• Toll-Free: 141

د هغې کورنۍ کیسه چې څلور ماشومان یې د پولیو په ناروغۍ اخته شوي

کور › د هغې کورنۍ کیسه چې څلور ماشومان یې د پولیو په ناروغۍ اخته شوي

مطبوعاتي اعلامیې

September 18, 2024    د ساحې کیسې
د هغې کورنۍ کیسه چې څلور ماشومان یې د پولیو په ناروغۍ اخته شوي

غزني، افغانستان (۲۰ وږی ۱۴۰۳) – د غزني ښار په پښتون اباد سیمه کې یوه کورنۍ چې څلور ماشومان یې د پولیو په ناروغي اخته شوي، له دردونو او کړاوونو ډک ژوند لري.

دا کورنۍ چې پخوا یې په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند کاوه او په دې وروستیو کې هېواد ته را ستنه شوې، د پولیو په ناروغۍ د اخته څلورو ماشومانو له ډلې دوو یې (یوه هلک او یوې نجلۍ) ژوند له لاسه ورکړی خو پاتې دوه ماشومان یې- چې نجونې دي- له تلپاتې معلولیت سره ژوند کوي.

له دغو نجونو یوه (۱۸ کلنه) نور بي بي ده چې دواړې پښې یې فلج دي او د ژوند ټولې هیلې یې له لاسه ورکړې دي.

هغه چې د پولیو ناروغۍ له امله ور پېښ معلولیت یې له ژونده خوشحالي تروړلې او د خپل کور په یوه کونج کې ناسته وه، په غمجن غږ وویل: «له کوچنیوالي مې د زده کړو ارمان درلود، لویه هیله مې دا وه چې ډاکټره شمه، خو د پولیو ناروغۍ دا ټولې هیلې راڅخه واخیستې او زه یې د تل لپاره د کورنۍ د اوږو بار کړم.»

نور بي بي آن یو ځل هم ښوونځي ته نه ولاړه ځکه د پولیو ناروغۍ له امله پر خپلو پښو د ګرځېدو توان له لاسه ورکړی دی.

د هغې لپاره چې زده کړې او پرمختګ نور یو ورک شوی خوب دی، د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «کله چې له خپل مور او پلار څخه پوښتنه کوم چې زه ولې په دغه حال یم؟ زه ولې د نورو په څېر پر خپلو پښو ګرځېدای نه شم؟ نو هغوی په ځواب کې راته وايي چې تا ته مو په ماشومتوب کې د پولیو واکسین نه دی درکړی.»

نور بي بي له دې خبرې سره په ژور سوچ کې ډوبه شوه خو وروسته یې خپل حواس راټول کړل او ویې ویل: «په اصل کې زه د خپلو والدینو د بې پروايي لویه بیه پرې کوم، یوازې زه نه، بلکې زما بله خور هم چې زما په څېر معلوله ده او هغه خور او ورور مې هم چې د همدې ناروغۍ له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.»

نوموړې خپلې خبلې خبرې په ژورې خواشینۍ پای ته ورسولې او ویې ویل: «زه پر ټولو کورنیو غږ کوم چې خپل ماشومان خامخا واکسین کړي، که نه نو دا د هغوی د ژوند تر ټولو لویه تېروتنه وي.»

د غزني ښار په پښتون اباد سیمه کې یوه کورنۍ چې څلور ماشومان یې د پولیو په ناروغي اخته شوي، له دردونو او کړاوونو ډک ژوند لري

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۳ | رحمت الله مرجانخېل

 

د مور او پلار کړاو

د نور بي بي مور چې د خپلو څلورو اولادونو د پولیو ناروغۍ شاهده پاتې شوې وايي، په پاکستان کې یې د مهاجرت پر مهال له ستونزو ډک ژوند درلود، یوه ګوله ډوډۍ یې هم په ډېرې سختۍ پیدا کوله، دا خو لرې خبره وه چې ماشومان یې واکسین او درملنې ته لاسرسی ولري.

