتیا کیسه

کاپیسا، افغانستان (۴ لېندۍ ۱۴۰۴) - د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اړوند د (بدراب ګدای‌خېلو) غرنۍ سیمه، چې سختو او ناهموارو لارو یې د خلکو ورځنی ژوند ستونزمن کړی، نن د هیلو په یوه نښه بدله شوې ده.

محسن ساپي، د همدې سیمې یو ژمن او فعال ځوان، نږدې نهه کاله کېږي د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ له خطره د ماشومانو د خوندي کولو لپاره مبارزه کوي.

د مني او ژمي موسمونو پر مهال په دغه سیمه کې د تګ‌راتګ ستونزې لا ډېرېږي، ځکه د بارانونو او واورو له اورښت سره لارې خټې کېږي او تګ راتګ محدود کېږي؛ خو له دې سربېره محسن هڅه کوي هر ماشوم ته ورسېږي، څو له پولیو واکسین څخه بې برخې نه شي.

 

د باور ترلاسه کولو لومړني ګامونه

کله چې محسن د پولیو له منځه وړلو هڅو ته ورګډ شو، یوازې یو عادي رضاکار و؛ خو د خپلې سیمې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره یې ټینګه اراده لرله. هغه د خپلې سیمې د اوسېدونکو ستونزې په خپلو سترګو لیدلې او ښه پوهېده چې د معلوماتو او پوهې نشتوالی څنګه د ماشومانو د خوندي راتلونکي لوری بدلوي.

هغه د خپل کار د لومړیو کلونو په اړه وايي: «هغه وخت ډېرو کورنیو د پولیو واکسین په اړه پوهاوی نه درلود. د ناسمو اوازو او معلوماتو له امله ځینو خلکو واکسین رداوه او اجازه یې نه ورکوله چې ماشومان یې واکسین شي.»

سره له دې، محسن هیڅ شي له خپلو هڅو پر شا نه کړ، نه د چاپېریال ستونزو او نه هم د خلکو ناهیلي کوونکو ځوابونو.

دی وايي: «په تر ټولو سختو ورځو کې به مې له ځان سره ویل، که زه خپل مسوولیت ادا نه کړم او هر ماشوم ته واکسین و نه رسوم، ښايي د پولیو په ناروغي اخته او فلج شي او بیا د ژوند تر پایه د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار شي. همدغه فکر به ځواک راکاوه.»

محسن د همدغه فکر په ځواک هره ورځ تر هر ماشوم پورې ځان رساوه، داسې لکه هر ماشوم یې چې د خپلې کورنۍ غړی وي.

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۴ لمریز

نږدې نهه کاله کېږي چې ژمن او فعال ځوان محسن ساپی په تګاب ولسوالۍ کې د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ له خطره د ماشومانو د خوندي کولو لپاره مبارزه کوي.

 

ذهنیت بدلول: یو پلار او درې ماشومان

د پولیو ناروغۍ پر زیانونو او د واکسن پر ارزښت د خلکو باور جوړول اسانه کار نه و، بلکې ډېر زغم او وخت ته یې اړتیا لرله.

محسن همدا خبره کوي او د هغې پېښې یادونه کوي چې هیڅکله یې نه هېرېږي: «یوې کورنۍ درې ماشومان درلودل خو د کورنۍ مشر د واکسین په اړه د ناسمو اوازو تر اغېز لاندې راغلی و او خپل ماشومان یې نه واکسینول. زه درې ورځې پرله‌پسې ورغلم. پلار بې‌باوره و، وېره یې لرله او ډېرې پوښتنې یې کولې.»

محسن هڅه وکړه دې کورنۍ ته د پولیو ویروس حقیقي خطرونه په ساده او منطقي ډول تشریح کړي - هغه خطرونه چې د یوه ماشوم روغ راتلونکی په یوه شېبه کې بدلولای شي - د پولیو ناروغۍ له امله د فلج شوو ماشومانو بېلګې یې ورته وړاندې کړې او د دین له نظره یې هغوی ته وښودله چې واکسین د ماشومانو حق او د والدینو مسوولیت دی.