هغې په ژړغوني غږ وویل: «کله چې خپلو اولادونو ته ګورم، زړه مې له ډېره درده ټوټه ټوټه کېږي، که هغوی مې په ماشومتوب کې واکسین کړي وای، نو نن به روغ وای او خوشحاله ژوند به یې لرلای.»

دا مېندو او پلرونو ته په خپل پېغام کې وايي:«انسان ولې د یوې داسې ستونزې قرباني شي چې مخنیوی یې اسانه دی؟ دغه تکلیف چې زه یې ګالم، پر هیڅ مور او پلار مې پېرزو نه دی، ټولې کورنۍ باید د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره د واکسین ارزښت درک کړي.»

د نور بي بي پلار عالم خان هم ورته څرګندونې کوي او وايي، د اولادونو حالت له ژونده بېزار کړی دی.

هغه وویل: «زه ټول دوولس اولادونه لرم چې څلور یې د پولیو په ناروغي اخته شوي، له دې ډلې یو هلک او یوه نجلۍ مړه شوي خو دوې لوڼې مې اتلس کلنه نور بي بي او ۱۲ کلنه سارا په داسې حال کې ژوندۍ پاتې دي چې له تلپاتي معلولیت سره مخ دي.»

دی زیاتوي، ډېره سخته ده چې خپلې لوڼې په دغسې حالت کې وینې، دواړې پښې یې فلج دي او د ژوند په ټولو چارو کې د نورو مرستې ته اړې دي.

دی هم پر والدینو غږ کوي چې که غواړي اولادونه یې د ده د اولادونو په څېر نه شي نو هغوی ته دې د پولیو واکسین په ګډون د ماشوماتوب دورې ټول واکسینونه تطبیق کړي.

د پولیو ځپلې نور بي بي مور وویل: «کله چې خپلو اولادونو ته ګورم، زړه مې له ډېره درده ټوټه ټوټه کېږي، که هغوی مې په ماشومتوب کې واکسین کړي وای، نو نن به روغ وای او خوشحاله ژوند به یې لرلای.»

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۳ | رحمت الله مرجانخېل

 

د یادې شوې کورنۍ کیسه یوازې تر هغوی نه ده محدوده، بلکې د هغوی ګاونډیان هم له دغه وضعیت څخه ځورېږي.

د عالم خان ګاونډی غلام رسول وايي: «کله چې د عالم خان ماشومان وینم نو ډېر ځورېږم، زه پر ټولو خلکو غږ کوم چې د خپلو ماشومانو د روغتیا په برخه کې دې ناغېړي نه کوي، څو له داسې ناوړه برخلیک څخه وژغورل شي.»

د دې کورنۍ کیسه د هېواد د هغو زرګونو کورنیو یوه بېلګه ده چې ماشومان یې د نه واکسینېدو له امله د پولیو په ناروغۍ اخته شوي او له تلپاتي معلولیت سره ژوند کوي.

له بده مرغه افغانستان د هغو دوو هېوادونو له جملې څخه دی چې لا هم د پولیو ناروغۍ د ماشومانو ژوند ګواښي، په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې دا ناروغۍ له منځه وړل شوې ده.

په ډېرو هغو سیمو کې چې روغتیايي خدمات په کې محدود دي او خلک د واکسین اړوند د ناسمو معلوماتو ښکار وي، ماشومان له واکسین څخه پاتېږي، دا بې پروايي د دې سبب کېږي چې ماشومان په کوچنیوالي کې له یوې داسې ناروغۍ سره مخ شي چې نه یوازې هغوی، بلکې د هغوی کورنۍ هم له درنو ستونزو سره مخ کوي.

د پولیو ناروغي یوازې د فزیکي فلج لامل نه کېږي، بلکې ټولنیز او اقتصادي ژوند هم له ستونزو سره مخ کوي، هغه ماشومان چې په ماشومتوب کې فلج شي، نه یوازې د ژوند ټولې هیلې یې ختمېږي، بلکې کورنۍ یې هم له یوه سخت مسؤلیت سره مخ کېږي.