«په درېیمه ورځ چې ورغلم، پلار قانع شوی و. ماشومان یې واکسین کړل او ما ته یې دعا وکړه.»

دا تجربه محسن ته یو مهم درس و: «خلکو ته قناعت ورکول وخت غواړي، خو ناممکن نه دی.»

له هماغې ورځې وروسته، نوموړی په بشپړه توګه باورمند شو چې په صبر، نرمۍ او رښتینولۍ هر شکمن ذهن بدلولای شي. له دې لارې، لسګونه کورنۍ چې پخوا یې خپل ماشومان نه واکسینول، د محسن د خبرو، چلند او ښه نیت له برکته د خپلو ماشومانو واکسینولو ته قانع شوې.

 

له واکسیناتورۍ د ډلې تر مشرۍ

د وخت په تېرېدو، د محسن رول ورو ورو پراخ شو. له خلکو سره د غوره چلند، د ستونزو په حل کې ځېرکتیا او د کار پر مهال د همغږۍ وړتیا یې د سیمې خلکو ته په څرګنده توګه ښکاره شوه. همدا وړتیاوې د دې لامل شوې چې په خپله سیمه کې د پولیو واکسین کمپاین د همغږۍ مهم مسوولیتونه ور وسپارل شي.

اوس محسن د تګاب ولسوالۍ د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د ټیم لېډر یا د ډلې د مشر په توګه کار کوي. هغه د لیرې او سختو سیمو د ټیمونو لپاره لارې اسانه کوي، رضاکارانو ته روزنه ورکوي، له ساحې معلومات راټولوي او له اړوندو ادارو سره یې شریکوي. همدارنګه د دیني عالمانو، ښوونکو، قومي مشرانو او مخورو سره منظمې ناستې کوي، د خلکو اندېښنې اوري او هغوی ته په روښانه او منطقي ډول ځواب ورکوي. د ټیمونو د وېش، د ساحې د تنظیم او د کار د کیفیت څارنه هم د هغه د ورځنیو مسوولیتونو برخه ده.

محسن باور لري چې د دغه کار تر ټولو مهم ټکی باور دی. هغه وایي: «که خلک پر تا باور وکړي، یوه دروازه دې هم په وړاندې نه بندېږي.»

د هغه د ټیم ملګري هم د ده د نه ستړې کېدونکې روحيې ستاینه کوي او وايي: «محسن نه ستړی کېږي؛ هغه د خپلو همکارانو په ملتیا تر هر ماشوم پورې ځان رسوي.»

محسن د همدې ژمنتیا په برکت د تګاب د غرنیو کلیو په منځ کې د باور، هیلو او خدمت یوه داسې فضا رامنځته کړې چې هره ورځ د لسګونو ماشومانو ژوند بدلوي.

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۴ لمریز

د محسن لپاره د پولیو له منځه وړل یوازې دنده نه ده، دا د هغه د زړه یوه تلپاتې هیله او د ژوند ستر هدف دی.

 

هیله، هدف او د افغانستان د راتلونکي خوب

د محسن لپاره د پولیو له منځه وړل یوازې دنده نه ده، دا د هغه د زړه یوه تلپاتې هیله او د ژوند ستر هدف دی. دی د هغې ورځې خوب ویني چې هیڅ ماشوم د واکسین له نه رسېدو فلج نه شي او بالاخره افغانستان په بشپړ ډول له پولیو ویروس څخه پاک اعلان شي.

محسن پوهېږي چې د هېواد راتلونکی د ماشومانو له روغ راتلونکي سره تړلی دی؛ هغه ماشومان چې د ده او د زرګونو نورو روغتیايي کارکوونکو او رضاکارانو د نه ستړې کېدونکو هڅو په برکت د ژوند نوې لار مومي.

د محسن کیسه یوازې د یوه کس د هڅو روایت نه دی؛ بلکې دا د هغو زرګونو افغان روغتیايي کارکوونکو او رضاکارانو د ژمنتیاوو او هیلو ګډ غږ دی چې هره ورځ د ستونزو او ننګونو مقابله کوي او نه پرېږدي چې یو ماشوم هم د واکسین له حقه محروم پاتې شي.