د نور بي بي او د هغې د کورنۍ کیسه ټولو کورنیو ته د یوه ژور درد او عبرت پیغام دی چې باید د واکسین پر اهمیت پوه شي، څو ماشومان یې له تلپاتې معلولیت څخه وژغورل شي.


رحمت الله مرجانخېل | غزني

پر سختو لارو، تر هر ماشوم پورې له ګوزڼ وروسته هم د یوه ماشوم د راتلونکي هیله ژوندۍ ده هر ماشوم ته رسېدل؛ د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې د مونسې حکیمي مبارزه د ماشومانو د روغتیا لپاره د پکتیکا د یوه ځوان هڅې له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه فلج پښې، ویښ ذهن؛ د نیازمحمد خبرداری! د بدلون استازی: فرمان‌الله د ماشومانو د روغتیا په لومړۍ کرښه کې عبدالرحیم؛ په پکتیکا کې له پولیو سره د مبارزې یو ژمن رضاکار نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه محمد قیوم؛ له پولیو سره په مبارزه کې له هڅو تر بدلون پورې د پولیو واکسین دوه څاڅکي؛ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه رضاکار هڅې محمد عمران؛ د پولیو پر وړاندې نه ستړی کېدونکی مبارز د والدینو د غفلت درنه بیه؛ د پولیو قرباني محمد عثمان د پولیو واکسین: د ماشومانو د راتلونکي د خوندیتوب لپاره د مېندو او واکسیناتورانو هڅې نرګس؛ هغه مور چې د خپلو اولادونو د روغتیا لپاره له ستونزو سره مبارزه کوي ماه‌جبین حلیمي: له ننګونو تر بدلون، له پولیو څخه د ماشومانو د ژغورلو سفر د پولیو واکسین په وړاندې د انکار له منځه وړلو لپاره د جاوید رووفي هڅې د پولیو پر وړاندې د هرات مبارزه: هیڅ ماشوم له واکسین پرته ښار ته نشي داخلیدلی کېمیا عظیمی: د هیلو او ارادې روایت او پر ژوند د واکسین اغېزې بهار فرخ: له پولیو سره په مبارزه کې د هیلو سفیره د تخار د یوه ساړه سهار روایت: واکسین، د ژوند هیله سخته لاره، لوی زړه: د پولیو په وړاندې د پروین احمدي مبارزه له پولیو څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه واکسیناتور هڅې محمد زهير او له پوليو سره د مبارزې ماموریت ذبیح‌الله فیضی؛ هغه ځوان چې له پولیو سره د مبارزې لپاره راپورته شوی واکسین، د راتلونکي هیله: فرشته او همکارانې یې څنګه د فراه ماشومان له ګوزڼ څخه ژغوري؟ د غور ماشومان د یوې روښانې او سالمې راتلونکې په لور د پولیو واکسین؛ د غور د بې ځایه شوو کورنیو د ماشومانو لپاره نوی امید پولیو ویروس څنګه په خپلو پښو د خیرمحمد د ګرځېدو خوبونه وتروړل؟ د پولیو ویروس د له منځه وړلو لپاره د غور د دیني عالمانو هڅې له پولیو سره مبارزه؛ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د رضاکارانو هڅې په شاجوی کې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي لپاره د دوو ځوانانو هڅې محمد ابراهیم؛ د پولیو ناورین ژوندی تصویر د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه یو رضاکار، دوه څاڅکي، زرګونه خوندي شوي ماشومان فتح‌الله او د پولیو ضد مبارزه هغه رنځ چې مخنیوی یې کېدای شوای؛ د سردار محمد د ژوند دردوونکې کیسه عبدالله؛ په ارغنداب کې د ماشومانو د روغتیا لپاره د مبارزې مخکښ د پولیو ناروغۍ د نه برانېدونکو اغېزو ژوندۍ بېلګه؛ د فخرالدین کیسه د واکسین