پیغام یې ساده، خو ژور دی: «دوه څاڅکي کولای شي ژوند بدل کړي... دوه څاڅکي کولای شي راتلونکی خوندي کړي.»

پر سختو لارو، تر هر ماشوم پورې له ګوزڼ وروسته هم د یوه ماشوم د راتلونکي هیله ژوندۍ ده هر ماشوم ته رسېدل؛ د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې د مونسې حکیمي مبارزه د ماشومانو د روغتیا لپاره د پکتیکا د یوه ځوان هڅې له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه فلج پښې، ویښ ذهن؛ د نیازمحمد خبرداری! د بدلون استازی: فرمان‌الله د ماشومانو د روغتیا په لومړۍ کرښه کې عبدالرحیم؛ په پکتیکا کې له پولیو سره د مبارزې یو ژمن رضاکار نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه محمد قیوم؛ له پولیو سره په مبارزه کې له هڅو تر بدلون پورې د پولیو واکسین دوه څاڅکي؛ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه رضاکار هڅې محمد عمران؛ د پولیو پر وړاندې نه ستړی کېدونکی مبارز د والدینو د غفلت درنه بیه؛ د پولیو قرباني محمد عثمان د پولیو واکسین: د ماشومانو د راتلونکي د خوندیتوب لپاره د مېندو او واکسیناتورانو هڅې نرګس؛ هغه مور چې د خپلو اولادونو د روغتیا لپاره له ستونزو سره مبارزه کوي ماه‌جبین حلیمي: له ننګونو تر بدلون، له پولیو څخه د ماشومانو د ژغورلو سفر د پولیو واکسین په وړاندې د انکار له منځه وړلو لپاره د جاوید رووفي هڅې د پولیو پر وړاندې د هرات مبارزه: هیڅ ماشوم له واکسین پرته ښار ته نشي داخلیدلی کېمیا عظیمی: د هیلو او ارادې روایت او پر ژوند د واکسین اغېزې بهار فرخ: له پولیو سره په مبارزه کې د هیلو سفیره د تخار د یوه ساړه سهار روایت: واکسین، د ژوند هیله سخته لاره، لوی زړه: د پولیو په وړاندې د پروین احمدي مبارزه له پولیو څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه واکسیناتور هڅې محمد زهير او له پوليو سره د مبارزې ماموریت ذبیح‌الله فیضی؛ هغه ځوان چې له پولیو سره د مبارزې لپاره راپورته شوی واکسین، د راتلونکي هیله: فرشته او همکارانې یې څنګه د فراه ماشومان له ګوزڼ څخه ژغوري؟ د غور ماشومان د یوې روښانې او سالمې راتلونکې په لور د پولیو واکسین؛ د غور د بې ځایه شوو کورنیو د ماشومانو لپاره نوی امید پولیو ویروس څنګه په خپلو پښو د خیرمحمد د ګرځېدو خوبونه وتروړل؟ د پولیو ویروس د له منځه وړلو لپاره د غور د دیني عالمانو هڅې له پولیو سره مبارزه؛ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د رضاکارانو هڅې په شاجوی کې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي لپاره د دوو ځوانانو هڅې محمد ابراهیم؛ د پولیو ناورین ژوندی تصویر د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه یو رضاکار، دوه څاڅکي، زرګونه خوندي شوي ماشومان فتح‌الله او د پولیو ضد مبارزه هغه رنځ چې مخنیوی یې کېدای شوای؛ د سردار محمد د ژوند دردوونکې کیسه عبدالله؛ په ارغنداب کې د ماشومانو د روغتیا لپاره د مبارزې مخکښ د پولیو ناروغۍ د نه برانېدونکو اغېزو ژوندۍ بېلګه؛ د فخرالدین کیسه د واکسین ځواک؛ د ماشومانو لپاره د یوه خوندي راتلونکي د جوړولو هڅې د پولیو د