ځواک؛ د ماشومانو لپاره د یوه خوندي راتلونکي د جوړولو هڅې د پولیو د مخنیوي لپاره د یوه ژمن رضاکار هڅې خیال محمد مشکور؛ د خپلې سیمې د ماشومانو د راتلونکي خوندي کوونکی ساړه بادونه، تودې هڅې؛ د کوچیانو د ماشومانو د راتلونکي خوندي کولو مبارزه لهپولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه شاعر ځوان هڅې په کږې کلي کې د پولیو ضد ژمن ګامونه د پولیو قرباني، د باسکیټبال اتل: د حبیب الله الهام‌بخښونکې کیسه شکریه رامش د پولیو ضد مبارزه کې د هیلو بله ډېوه د فلج تر سیوري لاندې؛ د هیلو څراغ له پولیو خلاص سمنګان؛ د یووالي، ګډو هڅو او ژمنتیا پایله د پولیو ختمولو لپاره د یوه ځوان هڅې نادیه محمدي؛ د پولیو واکسین کمپاینونو یوه زیارکښه رضاکاره د پولیو پر وړاندې د ماریا مجیدي د یوې لسیزې نه ستړې کېدونکې مبارزه له پوهاوي تر عمل؛ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د فېروزې هڅې فاریاب؛ د پولیو ناروغۍ پر وړاندې ګډې بریالۍ هڅې یو کوچنی کلی، یو لوی بدلون د باور پُل: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه ژمن مبلغ هڅې روغ ماشومان - روښانه راتلونکی هر ماشوم ارزښت لري له پولیو خوندي راتلونکی؛ د شهاب‌الدین لویه هیله د پولیو په وړاندې د ټولنې د مشرانو غږ د ژمنتیا ځواک عبدالوهاب او د پولیو په وړاندې درې لسیزې مبارزه زحل فیضي؛ له پولیو سره د مبارزې یوه نه ستړې کېدونکې څېره سویرا خسروي؛ هغه نجلۍ چې د واکسیناسیون له لارې د ډاکټر کېدو هیله ژوندۍ ساتي ناجیه علیمي او د پولیو له منځه وړلو لپاره د هغې هڅې له انکار تر ملاتړ؛ د پولیو واکسین په اړه د یوې مور د ذهنیت د بدلون کیسه هر څاڅکی واکسین، له پولیو څخه د خلاص راتلونکي په لور یو ګام له پولیو څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه سیمه ییز مشر اغېزناکې هڅې د پولیو پر وړاندې مبارزه؛ د احمدشاه د هڅو او ژمنتیا کیسه یو رضاکار، یوه هیله: ګل‌احمد قادري د پولیو د له منځه وړلو په هڅه کې د پولیو واکسین په اړه د منفي انګېرنو کمېدل؛ د نوریې او ګل احمد کیسه د پولیو مخنیوی؛ په ګذره ولسوالۍ کې د واکسيناتورانو نه ستړي کېدونکې هلې ځلې پري ګل ابراهیمي: د هرات په ګذره کې د ماشومانو خوندي کوونکې د هرات حوزوي روغتون؛ له پولیو څخه د ماشومانو د ژغورنې سنګر عزیزګل، د پولیو ویروس په وړاندې د ماشومانو ډال هغه کس چې د خپلې سیمې ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کوي د یو رضاکار ژمنتیا، د سلګونو ماشومانو خوندي راتلونکی روح‌الله حلیمي؛ د زرګونو ماشومانو د راتلونکي خوندي کوونکی له پولیو اغېزمن عزت‌الله؛ د واکسین د ملاتړ غږ قومي مشران؛ د پولیو واکسین کمپاینونو تر شا پیاوړی ملاتړ د پولیو په وړاندې په لومړۍ کرښه کې د زړورو رضاکارانو نه ستړې کېدونکې مبارزه د پولیو ناروغۍ له امله د یوه معلول پلار دردناک ژوند په هلمند کې د پولیو د مخنیوي لپاره د سیمه‌ییزو رسنیو اغېزناکې هڅې د واکسین نه کولو پایلې؛ د محمد ولي ستونزمن ژوند محمد داود او د پولیو له امله د هغه د معلولیت غمیزه د پولیو له امله د یوه معلول شوي ځوان د ژوند کیسه