مخنیوي لپاره د یوه ژمن رضاکار هڅې خیال محمد مشکور؛ د خپلې سیمې د ماشومانو د راتلونکي خوندي کوونکی ساړه بادونه، تودې هڅې؛ د کوچیانو د ماشومانو د راتلونکي خوندي کولو مبارزه لهپولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه شاعر ځوان هڅې په کږې کلي کې د پولیو ضد ژمن ګامونه د پولیو قرباني، د باسکیټبال اتل: د حبیب الله الهام‌بخښونکې کیسه شکریه رامش د پولیو ضد مبارزه کې د هیلو بله ډېوه د فلج تر سیوري لاندې؛ د هیلو څراغ له پولیو خلاص سمنګان؛ د یووالي، ګډو هڅو او ژمنتیا پایله د پولیو ختمولو لپاره د یوه ځوان هڅې نادیه محمدي؛ د پولیو واکسین کمپاینونو یوه زیارکښه رضاکاره د پولیو پر وړاندې د ماریا مجیدي د یوې لسیزې نه ستړې کېدونکې مبارزه له پوهاوي تر عمل؛ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د فېروزې هڅې فاریاب؛ د پولیو ناروغۍ پر وړاندې ګډې بریالۍ هڅې یو کوچنی کلی، یو لوی بدلون د باور پُل: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه ژمن مبلغ هڅې روغ ماشومان - روښانه راتلونکی هر ماشوم ارزښت لري له پولیو خوندي راتلونکی؛ د شهاب‌الدین لویه هیله د پولیو په وړاندې د ټولنې د مشرانو غږ د ژمنتیا ځواک عبدالوهاب او د پولیو په وړاندې درې لسیزې مبارزه زحل فیضي؛ له پولیو سره د مبارزې یوه نه ستړې کېدونکې څېره سویرا خسروي؛ هغه نجلۍ چې د واکسیناسیون له لارې د ډاکټر کېدو هیله ژوندۍ ساتي ناجیه علیمي او د پولیو له منځه وړلو لپاره د هغې هڅې له انکار تر ملاتړ؛ د پولیو واکسین په اړه د یوې مور د ذهنیت د بدلون کیسه هر څاڅکی واکسین، له پولیو څخه د خلاص راتلونکي په لور یو ګام له پولیو څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه سیمه ییز مشر اغېزناکې هڅې د پولیو پر وړاندې مبارزه؛ د احمدشاه د هڅو او ژمنتیا کیسه یو رضاکار، یوه هیله: ګل‌احمد قادري د پولیو د له منځه وړلو په هڅه کې د پولیو واکسین په اړه د منفي انګېرنو کمېدل؛ د نوریې او ګل احمد کیسه د پولیو مخنیوی؛ په ګذره ولسوالۍ کې د واکسيناتورانو نه ستړي کېدونکې هلې ځلې پري ګل ابراهیمي: د هرات په ګذره کې د ماشومانو خوندي کوونکې د هرات حوزوي روغتون؛ له پولیو څخه د ماشومانو د ژغورنې سنګر عزیزګل، د پولیو ویروس په وړاندې د ماشومانو ډال هغه کس چې د خپلې سیمې ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کوي د یو رضاکار ژمنتیا، د سلګونو ماشومانو خوندي راتلونکی روح‌الله حلیمي؛ د زرګونو ماشومانو د راتلونکي خوندي کوونکی له پولیو اغېزمن عزت‌الله؛ د واکسین د ملاتړ غږ قومي مشران؛ د پولیو واکسین کمپاینونو تر شا پیاوړی ملاتړ د پولیو په وړاندې په لومړۍ کرښه کې د زړورو رضاکارانو نه ستړې کېدونکې مبارزه د پولیو ناروغۍ له امله د یوه معلول پلار دردناک ژوند په هلمند کې د پولیو د مخنیوي لپاره د سیمه‌ییزو رسنیو اغېزناکې هڅې د واکسین نه کولو پایلې؛ د محمد ولي ستونزمن ژوند محمد داود او د پولیو له امله د هغه د معلولیت غمیزه د پولیو له امله د یوه معلول شوي ځوان د ژوند کیسه د تهذیب الله سخت ژوند او د واکسین نه کولو بدې پایلې