د تهذیب الله سخت ژوند او د واکسین نه کولو بدې پایلې د نواب خان بریا؛ له پولیو سره مبارزه او د ژوند د نوې لارې پیل د پولیو او غربت په وړاندې د «کلا خان» د هرې ورځې مبارزه هیله بخښونکی اتل؛ «الهام» د روغتیا ساتنې له لارې د پولیو او نورو ناروغیو مخه نیسي په پکتیکا کې د پولیو ضد ژوند بدلوونکی «غږ» «هر ماشوم حق لري چې روغ لوی شي» د غرونو له منځه راپورته شوی غږ؛ د محمد عارف کیسه د هیلو دوه څاڅکي: په ګربزو کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د عبیدالله هڅې واکسین؛ د ماشومانو حق او د والدینو مسوولیت - د محسن د ژمنتیا کیسه د ټولنې په زړه کې بدلون: عبدالجلیل او د پولیو د مخنیوي هڅې د غرونو منځ کې د هیلو څرک: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د مهرالله هڅې کله چې باور د اندېښنې ځای ونیسي؛ د پولیو پر وړاندې د زرینې احمدي ارامه خو اغېزناکه مبارزه په چپرهار کې د پولیو په وړاندې خاموشه خو اغېزناکه مبارزه نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی د معلولینو غږ: «خپل ماشومان واکسین کړئ، څو زموږ په څېر له کړاوونو سره مخ نه شي» د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د صاحبه عمري بې دریغه هڅې مروه او عابده د پولیو په وړاندې د مبارزې دوې زړورې رضاکارانې د روغتیا سفیرانې: هغوی چې د ماشومانو راتلونکی خوندي کوي فوزیه ساپۍ؛ له پولیو متأثره مور چې له دې ناروغۍ سره مبارزه کوي له پولیو سره په مبارزه کې د فرخنده جلیل‌زاده د یوې لسیزې هڅې اورانوس؛ په بدخشان کې د واکسین د پوهاوي او ملاتړ غږ پولیو؛ د سارا متفاوت ژوند او د راتلونکي لپاره د هغې پیغام د پولیو له منځه وړلو لپاره د نیلاب هڅې؛ د ذهنيتونو بدلول او د ژوند ژغورل سیمه‌ییز مشران او د پولیو واکسین کمپاینونو ملاتړ «فوزیه» او «فاطمه» له ګوزڼ څخه د خپلو ماشومانو د خوندیتوب په لټه کې د ذهنیت بدلون، د ژوند بدلون؛ د پولیو په مخنیوي کې د سوشل موبلایزرانو هڅې له وېرې تر باور؛ د پولیو واکسین په اړه د عبدالله د فکر بدلون د ګذر وکیلان د پولیو واکسین په اړه د عامه باور زیاتولو هڅې کوي له واکسینونو ور هاخوا؛ د کابل میندې د حفظ الصحې د ځواک په اړه خبرې کوي درې لسزې مخکې د پولیو واکسین عبدالرحیم څنګه له ګوزڼ څخه وژغوره؟ د هرات روغتیایي مرکزونه او له پولیو سره مبارزه په هرات کې د پوهاوي ډېرولو او واکسین ته د کورنیو د هڅولو کوښښونه د معلولیت پر وړاندې بریا، د ډاکټر نورعلي منصور د قوي ارادې کیسه د یونیسف د ۷ ټنه درملو مرسته؛ زابل کې د روغتیايي ستونزو د حل لپاره ستر ګام د پولیو د درد تر شا تلپاتې غمیزه "له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو ساتنه د هر وګړي مسوولیت دی" د پولیو پر وړاندې د ستونزمنې لارې اتل د پولیو په رنځ اخته نجلۍ؛ د نسیمې سخت ژوند او د کورنۍ زغم ماشومانو ته د پولیو واکسین په رسولو کې د محب الله رشیدي هڅې د پولیو واکسین په تطبیق کې د خلکو همکاري ډېره شوې ده په روغتون کې زېږون؛ له پولیو او نورو ناروغیو څخه د خوندیتوب اغېزناکه تګلاره عطاء محمد: «د خپلو دوو پولیو ځپلو وروڼو درد