د نواب خان بریا؛ له پولیو سره مبارزه او د ژوند د نوې لارې پیل د پولیو او غربت په وړاندې د «کلا خان» د هرې ورځې مبارزه هیله بخښونکی اتل؛ «الهام» د روغتیا ساتنې له لارې د پولیو او نورو ناروغیو مخه نیسي په پکتیکا کې د پولیو ضد ژوند بدلوونکی «غږ» «هر ماشوم حق لري چې روغ لوی شي» د غرونو له منځه راپورته شوی غږ؛ د محمد عارف کیسه د هیلو دوه څاڅکي: په ګربزو کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د عبیدالله هڅې د ټولنې په زړه کې بدلون: عبدالجلیل او د پولیو د مخنیوي هڅې د غرونو منځ کې د هیلو څرک: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د مهرالله هڅې کله چې باور د اندېښنې ځای ونیسي؛ د پولیو پر وړاندې د زرینې احمدي ارامه خو اغېزناکه مبارزه په چپرهار کې د پولیو په وړاندې خاموشه خو اغېزناکه مبارزه نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی د معلولینو غږ: «خپل ماشومان واکسین کړئ، څو زموږ په څېر له کړاوونو سره مخ نه شي» د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د صاحبه عمري بې دریغه هڅې مروه او عابده د پولیو په وړاندې د مبارزې دوې زړورې رضاکارانې د روغتیا سفیرانې: هغوی چې د ماشومانو راتلونکی خوندي کوي فوزیه ساپۍ؛ له پولیو متأثره مور چې له دې ناروغۍ سره مبارزه کوي له پولیو سره په مبارزه کې د فرخنده جلیل‌زاده د یوې لسیزې هڅې اورانوس؛ په بدخشان کې د واکسین د پوهاوي او ملاتړ غږ پولیو؛ د سارا متفاوت ژوند او د راتلونکي لپاره د هغې پیغام د پولیو له منځه وړلو لپاره د نیلاب هڅې؛ د ذهنيتونو بدلول او د ژوند ژغورل سیمه‌ییز مشران او د پولیو واکسین کمپاینونو ملاتړ «فوزیه» او «فاطمه» له ګوزڼ څخه د خپلو ماشومانو د خوندیتوب په لټه کې د ذهنیت بدلون، د ژوند بدلون؛ د پولیو په مخنیوي کې د سوشل موبلایزرانو هڅې له وېرې تر باور؛ د پولیو واکسین په اړه د عبدالله د فکر بدلون د ګذر وکیلان د پولیو واکسین په اړه د عامه باور زیاتولو هڅې کوي له واکسینونو ور هاخوا؛ د کابل میندې د حفظ الصحې د ځواک په اړه خبرې کوي درې لسزې مخکې د پولیو واکسین عبدالرحیم څنګه له ګوزڼ څخه وژغوره؟ د هرات روغتیایي مرکزونه او له پولیو سره مبارزه په هرات کې د پوهاوي ډېرولو او واکسین ته د کورنیو د هڅولو کوښښونه د معلولیت پر وړاندې بریا، د ډاکټر نورعلي منصور د قوي ارادې کیسه د یونیسف د ۷ ټنه درملو مرسته؛ زابل کې د روغتیايي ستونزو د حل لپاره ستر ګام د پولیو د درد تر شا تلپاتې غمیزه "له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو ساتنه د هر وګړي مسوولیت دی" د پولیو پر وړاندې د ستونزمنې لارې اتل د هغې کورنۍ کیسه چې څلور ماشومان یې د پولیو په ناروغۍ اخته شوي د پولیو په رنځ اخته نجلۍ؛ د نسیمې سخت ژوند او د کورنۍ زغم ماشومانو ته د پولیو واکسین په رسولو کې د محب الله رشیدي هڅې د پولیو واکسین په تطبیق کې د خلکو همکاري ډېره شوې ده په روغتون کې زېږون؛ له پولیو او نورو ناروغیو څخه د خوندیتوب اغېزناکه تګلاره عطاء محمد: «د خپلو دوو پولیو ځپلو وروڼو درد و هڅولم چې له پولیو سره په لومړۍ کرښه کې مبارزه وکړم» اورسله عمرخېل؛ بلخ کې د پولیو واکسین کمپاین ژمنه مبلغه مرضیه صدیقي؛ د پولیو واکسين اړوند د منفي انګېرنو له منځه وړلو لپاره کار کوم له پولیو سره په مبارزه کې د دیني عالمانو فعاله ونډه د پولیو واکسین ارزښت او د یوې معلولې نجلۍ د مور ترخه تجربه په بدخشان کې د پولیو واکسین کمپاینونه؛ ننګونې، همکارۍ او د والدینو تجربې د پولیو مخنیوي لارې چارې؛ د واکسین تر څنګ نور اقدامات د پولیو ضد مبارزه کې د مېندو، روغتیاپالانو او ټولنې ګډې هڅې له اندېښنو تر پوهاوي؛ په بدخشان کې د پولیو له منځه وړلو هڅې د پولیو په له منځه وړلو کې د ولسي مشرانو رول؛ له اوازو سره مبارزه او واکسین ته هڅونه له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محمد هڅې غونچه ګل؛ د پولیو واکسین د اهمیت یوه ژوندۍ بېلګه له مخالفت تر همکارۍ: د پولیو واکسین په اړه د یوه پلار د لیدلوري بدلون په هرات کې د خطر زنګ: د پولیو ویروس بیا راګرځېدو او خپرېدو ته اندېښنې له معلولیت سره ژوند؛ د ۴۴ کلن رحمت الله مجروح کیسه فاطمه: هغه پیاوړې ښځه چې د پولیو اغیزې یې په ځواک بدلې کړې د پولیو پټ درد: د کړاو، زغم او هیلو کیسه د بدخشان د وردوج ولسوالۍ میندې؛ د پولیو په وړاندې د مبارزې خاموشې اتلانې د پولیو پر ضد د یوه ځوان الهام بخښونکې مبارزه د یوه پولیو ځپلي ځوان سخت ژوند؛ له زده کړو تر کریډیټ کارټونو پلورلو هرات د چمتووالي په حالت کې؛ د پولیو ویروس خپرېدو د مخنیوي تدابیرو سختول رجب محمد؛ په بدخشان کې د پولیو په وړاندې د مبارزې مخکښ خاطره ابراري: د پولیو په وړاندې د بدخشان د ماشومانو د روغتیا ملاتړې "د پولیو ناروغۍ په وړاندې مبارزه مې ټولنیز مسوولیت دی" ژغورونکې ښځې: په فراه کې د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو لپاره د عاطفې ادیب هڅې د اسلام کلا په پوله کې له پوليو سره مبارزه: هره ورځ سلګونه ماشومان واکسين کېږي ذوفنون سروري: په تخار کې د پولیو واکسیناسیون اتله وحیده شمس: یوه زړه وره مېرمن چې ماشومان له پولیو ویروس څخه ژغوري محمد بشیر: د پولیو واکسین کمپاین یو ژمن رضاکار "افغانستان باید د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د پولیو له ویروسه پاک شي" د پولیو هغه قرباني چې د پولیو نورو قربانیانو ته خوښي او د ژوند هیلې ورکوي د پولیو یو قرباني: د لوړو زده کړو ونه مې ثمر ته و نه رسېدله د عایشې هڅې چې د پولیو واکسین په تطبیقولو د ماشومانو راتلونکی روښانه کوي د شبنم یوسفزۍ هیله؛ له افغانستان څخه د پولیو ویروس له منځه وړل د پولیو واکسین دوه څاڅکي؛ اوس یې ډېر خلک په ارزښت پوه شوي دي د ګوزڼ یو قرباني: موږ په ګډه کولای شو د پولیو ناروغي له هېواده ورکه کړو په هرات کې د پولیو ویروس مهارول؛ د ښځینه واکسیناتورانو لویه لاسته راوړنه سیف الله خاموش: ویاړم چې د پولیو پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوم «پولیو یو ناورین دی، له دې ناورین څخه زموږ د ماشومانو د ژغورلو یوازینۍ لار واکسین دی» د هغه ځوان کیسه چې پولیو ناروغې یې ښی لاس او دواړې پښې فلج کړې دي یوه کونډه