و هڅولم چې له پولیو سره په لومړۍ کرښه کې مبارزه وکړم» اورسله عمرخېل؛ بلخ کې د پولیو واکسین کمپاین ژمنه مبلغه مرضیه صدیقي؛ د پولیو واکسين اړوند د منفي انګېرنو له منځه وړلو لپاره کار کوم له پولیو سره په مبارزه کې د دیني عالمانو فعاله ونډه د پولیو واکسین ارزښت او د یوې معلولې نجلۍ د مور ترخه تجربه په بدخشان کې د پولیو واکسین کمپاینونه؛ ننګونې، همکارۍ او د والدینو تجربې د پولیو مخنیوي لارې چارې؛ د واکسین تر څنګ نور اقدامات د پولیو ضد مبارزه کې د مېندو، روغتیاپالانو او ټولنې ګډې هڅې له اندېښنو تر پوهاوي؛ په بدخشان کې د پولیو له منځه وړلو هڅې د پولیو په له منځه وړلو کې د ولسي مشرانو رول؛ له اوازو سره مبارزه او واکسین ته هڅونه له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محمد هڅې غونچه ګل؛ د پولیو واکسین د اهمیت یوه ژوندۍ بېلګه له مخالفت تر همکارۍ: د پولیو واکسین په اړه د یوه پلار د لیدلوري بدلون په هرات کې د خطر زنګ: د پولیو ویروس بیا راګرځېدو او خپرېدو ته اندېښنې له معلولیت سره ژوند؛ د ۴۴ کلن رحمت الله مجروح کیسه فاطمه: هغه پیاوړې ښځه چې د پولیو اغیزې یې په ځواک بدلې کړې د پولیو پټ درد: د کړاو، زغم او هیلو کیسه د بدخشان د وردوج ولسوالۍ میندې؛ د پولیو په وړاندې د مبارزې خاموشې اتلانې د پولیو پر ضد د یوه ځوان الهام بخښونکې مبارزه د یوه پولیو ځپلي ځوان سخت ژوند؛ له زده کړو تر کریډیټ کارټونو پلورلو هرات د چمتووالي په حالت کې؛ د پولیو ویروس خپرېدو د مخنیوي تدابیرو سختول رجب محمد؛ په بدخشان کې د پولیو په وړاندې د مبارزې مخکښ خاطره ابراري: د پولیو په وړاندې د بدخشان د ماشومانو د روغتیا ملاتړې "د پولیو ناروغۍ په وړاندې مبارزه مې ټولنیز مسوولیت دی" ژغورونکې ښځې: په فراه کې د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو لپاره د عاطفې ادیب هڅې د اسلام کلا په پوله کې له پوليو سره مبارزه: هره ورځ سلګونه ماشومان واکسين کېږي ذوفنون سروري: په تخار کې د پولیو واکسیناسیون اتله وحیده شمس: یوه زړه وره مېرمن چې ماشومان له پولیو ویروس څخه ژغوري محمد بشیر: د پولیو واکسین کمپاین یو ژمن رضاکار "افغانستان باید د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د پولیو له ویروسه پاک شي" د پولیو هغه قرباني چې د پولیو نورو قربانیانو ته خوښي او د ژوند هیلې ورکوي د پولیو یو قرباني: د لوړو زده کړو ونه مې ثمر ته و نه رسېدله د عایشې هڅې چې د پولیو واکسین په تطبیقولو د ماشومانو راتلونکی روښانه کوي د شبنم یوسفزۍ هیله؛ له افغانستان څخه د پولیو ویروس له منځه وړل د پولیو واکسین دوه څاڅکي؛ اوس یې ډېر خلک په ارزښت پوه شوي دي د ګوزڼ یو قرباني: موږ په ګډه کولای شو د پولیو ناروغي له هېواده ورکه کړو په هرات کې د پولیو ویروس مهارول؛ د ښځینه واکسیناتورانو لویه لاسته راوړنه سیف الله خاموش: ویاړم چې د پولیو پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوم «پولیو یو ناورین دی، له دې ناورین څخه زموږ د ماشومانو د ژغورلو یوازینۍ لار واکسین دی» د هغه ځوان کیسه چې پولیو ناروغې یې ښی لاس او دواړې پښې فلج