مور او د هغې یوازینی پولیو وهلی زوی د والدینو غفلت د پولیو په ناروغۍ د مدثر د اخته کېدو او معولیت لامل شو پولیو ناروغۍ د یوه ماشوم او د هغه د کورنۍ دواړو ژوند تریخ کړی دی د پولیو قرباني وسیمه سحر؛ یوه اتله یوه مور: د زوی معلولیت مې له ژونده خوښۍ تروړلې دي د پولیو ناروغۍ عبدالبصیر سوال کولو ته اړ کړی دی فاریاب کې د پولیو واکسین کمپاین کې د ښځینه واکسیناتورانو فعاله ونډه د هغه پلار کیسه چې دوه اولادونه یې د پولیو په ناروغي اخته شوي دي میرزاګل؛ هغه ځوان چې ګوزڼ د نورو مرستې ته اړ کړی کله چې لاره سخته وي: د کامدېش د ماشومانو راتلونکی نه تم کېدل، تر هغه چې وروستی ماشوم خوندي شي «تر هغه چې وروستی ماشوم واکسین نه شي، زما کار بشپړ نه دی» له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره د یوې کونډې مور هڅې پلوشه؛ یوه بریالۍ واکسیناتوره تابش شېرزاد: د همت او استقامت ژوندۍ بېلګه د پولیو قرباني؛ د پولیو په وړاندې د لومړۍ کرښې مبارز د پولیو پر وړاندې نه ستړې کېدونکې مبارزه مختار: غوښتل مې د والیبال لوبغاړی شم خو پولیو مې دا ارمان پوره کېدو ته پرېنښود د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د «رحمانې حسیني» هڅې د پولیو واکسین رضاکارانې: د پولیو ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره مبارزه کوو د دوو څاڅکو ارزښت د پولیو په ناروغۍ د اخته هراتي ځوان ورکې شوې هیلې د پولیو ځپلې زینب مور: لور مې زموږ د غفلت له امله د پولیو په ناروغي اخته شوه ګوزڼ څنګه زما هیلې مړاوې کړې: د یو ځوان کیسه محمد زمان؛ واکسیناتور او د پوهاوي مخکښ، چې د والدینو باور یې ګټلی محل په محل: د بختیار ساحل د هیلو سفر له شک تر باور پورې: د «ځدراڼ» د بدلون کیسه پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیض الله فیضي د هڅو کیسه هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره د یوې مور هڅې د یوې بېوزلې کورنۍ پر اوږو د یوه ځوان د معلولیت بوج د پولیو لابراتوار پرانیستل؛ د پولیو له منځه وړلو پروګرام د بریالیتوب لپاره مهم ګام د پولیو ناروغۍ یو قرباني: «که ماشومانو ته واکسین ور نه کړل شي نو زما په برخلیک به اخته شي» دوه ویشت کلن سید صمیم د ګوزڼ ناروغۍ له امله د ژوند چارې په ډېرې سختۍ مخ ته وړي د خپلو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مه مخ کوئ Haji’s Joy after realizing the importance of vaccination Razia’s passion to eradicate polio in Afghanistan Striving to protect every child in Afghanistan against polio in the middle of a humanitarian emergency A father story with paralyzed son Nomadic children are at high risk of polio Girls with disability determined to raise polio awareness through basketball games Door to door… "All the work I do with communities on polio I do for my daughter" Trekking through the snow to deliver vaccines یوه صحنه، یوه پرېکړه یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسه Afghan Women Determined to End Polio