کړې دي یوه کونډه مور او د هغې یوازینی پولیو وهلی زوی د والدینو غفلت د پولیو په ناروغۍ د مدثر د اخته کېدو او معولیت لامل شو پولیو ناروغۍ د یوه ماشوم او د هغه د کورنۍ دواړو ژوند تریخ کړی دی د پولیو قرباني وسیمه سحر؛ یوه اتله یوه مور: د زوی معلولیت مې له ژونده خوښۍ تروړلې دي د پولیو ناروغۍ عبدالبصیر سوال کولو ته اړ کړی دی فاریاب کې د پولیو واکسین کمپاین کې د ښځینه واکسیناتورانو فعاله ونډه د هغه پلار کیسه چې دوه اولادونه یې د پولیو په ناروغي اخته شوي دي میرزاګل؛ هغه ځوان چې ګوزڼ د نورو مرستې ته اړ کړی کله چې لاره سخته وي: د کامدېش د ماشومانو راتلونکی نه تم کېدل، تر هغه چې وروستی ماشوم خوندي شي «تر هغه چې وروستی ماشوم واکسین نه شي، زما کار بشپړ نه دی» له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره د یوې کونډې مور هڅې پلوشه؛ یوه بریالۍ واکسیناتوره تابش شېرزاد: د همت او استقامت ژوندۍ بېلګه د پولیو قرباني؛ د پولیو په وړاندې د لومړۍ کرښې مبارز د پولیو پر وړاندې نه ستړې کېدونکې مبارزه مختار: غوښتل مې د والیبال لوبغاړی شم خو پولیو مې دا ارمان پوره کېدو ته پرېنښود د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د «رحمانې حسیني» هڅې د پولیو واکسین رضاکارانې: د پولیو ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره مبارزه کوو د دوو څاڅکو ارزښت د پولیو په ناروغۍ د اخته هراتي ځوان ورکې شوې هیلې د پولیو ځپلې زینب مور: لور مې زموږ د غفلت له امله د پولیو په ناروغي اخته شوه ګوزڼ څنګه زما هیلې مړاوې کړې: د یو ځوان کیسه محمد زمان؛ واکسیناتور او د پوهاوي مخکښ، چې د والدینو باور یې ګټلی محل په محل: د بختیار ساحل د هیلو سفر له شک تر باور پورې: د «ځدراڼ» د بدلون کیسه پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیض الله فیضي د هڅو کیسه هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره د یوې مور هڅې د یوې بېوزلې کورنۍ پر اوږو د یوه ځوان د معلولیت بوج د پولیو لابراتوار پرانیستل؛ د پولیو له منځه وړلو پروګرام د بریالیتوب لپاره مهم ګام د پولیو ناروغۍ یو قرباني: «که ماشومانو ته واکسین ور نه کړل شي نو زما په برخلیک به اخته شي» دوه ویشت کلن سید صمیم د ګوزڼ ناروغۍ له امله د ژوند چارې په ډېرې سختۍ مخ ته وړي د خپلو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مه مخ کوئ Haji’s Joy after realizing the importance of vaccination Razia’s passion to eradicate polio in Afghanistan Striving to protect every child in Afghanistan against polio in the middle of a humanitarian emergency A father story with paralyzed son Nomadic children are at high risk of polio Girls with disability determined to raise polio awareness through basketball games Door to door… "All the work I do with communities on polio I do for my daughter" Trekking through the snow to deliver vaccines یوه صحنه، یوه پرېکړه یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسه Afghan Women Determined to End Polio